د يوسف عليه السلام وروڼه پلار ته درواغجن حکايت بيانوي؛ خو پلار ئې نه ورسره مني.
د يوسف عليه السلام وروڼه خپلي مکارۍ ته دوام ورکوي او د پلان مطابق درواغ ورته وايي؛ خو پدې نپوهيږي، چي پلار ئې د الله تعالی يو حکيم پيغمبر دی او د دوی په درواغو پوهيږي او په خبرو ئې باور نکوي.
قَالُوا
يَا أَبَانَا إِنَّا ذَهَبْنَا نَسْتَبِقُ وَتَرَكْنَا يُوسُفَ عِنْدَ مَتَاعِنَا
فَأَكَلَهُ الذِّئْبُ وَمَا أَنْتَ بِمُؤْمِنٍ لَنَا وَلَوْ كُنَّا صَادِقِينَ ﴿يوسف: ۱۷﴾
ژباړه:
دوی وويل اې زموږ پلاره، موږ مسابقه کوله او يوسف مو د خپلو سامانونو سره پريښاوه،
نو شرموښ هغه وخوړی او ته په موږ باور نلرې، که څه هم موږ رښتيني يو.
د
يوسف عليه السلام وروڼه د ژړا په حال کي خپل پلار ته خپل درواغجن حکايت بيانوي، چي
موږ د ځغاستي او غشي ويشتلو سيالي سره کوله، يوسف عليه السلام مو د خپلو سامانونو
سره پريښاوه، چي پر سامانونو پام وکړي، موږ له هغه څخه ليري وو، نو شرموښ پدغه حال
کي راغلی وو او هغه ئې خوړلی وو. موږ رښتيا درته وايو؛ خو ته
زموږ په خبرو باور نکوې.
دلته
هم يوه نکته سته، هغه داده، چي ممکن يعقوب عليه السلام د
دوی خبره
نه وي منلې؛ ځکه دوی ورته وايي، موږ رښتيا
درته وايو؛
خو ته په موږ باور نکوې او تا خپله هم ويل چي ستاسو د غفلت لامله هغه
شرموښ درڅخه ونه خوري، زموږ څخه غفلت وسو، هغه ستا خبره رښتيا سوه، شرموښ راڅخه
وخوړ اوس ئې ته نه راسره منې.
(۱۹) نکته:
د
شوم پلان تطبيقوونکي تمثيل کوي.
کله
چي څوک کوم شوم پلان تر سره کړي، نو د خلکو د تير ايستلو
لپاره له تمثیل څخه کار اخلي، لکه د يوسف عليه السلام وروڼو چي هم دغسي وکړل (وجاءوا أَبَاهُمْ عِشَاء يَبْكُونَ (16) قَالُواْ يَا
أَبَانَا إِنَّا ذَهَبْنَا نَسْتَبِقُ وَتَرَكْنَا يُوسُفَ عِندَ مَتَاعِنَا
فَأَكَلَهُ الذِّئْبُ وَمَا أَنتَ بِمُؤْمِنٍ لِّنَا وَلَوْ كُنَّا صَادِقِينَ (17) دوی خپل پلار ته ماخستن د ژړا په حالت کي راغلل([1]) او
وئې ويل اي زموږ پلاره موږ ولاړو او خپل تر منځ مو مسابقه کوله، یوسف عليه السلام
مو له خپلو سامانونو سره پرېښاوه نو شرموښ وخوړ. دا
چي دوی ته خپل شوم کار معلوم وو نو ځکه هغه خبرو ته نه
پريږدي او ورته وايي ته ولي زموږ په خبرو باور نه کوې، پداسي حال کي چی موږ په خپلو خبرو کي رښتيني
يو!
(۲۰) نکته: د دې آیت څخه د مسابقو
او لوبو د مشروعيت جواز څرګنديږي، نو مسابقه که د اوښانو او آسونو ځغاستي وي، که د
غشو ويشتل وي او يا معاصري مسابقې وي، چي د جهاد لپاره ښه مرسته کولای سي، لکه
رسول اکرم صلی الله عليه وسلم چي فرمايلي دي: مسابقه نسته؛ خو په اوښ ځغلولو، آس
ځغلولو او نښي ويشتلو کي([2])، نو مسلمان بايد ښه مسابقه کوونکی وي، تر څو
هر وخت جهاد ته اماده وي. او مسابقه پدې شرط جائز ده، چي غير شرعي عمل پکښي ونسي،
لکه د جسد هغه برخه لوڅول چی عورت بلل کيږي، او مسابقه بايد د لمانځه يا جماعت
مانع نسي، یا قمار پر ونسي او نور.

Comments
Post a Comment