تر نکاح وروسته ناوړه رواجونه څه تاوان لري؟

 


تر نکاح وروسته ناوړه عرفونه:

تر واده مخکي، په واده کي يا تر هغه وروسته ځيني عرفونو داسي بڼه غوره کړې ده، چي خلک ئې پر ځانونو لازم ګڼي او که ئې پريږدي، نو په کور يا بهر کي له پيغورونو سره مخ کيږي، حتی ځيني عرفونه د نکاح او کله کله د واده د ځنډ سبب سي، ممکن د ځيني فاميلونو په وسع پوره وي؛ خو د هغو خلکو چي په وسع ئې نه وي پوره، نو په دوو حالتونو کي به حيران وي: يا به قرضونه کوي او دغه عرفونه به پر ځای کوي، يا به د خلکو پيغورونه زغمي.

ځيني فاميلونه داسي دي، چي ولورونه پر باندي وي، هغه نه اداء کوي، د ناوي کور ته جوړې او سوغاتونه وروړي، ښه داده چي زوم او د هغه کورنۍ چي ولور پر باندي وي، هغوی دي د سوغاتونو او تحفو پر ځای ولور اداء کړي؛ ځکه د ولور اداء کول واجب او د تحفو ورکول نفلي عمل دی.

Comments

Popular posts from this blog

د پيسو نلرلو او بيکارۍ پر وخت نکاح او واده کول ګټه لري که تاوانونه؟

د مرکه کوونکي ځوان ( خاطب او راتلونکی زوم) لپاره ځيني مهمي لارښووني

د ميرمني د زړه او باور ساتلو رازونه