د مواخات يا وروګلوۍ تړون

 د ورورګلوۍ تړون څه شي دی او اساسي موخي ئې څه وې؟

کله چي رسول الله صلی الله عليه وسلم او صحابه رضي الله عنهم مدينې منورې ته مهاجر سول، نو رسول اکرم صلی الله عليه وسلم د نورو حکيمانه فیصلو تر څنګ دا حکیمانه اقدام هم وکړ، چي هر مهاجر صحابي ئې د يوه انصار صحابي سره د ورور په توګه مقرر کړ، تر څو هغه ئې تر هغه وخته رهنما او ملاتړی جوړ سي، چي مهاجر صحابي د مدينې منورې د ټولنيز او اقتصادي ژوند سره اشنا کيږي او بل حکمت ئې داوو چي پر محدودو انصارو صحابه وو باندي فشار زيات نسي.

دغه تړون ته په عربي ادب او احاديثو کي د مواخات يا ورورګلوۍ تړون ويل کيږي او دا نوښت هم په انساني تاريخ کي رسول الله صلی الله عليه وسلم ته منسوب دی!

Comments

Popular posts from this blog

د پيسو نلرلو او بيکارۍ پر وخت نکاح او واده کول ګټه لري که تاوانونه؟

د مرکه کوونکي ځوان ( خاطب او راتلونکی زوم) لپاره ځيني مهمي لارښووني

د ميرمني د زړه او باور ساتلو رازونه