د يوسف عليه السلام د وروڼو د نبوت اړوند بحث
د يوسف عليه السلام وروڼه په هغه ماښام خپل پلار ته په ژړا راځي، چي يعني موږ ډير غمجن يو.
وَجَاءُوا
أَبَاهُمْ عِشَاءً يَبْكُونَ ﴿يوسف: ۱۶﴾
ژباړه: او راغلل
خپل پلار ته ماښام ژړا کوونکي.
کله
چي ئې يوسف عليه السلام څاه ته واچاوه، نو ماخستن ناوخته کورته په ژړا راغلل، تر
څو خپل پلار ته دا وښيي، چي موږ د يوسف عليه السلام په اړه غمجن يو.
(۱۸) نکته: مکار
خلک دي ازاروي او بيا دي په غم کي د تمساح په څېر اوښکي تويوي، لکه دلته چي د يوسف عليه السلام وروڼه، ځانونه غمجن
ښيي، پداسي حال کي چي د غم جوړوونکي هم دوی وه.
ايا
د يوسف عليه السلام وروڼه نبيان وه که يه؟
پدې
اړه د علماوو تر منځ اختلاف سته، ځيني علماء پدې نظر دي چي هغوی نبيان وه او ځيني
علماء وايي چي هغوی نبيان نه وه.
علامه
ابن كثير رحمه الله پخپل تفسير کي ليکلي دي:
صحيح
خبره داده، چي د يوسف عليه السلام د وروڼو پر نبوت باندي قوي دليل نسته، که څه هم
په ظاهرکي د دې خلاف مشهور دی او خلک باور لري، چي
هغوی ته تر دغه وروسته وحيې سوي دي او د دوی دغه نظر دليل ته اړتيا لري. پداسي حال
کي چي الله تعالی فقط فرمايلي دي (قُولُوا آمَنَّا بِاللَّهِ وَمَا أُنزِلَ
إِلَيْنَا وَمَا أُنزِلَ إِلَىٰ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ
وَيَعْقُوبَ وَالْأَسْبَاطِ وَمَا أُوتِيَ مُوسَىٰ
وَعِيسَىٰ وَمَا أُوتِيَ النَّبِيُّونَ مِن رَّبِّهِمْ لَا نُفَرِّقُ بَيْنَ
أَحَدٍ مِّنْهُمْ وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ ﴿البقرة: ١٣٦﴾. دلته دا احتمال سته، چي د بني اسرائيل نسل ته اسباط
ويل کيدل، لکه څنګه چي عربو ته قبائل او عجمو ته شعب ويل کيږي، دلته الله تعالی
يادونه کړې ده، چي د بني اسرائيلو اسباط ته وحيي سوي دي او په اجمالي توګه ذکريدل
ئې پدې معنی دي، چي هغوی ډير وه؛ خو دا چي ټول سبط د يوسف عليه السلام د وروڼو له
نسل څخه وو، پر دې باندي دليل نسته، چي هغوی ته دي وحيي سوي . والله اعلم([1]).
علامه
قرطبي رحمه الله پخپل تفسير کي ليکلي دي:
د
يوسف عليه السلام سره د هغه د وروڼو عمل پر دې دلالت کوي، چي هغوی پدغه وخت کي
نبيان نه وه؛ که څه هم ابن زيد د طبري رحمه الله د کتاب په حواله ليکلي دي، چي
هغوی نبيان وه، د هغوی د نبوت ادعاء د نبيانو د عصمت په اساس رديږي، دنيوي حسد، د
والدينو ازارول، د مؤمن د هلاکت لپاره تعريض، د هغه د قتل پلان جوړول او د هغوی پر
نبوت باندي د ويونکو نه توجه او التفات پر دې دلالت کوي، چي هغوی نبيان نه وه. د
نبيانو زله ممکنه ده؛ خو دا «زله» نه بلل کيږي؛ ځکه دا ټول د کبيره ګناهونو له
جملې څخه دي او له کبيره ګناهونو څخه د نبيانو پر معصوميت باندي ټولو مسلمانانو
اجماع کړې ده، فقط په صغيره ګناهونو کي ئې اختلاف سته([2]).
ابن
عطية رحمه الله د الله تعالی د دغه قول "يا بني لا تقصص رؤياك على
إخوتك" په تفسير کي ليکلي دي: د ايت له مقتضا څخه واضحه ده، چي يعقوب عليه
السلام پخپلو زامنو کي د يوسف عليه السلام
په وړاندي حسد او بغض محسوس کړی وو؛ ځکه ئې يوسف عليه السلام هغوی ته د خوب له
افشاء کولو څخه منع کړی وو. يعقوب عليه السلام پر دې بيريدی، چي د هغوی په زړونو
کي کينه او حسد پاريږي، ممکن د هغه د هلاکت لپاره پلان جوړ کړي، چي دغسي هم وسول.
د هغوی له کړنو څخه دا حکم راوځي، چي هغوی نبيان نه وه، ځکه د دوی دنيوي حسد، د
والدينو ازار، د مؤمن د هلاکت تعريض او د هغه د قتل لپاره شرائط اماده کول د
نبيانو د عصمت خلاف دي([3])، درواغ ويل هم کبيره ګناه ده؛ خو دوی خپل پلار ته مکرر
وويل.

Comments
Post a Comment