د يوسف عليه السلام مستند ژوند او د يوسف سورت جالبي نکتې ( د يوسف سورت د اووم او اتم نمبرآياتونو ترجمه، تفسير او جالبي نکتې)
د يوسف عليه السلام او د هغه د وروڼو په قصه کي جالبي نکتې سته، چي الله تعالی ئې دلته د آيات په لفظ سره معرفي کوي.
لَّقَدْ كَانَ فِي يُوسُفَ وَإِخْوَتِهِ آيَاتٌ لِّلسَّائِلِينَ ﴿يوسف: ۷﴾.
ژباړه: بيله شکه په
يوسف او د هغه په وروڼو کي د پوښتني کوونکو لپاره نښي سته.
د يوسف عليه السلام او
د هغه د وروڼو په قصه کي د پوښتني کوونکو او حتی ټول انسانيت لپاره د هدايت او
عبرت داسي درسونه سته، چي د الله تعالی پر ستر قدرت، عظيم حکمت، انتقام، لطف او
غوره انتخاب باندي دلالت کوي، هوښياران به داسي عبرت ځني واخلي، چي د ستونزو پر
وخت به د الله تعالی سره خپلي اړيکي قطع نکړي، صبر به وکړي او د هغې موقع لپاره به
منتظر سي، چي رب العالمين د هغه د ستونزو نتيجې ته ټاکلې ده.
إِذْ
قَالُوا لَيُوسُفُ وَأَخُوهُ أَحَبُّ إِلَى أَبِينَا مِنَّا وَنَحْنُ عُصْبَةٌ
إِنَّ أَبَانَا لَفِي ضَلَالٍ مُبِينٍ ﴿يوسف:
۸﴾.
ژباړه: او ور ياد کړه،
هغه وخت کله چي د يوسف عليه السلام وروڼو وويل، چي واقعيت دادی، چي په موږ ( ټولو)
کي يوسف عليه السلام او د هغه ورور زموږ پلار ته ډير خوښ دی، پداسي حال کي چي موږ
زيات يو، بيله شکه زموږ پلار پدغه کار سره په ښکاره خطا کي دی.
د يوسف عليه السلام
ناسکه لسو وروڼو پخپل منځ کي مجلس سره وکړ، چي پر پلار باندي زموږ په نسبت يوسف
عليه السلام او د هغه سکه ورور بنيامين زيات ګران دي، پداسي حال کي چي موږ غټ
جماعت يو او د پلار اکثره چاري موږ مخته وړو، نو پدغه تعامل کي زموږ پلار خطاوتلی
دی، يعني که موږ ته د خدمت په خاطر ترجيح نه راکوي، نو هغوی ته دي هم ترجيح نه
ورکوي.
دوی حسد ړانده کړې وه
او پدې نپوهيدل، چي يوسف عليه السلام او د هغه سکه ورور تر دوی کشران دي، يو خو د
کور او بهر په چارو کي زياته ونډه نسي اخيستلای او بله دا چي دوی لسو وروڼو هم د
ماشومتوب او ناز دورې تيري کړي دي؛ ځکه ماشومان د لويانو په نسبت زيات ناز او توجه
ته ضرورت لري.
(۸) نکته: حسد انسان
ړندوي او د تدبير قوه ئې داسي له منځه وړي، چي د وخت غوښتني او تقاضاوي نسي درک
کولای، لکه دلته چي د يوسف عليه السلام وروڼه پدې نپوهيږي، چي يوسف عليه السلام او
د هغه ورور ماشومان دي او بايد ونازول سي.

Comments
Post a Comment