ايمان
ددغي ليکني لوستل مو په ګټه دي!
د نوح عليه السلام او مؤمنانو ايمان دوی له غرق او طوفانه وژغورل؛
د ابراهيم عليه السلام ايمان، هغه په اور کي وساتی؛
د اسماعيل عليه السلام ايمان، هغه له ابراهيمي چړې څخه سالم راوايست؛
د يوسف عليه السلام ايمان، هغه د بندو دروازو شاته د ستري دسيسې(زنا) څخه وساتی؛
د موسی عليه السلام ايمان، هغه ته د قلزم بحر وچاودی، دوی نجات حاصل کړ، فرعونيان غرق سول؛
د عيسی عليه السلام ايمان، هغه د قوي دښمنانو له وژلو او په دار ځړولو څخه وساتی، حتی اسمان ته ختل يي په نصيب سول؛
د رسول الله ايمان، هغه له داسي محاصرې څخه وايست، چي د محاصره کوونکو پر سرونو يي خاوري هم ور واچولې او همدغه ايمان هغه د ثور په غار کي هم وساتی او تر مدينې منوری ئي ورساوه او په کوچنيو لښکرو ئي عظيمي غزاوي و ګټلې.
د صحابه وو ايمانونو، هغوی پر روم او فارس مسلط کړل....
هغسي ايمان مؤثر دی.
نن چي کومي ستونزي دي، اساسي علت ئي د حقيقي او مطلوب ايمان نشتون دی.
د الله جل جلاله پر کامل قدرت او د اسلام او مسلمانانو د حتمي بريا باندي ايمان لرل، مو بريالي کوي.
Comments
Post a Comment