ولي يعقوب عليه السلام خپل زوی يوسف د ناسکه وروڼو سره نه پرېښاوه؟


ولي يعقوب عليه السلام خپل زوی يوسف عليه السلام د ناسکه وروڼو سره نه پرېښاوه، چي ميلې ته ورسره ولاړ سي؟
دغه ځواب د دغه مبارک آيت په ترجمه او تفسير کي ترلاسه کولای سئ. 

قَالَ إِنِّي لَيَحْزُنُنِي أَنْ تَذْهَبُوا بِهِ وَأَخَافُ أَنْ يَأْكُلَهُ الذِّئْبُ وَأَنْتُمْ عَنْهُ غَافِلُونَ ﴿يوسف: ۱۳﴾

ژباړه: (يعقوب عليه السلام ) وويل زه پدې غمجن کيږم، چي هغه ستاسو سره ولاړسي او پر دې بيريږم، چي شرموښ به هغه وخوري او تاسو به په ناخبره ياست.

يعقوب عليه السلام د يوسف عليه السلام سره خپل محبت هغوی ته ښه ښکاره کړ، چي د هغه بيلتون نسي زغملای او بله دا چي تاسو به د هغه په اړه غفلت وکړئ او شرموښ به ئې درڅخه وخوري.

د يعقوب عليه السلام لخوا د يوسف عليه السلام د وروڼو سره د هغه د وتلو د منعي سببونه:

لومړی سبب: د يوسف عليه السلام د بيلتانه او جلا کيدو وو؛ ځکه يعقوب عليه السلام يو ګړی هم د هغه ليريوالی نسو زغملای: قَالَ إِنِّي لَيَحْزُنُنِي أَن تَذْهَبُوا بِهِ ﴿يوسف: ١٣﴾. يعقوب عليه السلام وويل: زه په يقيني ډول پدې غمجنيږم، چي هغه راڅخه بوځئ. لدغه خبري څخه واضحه ده، چي يوسف عليه السلام پر خپل پلار باندي زيات ګران وو، هغه نه غوښتل چي يو ګړی هم يوسف عليه السلام ورڅخه ليري وي.

دوهم سبب: د زامنو پر غفلت بيريدی، چي هغوی به په لوبو مصروف سي او يوسف عليه السلام به يوازي وي او شرموښ يا بل څيرونکی حيوان به هغه ته ضرر ورسوي: وَأَخَافُ أَن يَأْكُلَهُ الذِّئْبُ وَأَنتُمْ عَنْهُ غَافِلُونَ ﴿يوسف: ١٣﴾ او زه بيريږم، چي شرموښ به هغه وخوري او تاسو به له هغه څخه غافل ياست.

 د دغو خبرو څخه د يعقوب عليه السلام فطانت او خاص ذکاوت معلوميږي؛ ځکه لومړی ئې خپل محبت اظهار کړ، چي يوسف عليه السلام پر ګران دی او نه غواړي، چي ورڅخه ليري سي او که ئې ورسره ملګری کړي، نو دا پدې معنی ده چي دا نور زامن هم پر ګران دي او په هغو باور کوي؛ خو تر څنګ ئې خپله انديښنه هم څرګنده کړه، چي ستاسو د غفلت په نتيجه کي به هغه ته ضرر ورسيږي. دلته نو زامن متوجه کوي، چي بايد احتياط وکړي.

(۱۴) نکته: کله چي يو انسان په مقابل طرف باور نلري، نو خپله ويره او انديښنه دي پداسي ډول نه ورته وايي، چي هغوی ته د حجت تلقين وسي او بيا ئې د حجت لپاره وکاروي، لکه يعقوب عليه السلام چي ورته وويل (قَالَ إِنِّي لَيَحْزُنُنِي أَن تَذْهَبُواْ بِهِ وَأَخَافُ أَن يَأْكُلَهُ الذِّئْبُ وَأَنتُمْ عَنْهُ غَافِلُونَ 13) زه پدې زیات غمجنيږم، چي تاسو دی درسره بوځئ، او پر دې هم بيريږم چي شرموښ به يې در څخه وخوري او تاسو به ور څخه غافل ياست. دلته درې نکتې د زيات غور وړ دي، يوه دا چي يعقوب عليه السلام کرکه وکړله، هماغسي پيښه هم سوه؛ ځکه کرکه يا منفي پيشبيني کول د منفي حادثې سبب کيدلای سي. دوهمه نکته داده، چي يعقوب عليه السلام خپل زوی يوسف عليه السلام ته د احتمالي پيښيدونکي خطر انديښنه پداسي طريقه څرګنده کړله، چي زامنو ئې د دښمنۍ انګېزه وانه خيسته؛ يعقوب عليه السلام ورته وايي، چي ممکن ستاسو په غفلت کي يوسف عليه السلام شرموښ درڅخه وخوري. درېيمه نکته داده، چي دغسي منفي انګيرنه مقابل اړخ ته حجت تلقينوي، لکه د يوسف عليه السلام وروڼو چي لدې انګيرني څخه ناوړه استفاده وکړه او وئې ويل: موږ يوسف د خپلو سامانونو سره پريښاوه او هغه شرموښ وخوړ.

Comments

Popular posts from this blog

د پيسو نلرلو او بيکارۍ پر وخت نکاح او واده کول ګټه لري که تاوانونه؟

د مرکه کوونکي ځوان ( خاطب او راتلونکی زوم) لپاره ځيني مهمي لارښووني

د ميرمني د زړه او باور ساتلو رازونه