د اولادونو د نکاح پر وخت د هغوی ناخبري او ناخوښي څه عواقب لري؟


 زموږ په ټولنه کي داسي کسان سته، چي د موافقې پرته ئې کوزده سوې ده، هغو ځانوژنې کړي دي، طلاقونه خو هره ورځ واقع کيږي.

په پښتني فاميلونو کي اکثره کورني جنجالونه لدغه سببه دي، چي نجلۍ او هلک ناخبره وي يا ئې هم تر منځ کفائت نه وي او بيله مشورې ئې نکاحوي سوي وي.

د کورنۍ غړي مختلف مزاجونه لري، مور د خپل مزاج مطابق نجلۍ غواړي، خو د زوی ئې جلا مزاج وي.

پلار خپله لور داسي چاته ورکوي چي د ده پر مزاج برابر وي، خو د لور مزاج ئې جلا وي.

نجلۍ انسان دی، جنس ندی، چي پلرونه ئې د خپلي خوښي مطابق خرڅوي، هر پلار او سرپرست دا مسئوليت لري، چي د هغې مصلحتونه، نظر او ګټي په نظر کي ونيسي.

پلار، مور او مشران وروڼه پدې خوشاليږي چي لور او خور ئې خوشاله ژوند ولري، نو د دغه خوشالۍ لاره او اسباب بايد معلوم او انتخاب کړي.

د نجلۍ سر پرست بايد د خطبې(مرکې) پر وخت نجلۍ د هلک له وضعيت او صفاتو څخه خبره کړي او قاطع مشوره ورسره وکړي.

همداسي د هلک مشران بايد هلک ته پوره معلومات ورکړي او وپوښتل سي.

نو په کار ده، چي د نکاح اړوند زيات دقت او احتياط وکړئ، ځکه نکاح هغه دائمي عقد دی، چي د زوجينو او د هغوی د کورنيو د دنيوي او اخروي نيکمرغيو يا بدمرغيو اساسي سبب جوړېدلای سي.

 د کورنيو مشران دي خپل مزاج، اړيکي او رفاقت معيار نه ګرځوي!.

Comments

Popular posts from this blog

د پيسو نلرلو او بيکارۍ پر وخت نکاح او واده کول ګټه لري که تاوانونه؟

د مرکه کوونکي ځوان ( خاطب او راتلونکی زوم) لپاره ځيني مهمي لارښووني

د ميرمني د زړه او باور ساتلو رازونه