زموږ په ټولنه کي د نکاح او واده اړوند ځيني ځوروونکي او د بدو عواقبو لرونکي عرفونه او ناخوالي

 زموږ په ټولنه کي د نکاح او واده اړوند ځيني ځوروونکي او د بدو عواقبو لرونکي عرفونه او ناخوالي:
1)  په اکثره پښتني کورنيو کي هلک او نجلۍ ته د خپلو غوښتنو او ارادو د اظهار حق نه ورکول کيږي، حتی د هغوی په اړه د ستر تصميم (نکاح) پر وخت هم هغوی نه پوښتل کيږي. که ځيني وخت هغوی د مداخلې هڅه وکړي، نو فاميل او دوستان د بي حيايي نسبت ورته کوي.

دغه فاميلي دکتاتوري اکثره وخت د خورا لوی ناورين سبب سي. له داسي واقعې څخه هم خبر يم، چي پلار او مور زوی ته د هغه د انکار په صورت کي ښځه ورغواړي. واده ترسره کيږي، زوم په لومړۍ شپه خپلي ناوي ته وايي، ته تر مرګه زما خور يې! درې کاله سره تيروي، نجلۍ د شرم لامله خپل مور او پلار نه خبروي، يا توقع لري، چي دا مشکل به حل سي؛ خو درې کاله وروسته خبره افشاء کيږي او نجلۍ په ژړا د مور کور ته ځي او بيا څوک له هغې سره د نکاح لپاره زړه نه ښه کوي....

دغسي بي تدبيره پلار او مور د خپل زوی او هغي مسلماني نجلۍ ژوند ور خراب کړی دی.

پکار داده چي هره کورنۍ پخپلو چارو کي خپلمنځي مشورې ولري. يو دبل نظرونه واوري، دلائل سره ووايي او د حاکميت پر ځای د صميميت فضاء را منځته کړي او د تحميلي نظرونو څخه ډډه وسي.

2)  ځيني خلک خپلي خوندي يا لوڼي په لوړو ولورونو ورکوي او د جهيز په نوم غير ضروري اجناس ورته رانيسي، چي اکثره داسي جنسونه وي، چي د زوم په کور کي موجود وي. يا ئې هغوی د ايښوولو ځای نلري، يا داسي شيان ورته رانيسي، چي هغوی اړتيا نه ورته لري او تر واده وروسته ئې له مجبوريته د خرڅولو کوښښ کوي، پداسي حال کي چي په هغه قيمت نه خرڅيږي، چي په رانيول سوي وي.

3)  ډيرو بيوزلو خلکو ته ئې درانه ولورونه او مهرونه ايښي وي او په کلونو کلونو هغوی د مهر تاديه کولو وسع نلري، په قرضونو او صدقاتو مهر تاديه کړي، دوی په واده کي موټرسايکل ورکړي، هغه يو زوړ موټرسايکل لري، نو د قرضونو له وجهي تر واده وروسته نوی موټرسايکل خرڅ کړي او د قرض څه برخه په ادا کړي.

ښه داده چي لږ ولور او مهر واخلي او د ضرورت په اندازه جنسونه ورته واخلي، پاته پيسې نجلۍ ته تر واده وروسته ورکړي. هغه پخپل کور کي د اړتياوو تر محسوسولو وروسته هرشی رانيولای سي او دا به د هغوی د اړيکو د لا خوږوالي سبب هم سي او بيله اړتيا شی به ئې هم نه وي رانيولی او د نجلۍ پلرګنۍ به هم په ناوړو نومونو نه ياديږي، چي لوړ مهر ئې اخيستی دی، يا ئې بيله اړتيا جنسونه ورته رانيولي دي.

4)  بله ناخواله په وړکتوب کي د لوڼو يا خوندو نامزادول دي، چي دا ډير شرعي، فاميلي او تولنيز ضررونه لري. له دواړو اړخونو څخه ارادې او اختيارات سلب سوي دي. که تر بلوغ وروسته ئې مزاجونه او نور د کفائت موارد سره مخالف وه، نو ښه ژوند نسي سره کولای او تر ټولو بده لا داده، چي دغسي دوستان اکثره وخت د لوڼو او زامنو تر بلوغ وروسته سره خوابدي سي، حتی په شخړو او دښمنيو سره واوړي، چي د هغوی ودونه هم د ښادۍ پر ځای په غمجن وضعيت کي ترسره سي، حتی تر واده وروسته د دواړو کورنيو غړي يو د بل کورونو ته نه ورځي يا نه ورپريښوول کيږي.

5)  بله ناخواله داده، چي ځيني مشران د خپلو لوڼو، خوندو، زامنو او کشرانو له خوښۍ او مشورې پرته نکاح او واده کوي، چي ښه عواقب نلري.

6)  بله ناخواله داده، چي ځيني خلک په شغار يا موخۍ سره دوستۍ کوي، يو طرف هم لور يا خور ورکړي او هغه بل طرف هم خور يا لور ورکړي، پداسي حال کي چي رسول اکرم صلی الله عليه وسلم د شغار نکاح منع کړې ده او فرمايلي ئې دي، په اسلام کي شغار نسته([1]). د دغو حديثونو په اساس جمهورو فقهاوو د شغار نکاح باطله ګڼلې ده؛ ځکه انسانان متاع او جنسونه ندي، چي سره بدل سي؛ خو د حنفي مذهب فقهاء وايي، چي د شغار په نکاح کي فاسد شرط شامل دی، چي هغه ئې د منعي سبب دی، د يوې ميرمني د بضعې مهر بله ښځه ټاکل سوې ده، د دې لپاره چي هغه د منعي علت موجود نسي، نو د هرې ميرمني لپاره دي مهر مثل تعين سي، تر څو د شغار د نکاح له حکم څخه ووځي([2]). لومړی خو دغسي دوستۍ ښه نتايج نلري، که ئې بيا هم څوک کوي او هرې نجلۍ ته جلا مهر کښيښوول سي. که د يوې نجلۍ کورنی ژوند خراب وو، نو هغه خپله پلرګنۍ په جريان کي اچوي او هغوی د خپلي لور انتقام له مږور څخه اخلي، چي ممکن هغه په هيڅ هم نه وي خبره او د بل چا د جرم سزا زغمي، نو ښه داده، چي لدغسي نکاحوو څخه هم ډډه وسي.



[1]: عَنِ ابْنِ عُمَرَ أَنَّ النَّبِىَّ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ « لاَ شِغَارَ فِى الإِسْلاَمِ ». صحيح مسلم، کتاب النکاح، باب تحريم نكاح الشغار وبطلانه. و سنن الترمذي، سنن النسائي، و سنن ابن ماجة،  کتاب النکاح، باب ما جاء في النهي عن نكاح الشغار. و مسند احمد، مسند عبد الله بن عمر رضي الله عنه.

[2]: ألفقه الاسلامي و أدلته، القسْمُ السَّادسُ: الأحوال الشّخْصيَّة، البَاب الأوَّل: الزّواج وآثاره المبحث الأول ـ المهر وأحكامه: شروط المهر أو ما يصلح أن يكون مهراً وما لا يصلح: باب ولا يصح نكاح الشغار). و نقل الموسوعة الفقهية -  رد المحتار على الدر المختار 2 / 332 - 333 ، وتبيين الحقائق وبهامشه حاشية الشلبي 2 / 145 ، وانظر فتح الباري شرح صحيح البخاري 9 / 163 – 164).

Comments

Popular posts from this blog

د پيسو نلرلو او بيکارۍ پر وخت نکاح او واده کول ګټه لري که تاوانونه؟

د مرکه کوونکي ځوان ( خاطب او راتلونکی زوم) لپاره ځيني مهمي لارښووني

د ميرمني د زړه او باور ساتلو رازونه