د تربيې، محيط او نفقې تاثيرات
هيله ده دا ليکنه په غور ولولی او تر نورو ئې ورسوئ!
د انسان په عقيدوي او اخلاقي فساد کي ځيني موارد مستقيم يا غير مستقيم نقش لري:
۱) فاميلي تربيه: ځيني کسان پداسي کورنيو کي زيږيدلي او لوی سوي دي، چي هلته عقيدوي او اخلاقي فساد خپور او عام وي، هيڅ عقيدوي او اخلاقي جرم سور خط نه بلل کيږي، نو د کورنی غړي هم پدغه فساد کي ور کښيوځي؛
۲) فاسد محيط: د چا دوستان، ګاونډيان، ملګري او همکاران، په عقيدوي او اخلاقي فساد کي لويدلي وي، نو دغه شخص هم متاثر سي؛
۳) د رشوت، غلا، فرېب، سود، اختلاس، دهوکې او نورو مالي جرايمو څخه حاصله سوې نفقه:
کوم سرپرستان او مشران چي دغسي حرام عوايد ولري، نو دا نفقه هم د انسان پر عقيده او اخلاقو منفي اثر غورځوي، څوک چي ددغسي نفقې څخه تغذيه کيږي، نو بيله ارادې په عقيدوي او اخلاقي فساد کي لويږي؛
۴) د عقيدوي او اخلاقي مفسدينو لخوا روزنه يا اعاشه: ځيني کسان د فاسد ايمانو او فاسد اخلاقو لخوا روزل کيږي يا په يو ډول له هغه ځايه معاش اخلي، چي دا دواړه حالات په شعوري يا غير شعوري ډول د روزل سوي يا اجير پر عقيده او اخلاقو باندي منفي اثرات اچوي.
ذوالجلال دي ټول بشريت د عقيدوي او اخلاقي فساده خلاص کړي او مقتدر جل جلاله دي مسلمانان له عقيدوي او اخلاقي فساده وساتي.
Comments
Post a Comment