تر نکاح مخکي د هلک او نجلۍ کوم معلومات بايد وسي؟

 د نکاح لپاره


د هلک او نجلۍ کوم معلومات بايد وسي:

۱)سن: يو د بل له سن څخه خبر وي، که هلک يا خاطب تر مخطوبې يو څه مشر وي، مشکل نسته؛ خو مخطوبه بايد مشره نه وي؛ ځکه ښځه د مختلفو عواملو په اساس ژر زړيږي، نو خاوند بلي نکاح ته مجبوريږي، چي هغه د دواړو ژوند ور نا آرامولای سي.

۲)زده کړي: يو د بل له زده کړو څخه بايد خبر وي. بله دا چي باسواده شخص ته نه ښايي، چي مطلق بيسواده نجلۍ وغواړي؛ ځکه په مفاهمه کي مشکل ايجاديږي؛ خو که نجلۍ باسواده وي او هلک بيسواده وي، دونه مشکل نلري؛ ځکه د اکثرو باسواده نجونو د ژوند جوړولو تکتيکونه زده دي، د مفاهمې مشکل هم نه ايجاديږي او د اولادونو ښه پالنه هم حتمي او ممکن ده او د کور ښه انتظام هم کولای سي، حتی ځيني باسواده ميرمني دا صلاحيت لري، چي خاوند هم څه ناڅه باسواده کړي، پداسي حال کي چي باسواده نارينه نسي کولای، چي خپله ميرمن باسواده کړي. لږه استثناء به وي؛ خو هغه مد نظر نه نيسو.

۳) مزاج او عادات: هر اړخ بايد د مقابل اړخ مزاج او د کورنۍ دستورورنه او رواجونه معلوم کړي، تر څو دا تصميم ونيسي، چي ښه ژوند سره کولای سي، که يه؟

Comments

Popular posts from this blog

د پيسو نلرلو او بيکارۍ پر وخت نکاح او واده کول ګټه لري که تاوانونه؟

د مرکه کوونکي ځوان ( خاطب او راتلونکی زوم) لپاره ځيني مهمي لارښووني

د ميرمني د زړه او باور ساتلو رازونه