Posts

زوی څنګه د پلار له صدقې څخه برخمن سو؟

Image
 ابويزيد معن بن يزيد بن اخنس رضي الله عنه صحابي دی، پلار او نيکه ئې هم صحابه دي او د رسول الله سره ئې بيعت کړی دی رضي الله عنهم. معن رضي الله عنه وايی، زما پلار يزيد رضي الله عنه څو دينارونه واخيستل، مسجد ته ولاړی او يو کس ته ئې د دې لپاره ورکړل، چي هغه ئې صدقه کړي. زه ورغلم او د هغه کس څخه مي دينارونه ترلاسه کړل او پلار ته راغلم ورښکاره مي کړل. پلار مي راته وويل: په الله تعالی قسم کوم، چي ما ستا لپاره نه وه ورکړي. معن رضي الله عنه وايي زه رسول الله ته عارض سوم، رسول الله زما پلار ته وويل اي يزيده! تاته خپل نيت کفايت کوي او ماته ئې وويل: معنه تا چي څه اخيستي دي هغه ستا دي (). نوټ: لدغه حديث شريف څخه د احاديثو شارحينو او نورو علماوو خورا جالبي نکتې راايستلي دي: ۱)  د صدقه کوونکي نيت معتبر دی، که څه هم صدقه غير مستحق ته ورسيږي، لکه دلته چي يزيد رضي الله عنه د صدقې په نيت هغه کس ته دينارونه ورکړل، چي هغه ئې صدقه کړي؛ ۲)  زوی کولای سي د خپل حق څخه د دفاع لپاره قاضي ته عارض سي، دا عاق نه بلل کيږي، لکه دلته چي معن رضي الله عنه رسول الله ته د خپل پلار په اړه عارض سو؛  ۳)...

خاوند او ميرمن يو له بل څخه د ميراث وړلو حق لري

Image
  د خاوند او ميرمني تر منځ درېيم مشترک حق –   يو له بل څخه ميراث وړل: د خاوند او ميرمني د مشترکو حقوقو له جملې څخه يو حق توارث دی، چي د شرطونو د پوره کېدو په صورت کي خاوند له ميرمني څخه او ميرمن له خاوند څخه ميراث وړلای سي، چي الله تعالی هر يوه ته خپله برخه ټاکلې ده: ( وَلَكُمْ نِصْفُ مَا تَرَكَ أَزْوَاجُكُمْ إِنْ لَمْ يَكُنْ لَهُنَّ وَلَدٌ فَإِنْ كَانَ لَهُنَّ وَلَدٌ فَلَكُمُ الرُّبُعُ مِمَّا تَرَكْنَ مِنْ بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصِينَ بِهَا أَوْ دَيْنٍ وَلَهُنَّ الرُّبُعُ مِمَّا تَرَكْتُمْ إِنْ لَمْ يَكُنْ لَكُمْ وَلَدٌ فَإِنْ كَانَ لَكُمْ وَلَدٌ فَلَهُنَّ الثُّمُنُ مِمَّا تَرَكْتُمْ مِنْ بَعْدِ وَصِيَّةٍ تُوصُونَ بِهَا أَوْ دَيْنٍ ﴿النساء: ١۲﴾ . تفصيل ئې د ميراث په کتابونو او بحثونو کي دی . که د تفصيلي او مدلل بحث سره علاقه لری، نو څنګه واده وکړم؟ کتاب ترلاسه کړئ او په توجه او دقت سره ئې مطالعه کړئ!

يوسف عليه السلام له څاه څخه راايستل کيږي او د عظيمو امتحانونوڅخه وروسته عظيم شخصيت خني جوړيږي.

Image
 الله تعالی يوسف عليه السلام نه ضايع کاوه، حتی د خپل منظم پلان په اساس ئې د هغه شخصيت خلکو ته ښووی، د هغه استعداد ئې د انساني ټولني د کړاوونو د مخنيوي لپاره مصرفاوه، چي ډير نور درسونه او عبرتونه انساني نسلونو ته پاته سي. وَجَاءَتْ سَيَّارَةٌ فَأَرْسَلُوا وَارِدَهُمْ فَأَدْلَى دَلْوَهُ قَالَ يَا بُشْرَى هَذَا غُلَامٌ وَأَسَرُّوهُ بِضَاعَةً وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِمَا يَعْمَلُونَ ﴿يوسف: ۱۹﴾ . ژباړه: او يوه قافله راغله، له هغو څخه يو کس واستول سو، هغه خپله سلواغه ورکښته کړه، وئې ويل زيری دي وي، دا خو هلک دی او هغه ئې په سامان کي پټ کړ، الله تعالی د هغوی په کړنو پوره پوه دی. کله چي د يوسف عليه السلام وروڼو هغه څاه ته واچاوه، نو د الله تعالی په مرسته هغه د څاه په داسي ځای کي واقع وو، چي هم ئې تنفس کولای سوای او هم د څاه اوبو ضرر نسو وررسولای. دغه څاه د قافلو په لاره کي وو، نو يوه قافله راغله او د اوبو راوړونکی کس ئې څاه ته واستاوه، چي اوبه راوړي. هغه چي څاه ته سلواغه کښته کړه، نو يوسف عليه السلام پر سلواغه باندي لاسونه ټينګ کړل او راپورته سو. د اوبو وړونکي چي پر يوسف عليه السلام باندي س...

د خاوند او ميرمني تر منځ دوهم مشترک حق

Image
  د خاوند او ميرمني تر منځ دوهم مشترک حق - استمتاع (خاوند او ميرمن يو له بل څخه خوند اخيستل): د فقهاوو دا نظر دی، چي د زوجينو هر يوه ته دا جواز سته، چي له هغه بل څخه خوند واخلي. د دې مسئلې تفصيل دادی: فقهاوو ليکلي دي، چي زوجينو ته يو له بل څخه خوند اخيستل حلال دي، لکه څنګه چي يو د بل بدن ته کتل او لمسول ورته حلال دي( [1] )، دليل ئې دغه حديث ښوولی دی: خپل عورت مو خوندي کړئ، خو نه له خپل زوج څخه او يا له هغه چا څخه چي ستاسو راسته لاس ئې مالک دی( [2] ). حنفي فقهاء وايي: بيله شکه د نکاح له اصلي احکامو څخه د خاوند او ميرمني تر منځ د جماع حلالوالی دی؛ خو نه په حيض، نفاس او احرام کي او د ظهار پر وخت د کفارې تر اداکولو مخکي. الله تعالی فرمايلي دي: وَالَّذِينَ هُمْ لِفُرُوجِهِمْ حَافِظُونَ - إِلاَّ عَلَى أَزْوَاجِهِمْ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُمْ فَإِنَّهُمْ غَيْرُ مَلُومِينَ ﴿المؤمنون: ٥﴾ . همداسي رسول اکرم صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: او له الله څخه وويريږئ، د ښځو اړوند، بيله شکه تاسو دوی نيولي دي د الله تعالی په امان/ امانت سره او تاسو ته حلال سوي دي د دوی فرجونه د الله ...

د يعقوب عليه السلام د زامنو بله ناکامه هڅه، چي د پلار د تيرايستلو کوښښ ئې وکړ.

Image
  مفسد خلک چي دسيسې جوړوي، نو د خپل ځان پاک ښوولو لپاره ظاهري اسباب پکار اچوي؛ خو پدې نپوهيږي، چي همدغه اسباب پر دوی باندي دليل جوړيږي. د يوسف عليه السلام وروڼو د خپل پلار د تيرايستلو لپاره په درواغجنو وينو باندي د هغه کميس ولړی، تر څو پلار ته قناعت ورکړي، چي يوسف عليه السلام شرموښ وخوړ؛ خو دې خبري ته ئې فکر نه وو، چي شرموښ کله انسان خوري، نو کميس روغ نه ځني کاږي. وَجَاءُوا عَلَى قَمِيصِهِ بِدَمٍ كَذِبٍ قَالَ بَلْ سَوَّلَتْ لَكُمْ أَنْفُسُكُمْ أَمْرًا فَصَبْرٌ جَمِيلٌ وَاللَّهُ الْمُسْتَعَانُ عَلَى مَا تَصِفُونَ ﴿يوسف: ۱ ۸﴾ ژباړه: او دوی راغلل د قميص سره، په درواغجنو وينو هغه وويل تاسو ته خپل نفس دغه کار ښکلی کړی دی، نو جميل صبر کوم او الله تعالی پوره مرسته کوونکی دی، په هغه اړه چي تاسو ئې واياست. د يوسف عليه السلام وروڼه پدې پوه سول، چي پلار نسي خطا ايستلای، نو يو وری يا مرغومی ئې ذبح کړ او د يوسف عليه السلام قميص ئې د هغه وري يا مرغومي په وينو ولړی او پلار ته ئې راوړ، چي ته زموږ خبري نه منې، دغه د يوسف عليه السلام هغه قميص دی، چي په هغه ورځ ئې اغوستی وو. يعقوب عليه السلام چي ...

د صحيحي نکاح اثار او نتايج ( د خاوند او ميرمني تر منځ لومړی مشترک حق)

Image
  د صحيحي نکاح اثار او نتايج: د صحيحي نکاح په نتيجه کي خاوند او ميرمني ته حقوق ثابتيږي، چي ځيني ئې د زوجينو تر منځ مشترک حقوق دي، او ځيني په يوه يا بل اړخ پوري اړه لري( [1] ): د زوجينو تر منځ مشترک حقوق د خاوند او ميرمني تر منځ لومړی مشترک حق - معروف معاشرت: فقهاء وايي، چي پر هر يوه باندي لازمه ده، چي د مقابل اړخ سره معروف معاشرت وکړي، لکه: ۱)يو د بل سره ښه صحبت کول؛ ۲) يو د بل له ازار څخه ډډه کول؛ ۳) تر خپله وسعه يو د بل د حقوقو له پايمالېدو څخه ځان ساتل؛ ۴) د ورکړې پر وخت د ناخوښۍ څرګندولو څخه ډډه کول او په ورين تندي ورکړه کول؛ ۵) يو پر بل باندي له احسان اچولو او ازار څخه ډډه کول؛ ځکه الله تعالی دوی پر معروف معاشرت باندي مامور کړي دي: وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ ﴿النساء: ١٩﴾ . ابن کثير رحمه الله تعالی د دغه آيت مبارک په تفسير کي فرمايي: يعني تاسو خپلو ميرمنو ته طيبي ويناوي وکړئ، تر خپل وسعه مو کړني او صورتونه ښکلي کړئ، لکه څنګه چي هغوی خوښوئ، نو تاسو هم هغسي وکړئ. رسول اکرم صلی الله عليه وسلم هم فرمايي: په تاسو کي خير هغه دی، چي هغه له خپل اهل (ميرمني)...