د پيسو نلرلو او بيکارۍ پر وخت نکاح او واده کول ګټه لري که تاوانونه؟ ځيني خلک پداسي حال کي د خپل زوی يا ورور د نکاح اقدام کوي، چي د مهر لپاره مالي امادګي نلري، يا هلک وزګار وي، يا خپل کور نلري، يا په کور کي د هلک لپاره مستقله خونه نلري. دوی نجلۍ پيدا کړي، د خپل زوی يا ورور نکاح وکړي؛ خو د مختلفو مشکلاتو لامله هغه په کلونو کلونو د پلار پر کور ناسته وي، دوی ئې د را ودولو وسع نلري او هغوی د خلکو د پيغورونو سره مخ وي. داسي خلک سته، چي کوژده يي کړې ده؛ خو د کار او مصروفيت نلرلو لامله يي ولور ادا کول او د واده تجهيزات په وسه نه وي. هلک او د هغه کورنۍ هم ځوريږي، نجلۍ او د هغې کورنۍ هم ځوريږي. که عادي واده کوي، نو د خيښانو تر منځ اړيکي ترينګلي کيږي. د هغوی د غوښتنو مطابق واده کول ئې په وسع نه وي، نو واده ځنډول کيږي، په نتيجه کي خلک دواړو اړخونو ته پيغورونه ورکوي، چي ولي واده نکوئ؟ ځيني وخت د هلک کورنۍ پيسې قرض کړي او تر واده وروسته يي په ادا کولو پوري حيران وي، چي کله کله د زوم او ناوي تر منځ د محبت فضا په تاوتريخوالي واوړي، پیغورونه او طعنې يو بل ته ورکوي. مناسبه داد...
Comments
Post a Comment