د پيسو نلرلو او بيکارۍ پر وخت نکاح او واده کول ګټه لري که تاوانونه؟

 د پيسو نلرلو او بيکارۍ پر وخت نکاح او واده کول ګټه لري که تاوانونه؟

ځيني خلک پداسي حال کي د خپل زوی يا ورور د نکاح اقدام کوي، چي د مهر لپاره مالي امادګي نلري، يا هلک وزګار وي، يا خپل کور نلري، يا په کور کي د هلک لپاره مستقله خونه نلري.

دوی نجلۍ پيدا کړي، د خپل زوی يا ورور نکاح وکړي؛ خو د مختلفو مشکلاتو لامله هغه په کلونو کلونو د پلار پر کور ناسته وي، دوی ئې د را ودولو وسع نلري او هغوی د خلکو د پيغورونو سره مخ وي.

داسي خلک سته، چي کوژده يي کړې ده؛ خو د کار او مصروفيت  نلرلو لامله يي ولور ادا کول او د واده تجهيزات په وسه نه وي. هلک او د هغه کورنۍ هم ځوريږي، نجلۍ او د‌ هغې کورنۍ هم ځوريږي.

که عادي واده کوي، نو د خيښانو تر منځ اړيکي ترينګلي کيږي. د هغوی د غوښتنو مطابق واده کول ئې په وسع نه وي، نو واده ځنډول کيږي، په نتيجه کي خلک دواړو اړخونو ته پيغورونه ورکوي، چي ولي واده نکوئ؟

ځيني وخت د‌ هلک کورنۍ پيسې قرض کړي او تر واده وروسته يي په ادا کولو پوري حيران وي، چي کله کله د زوم او ناوي تر منځ د محبت فضا په تاوتريخوالي واوړي، پیغورونه او طعنې يو بل ته ورکوي.

مناسبه داده، چي هلک د ضروري علومو او زده کړو تر حاصلولو وروسته يو مناسب شغل زده او پيل کړي او تر هغه وروسته ئې د‌ نکاح تصميم ونيول سي، تر څو د واده مخکني او وروستني مصارف په اسانه چمتو کړي او تر واده وروسته د خپل ژوند اقتصادي
بيړۍ پخپله روانه وساتي.
نوټ: د مفلسۍ په صورت کي نکاح کول مناسب کار نه دی؛ خو که داسي خلک وي، چي هغوی زيات مهر نه غواړي، يا هم د نورو مصارفو تقاضا نلري، بيا صحيح دی.


Comments

Popular posts from this blog

د مرکه کوونکي ځوان ( خاطب او راتلونکی زوم) لپاره ځيني مهمي لارښووني

د ميرمني د زړه او باور ساتلو رازونه