د يوسف عليه السلام ناسکه وروڼه، د هغه پلان د تطبيق په درشل کي دي، چي د يوسف عليه السلام په وړاندي ئې چمتو کړی وو.

 د يوسف عليه السلام وروڼو د خپل فاسد او شوم پلان د تطبيق په حال کي


فَلَمَّا ذَهَبُوا بِهِ وَأَجْمَعُوا أَنْ يَجْعَلُوهُ فِي غَيَابَتِ الْجُبِّ وَأَوْحَيْنَا إِلَيْهِ لَتُنَبِّئَنَّهُمْ بِأَمْرِهِمْ هَذَا وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ ﴿يوسف: ۱۵﴾

ژباړه: نو کله چي ئې هغه له ځانه سره بوتلی، او پر دې ئې اتفاق کړی وو، چي هغه به د څاه تل ته اچوي، نو موږ هغه ته وحيي (الهام) وکړې، چي حتماً به دوی له خپل دغه عمل څخه خبر کړل سي، پداسي حال کي چي دوی به نپوهيږي.

کله چي د يعقوب عليه السلام په اجازه يوسف عليه السلام د خپلو وروڼو سره صحراته ووتی، نو هغوی د خپل شوم پلان په اساس څاه ته راغلل، هغه ئې په رسۍ وتاړه او څاه ته ئې کښته کړ. پدغه وخت کي يوسف عليه السلام زيات غمجن وو، نو الله تعالی فرمايي، چي موږ هغه ته وحيي([1]) وکړلې، چي ته انديښنه او غم مکوه، الله تعالی به دي مرستندوی سې، ته به لدغه سختيو او ستونزو څخه خلاص سې، د عزت او وقار ژوند به دي وي او دوی به د خپل دغه ناوړه عمل څخه پداسي حال کي خبر سي، چي دوی به نپوهيږي. همداسي هم سول، دغه وروڼه ئې ورته احتياج سول؛ خو پدې نپوهېدل چي دا يوسف عليه السلام دی او رب العالمين دونه عزت ورکړی دی.

(۱۵) نکته: فساد کوونکي د فساد مختلف پلانونه او دسيسې سره مطرح کوي او هغه وخت اقدام کوي، چي پر يوه خبره ئې اتفاق سي، لکه دلته چي د يوسف عليه السلام وروڼو مختلف نظرونه او پلانونه سره وویل او آخري ئې پر دې اتفاق وکړ، چي يوسف عليه السلام به څاه ته اچوي( اجماع ئې وکړل يعني اتفاق ئې وکړ).

ابن كثير رحمه الله ئې هم دغه اتفاق رانقل کړی دی: او محمد بن إسحاق بن يسار رحمه الله فرمايلي دي، چي د يوسف عليه السلام وروڼو پر داسي يو عمل اجماع او اتفاق وکړ، چي په هغه کي څو عظيم جرمونه سره جمع سوي وه، لکه د صله رحمۍ قطع، د والدينو عقوق، پر کوچني باندي بي رحمي، پداسي حال کي چي يو خو هغه کوچنی وو او بله دا چي هغه هيڅ جرم نه وو کړی، بل ئې پر يو داسي سپين ږيري شخص باندي ظلم وکړی، چي هغه د احترام او عظيمو حقوقو خاوند وو، بل ئې يو ماشوم له پلاره ليري کړ او له ناز او نواز څخه ئې محروم کړ، سره د دې چي پلار له هغه سره زياته مينه لرله او د يوسف عليه السلام ماشومتوب د دې تقاضا کوله، چي د خپل پلار او کورنۍ په مهربان سيوري کي واوسيږي. الله تعالی دي دوی ته مغفرت وکړي، بيله شکه الله تعالی غفور او رحيم دی، پدې کي شک نسته چي هغوی د ډيرو سترو جرمونو مرتکبين سوي دي ([2]).

(۱۶) نکته: د سختۍ وروسته حتمي اساني راځي، لکه څنګه چي يوسف عليه السلام ته زيری ورکول سوی وو، چي هغه به له واقع سوو سختيو څخه خلاصون حاصلوي او د هغه اهل به په عزت او قدرت سره له هغه سره يو ځای کوي.

امام رازي رحمه الله فرمايلي دي، چي د دغي وحيي ګټه او اثر داوو، چي يوسف عليه السلام ته ئې تسکين ورکړ او پر هغه باندي خپل غمونه او مشکلات سپک سول؛ ځکه هغه باور ترلاسه کړی وو، چي له ستونزو خلاصيږي او د ترقۍ ژوند ته رسيږي. دغه وحيي او الهام يوسف عليه السلام ته هغه وخت وسو، چي هغه په څاه کي وو: فَلَمَّا ذَهَبُوا بِهِ وَأَجْمَعُوا أَن يَجْعَلُوهُ فِي غَيَابَتِ الْجُبِّ وَأَوْحَيْنَا إِلَيْهِ لَتُنَبِّئَنَّهُم بِأَمْرِهِمْ هَٰذَا وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ ﴿يوسف: ١٥﴾ .

يوسف عليه السلام ته پداسي ځای کي سکينه حاصله سوه، چي نه ئې پلار او مور ورسره وه، نه ئې عمر دونه وو، چي ستونزي وزغمي، نو دا الهي رحم وو، چي هغه سکون حاصل کړ او څه وخت وروسته د الهي وعدې سره سم د يوسف عليه السلام د وروڼو ظلم رسوا سو.

(۱۷) نکته: څه وخت وروسته الله عز و جل خپله هغه وعده چي څاه ته د يوسف عليه السلام د لويدو پر وخت ئې له هغه سره کړې وه پوره کړه: (وَأَوْحَيْنَا إِلَيْهِ لَتُنَبِّئَنَّهُم بِأَمْرِهِمْ هَذَا وَهُمْ لاَ يَشْعُرُونَ) موږ هغه ته وحي وکړه چي ته به حتمي دوی (ستا وروڼه) ددوی په کارپداسي حال کي خبرکړي چي دوی به اګاهي نلري(چي ته یوسف يې).



[1] : د دغو وحيو په تفسير کي اختلاف دی، ځيني مفسرين وايي، چي ممکن يوسف عليه السلام هم د عيسی عليه السلام او يحيی بن زکريا عليهما السلام غوندي په کوچنيوالي کي نبي سوی وي او حقيقي وحيي ورته سوي وي( فتح القدير). او قرطبي رحمه الله د حسن بصري، امام مجاهد امام ضحاك او امام قتادة اقوال را اخيستي دي، چي هغو فرمايلي دي: الله تعالی يوسف عليه السلام ته هغه وخت نبوت عطا کړی دی، چي هغه د څاه په تل کي تر اوبو لوړ وو.  او ځيني وايي: دا الهامي وحيي دي، لکه  وَأَوْحى رَبُّكَ إِلَى النَّحْلِ"  يعني هغه وحيي چي نبي ته تر بعثت مخکي راځي يا هم د نبي پرته نورو ته راځي الهام بلل کيږي، په زړه کي ئې داسي خبره تيره سي، چي هغه يقين افاده کوي ( تفسير القرطبي، د سورت يوسف د ۱۵ نمبر آيت تفسير).

[2] : تفسير ابن كثير, سورة يوسف، تفسير آيت 15)

Comments

Popular posts from this blog

د پيسو نلرلو او بيکارۍ پر وخت نکاح او واده کول ګټه لري که تاوانونه؟

د مرکه کوونکي ځوان ( خاطب او راتلونکی زوم) لپاره ځيني مهمي لارښووني

د ميرمني د زړه او باور ساتلو رازونه