د مرکه کوونکي ځوان ( خاطب او راتلونکی زوم) لپاره ځيني مهمي لارښووني

 


د خاطب (زوم) لپاره ځيني مهمي لارښووني:

۱)  د نکاح اساسي اهداف پيژندل او يادداشتول؛

۲)  داسي کورنۍ او نجلۍ ټاکل، چي د ده اساسي اهداف ورسره تړلي وي؛

۳)  د کفائت موضوع ته جدي پام کول؛ ځکه ځيني خلک داسي معيارونه تعينوي، چي دی خپله تر هغو معيارونو کښته وي؛ يعني د مخطوبې د کورنۍ اجتماعي، فاميلي، علمي او اقتصادي ژوند ارزول او د خپلو شروطو او معيارونو سره پرتله کول؛

۴)  د نجلۍ د کورني او باندني ژوند څخه کافي معلومات لرل؛

۵)  د نجلۍ د کورنۍ د غړو او بالخصوص د والدينو خپلمنځي اړيکي او تعاملات معلومول خورا مهم کار دی، بالخصوص د نجلۍ د مور اړوند کافي معلومات لرل؛ ځکه د اولادونو او بالخصوص لوڼو په روزلو کي د مور نقش زيات اثر لري؛

۶)  د نجلۍ د مزاج تر څنګ د هغې اينده پلانونه او اهداف معلومول، تر څو د ده له مزاج، پلانونو او اهدافو سره ټکر نه وي.

Comments

Popular posts from this blog

د پيسو نلرلو او بيکارۍ پر وخت نکاح او واده کول ګټه لري که تاوانونه؟

د ميرمني د زړه او باور ساتلو رازونه