د مرکه کوونکي لپاره مهمي لارښووني

 


د مرکې اړوند مهمي لارښووني:

هغه څوک چي په خطبه یا مرکه ځي، نو حد اقل دغه لارښووني دي عملي کړي:

۱)  تر مرکې او خطبې مخکي د خاطب (راتلونکي زوم) پوره پيژندنه لرل لازمي دي، ځکه دغه تړون د ثوابونو تر څنګ ستر مسئوليتونه هم لري؛

۲) د مخطوبې د کورنۍ او دوستانو اړوند هم څه معلومات لرل؛

۳) د خاطب سره مفاهمه کول، چي د مخطوبې (راتلونکې ناوي) اړوند څونه معلومات لري؟ او که خاطب متاهل وو، نو د دې نکاح اساسي او حقيقي موخي ځني پوښتل؛

۴) خاطب د اټکلي يا بي معلوماتو نکاح له احتمالي يا ممکنو منفي عواقبو څخه خبرول. که خاطب واک د خطبې کسانو يا والدينو ته ورکړی وو، په اړه ئې پوره ډاډ ځني اخيستل؛

۵) د خطبې پر وخت د خاطب د معرفت اړوند له مبالغې او تفريط څخه ځان ساتل؛

۶) د خطبې پر وخت د داسي خبرو څخه ځان ساتل او نور هم منع کول، چي په وروسته ژوند کي يوه اړخ ته پيغور جوړيږي؛

۷) د خاطب د ستايني تر څنګ د مخطوبې د کورنۍ هم مناسبه ستاينه کول؛

۸) د نکاح د عمومي ګټو او ثوابونو پر ځای د دغي نکاح قطعي يا ممکن مصلحتونه ورته بيانول؛

۹) که خاطب مجرد وو، نو د مجردتوب عمومي ستاينه او مصلحتونه ورته بيانول او که خاطب متاهل وو، د تاهل مصلحتونه او د دغي نکاح څخه د خاطب واقعي اهداف ورته بيانول، له مبالغې او تفريط څخه ځان ساتل.

Comments

Popular posts from this blog

د پيسو نلرلو او بيکارۍ پر وخت نکاح او واده کول ګټه لري که تاوانونه؟

د مرکه کوونکي ځوان ( خاطب او راتلونکی زوم) لپاره ځيني مهمي لارښووني

د ميرمني د زړه او باور ساتلو رازونه