د يوسف عليه السلام مستند ژوند او د يوسف سورت پنځه جالبي نکتې (د يوسف سورت د څلورم او پنځم آيات ترجمه او تفسير)
إِذْ قَالَ يُوسُفُ لِأَبِيهِ يَا أَبَتِ إِنِّي رَأَيْتُ أَحَدَ عَشَرَ كَوْكَبًا وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ رَأَيْتُهُمْ لِي سَاجِدِينَ ﴿يوسف: ٤﴾.
ژباړه: او در ياد کړه،
هغه وخت چي يوسف خپل پلار ته وويل، چي اې پلارجانه! ما خوب وليد، چي يوولس ستوري، لمر او سپوږمۍ مي
داسي وليدل، چي ماته سجده کوونکي وي.
الله تعالی رسول اکرم
صلی الله عليه وسلم ته فرمايي، چي خپل قوم ته د يوسف عليه السلام قصه وکړه، چي هغه
خپل پلار ته وايي، چي ما يوولس ستوري، لمر اوسپوږمۍ په خوب کي وليدل، چي ماته سجده
کوي.
يعقوب عليه السلام د
خپل زوی د خوب تعبير داسي وکړ، چي ته به د ډير عزت او مقام خاوند سې، له لمر او
سپوږمۍ څخه ئې د يوسف عليه السلام مور او ځان او له ستورو څخه ئې د يوسف عليه
السلام وروڼه مراد کړل، او سجده ئې په درناوي تعبير کړه، چي ټول به ستا درناوی او
احترام کوي.
که څه هم د يوسف عليه
السلام دغه خوب په ظاهره د هغه د ستړياوو او اذيت سبب سو؛ خو په حقیقت کي دغه خوب
د هغه د دنيا او آخرت د ترقۍ پيلامه سو.
د الله تعالی عجيب سنت او قوانين دي، چي کله د يو بنده لوړيدل وغواړي، نو هغه په ستونزو کي واچوي، هغه ښه پوخ کړي، وروسته ئې لوړ کړي. د قصې په جريان کي به د يوسف عليه السلام د ژوند ژوري او لوړي ولولو ان شاء الله.
قَالَ
يَا بُنَيَّ لَا تَقْصُصْ رُؤْيَاكَ عَلَىٰ إِخْوَتِكَ فَيَكِيدُوا لَكَ كَيْدًا
إِنَّ الشَّيْطَانَ لِلْإِنسَانِ عَدُوٌّ مُّبِينٌ ﴿يوسف: ٥﴾
ژباړه: (يعقوب عليه
السلام) وويل اي زويکيه د خپل خوب قصه دي خپلو وروڼو ته مکوه، هسي نه چي يو چم
درته جوړ کړي؛ ځکه شيطان د انسان ښکاره دښمن دی.
يعقوب عليه السلام پر
دې وبيريدی، که يوسف عليه السلام خپلو وروڼو ته د خپل خوب قصه وکړي، ممکن هغوی د
حسد لامله د هغه د هلاکت لپاره يوه دسيسه جوړه کړي، نو ځکه ئې ورته وويل، چي د خوب
قصه دي يوه ورور ته هم مه کوه. بله ئې دا انګيزه ورکړه، که دي وروڼو کومه دسيسه
درته جوړوله، نو دسيسې او چمونه د شيطان پلانونه دي؛ ځکه هغه د انسان ښکاره دښمن
دی، هغه د انسانانو د ګمراه کولو او خپلمنځي دښمنيو لپاره هيڅ موقع او فرصت له
لاسه نه ورکوي او نه هم د ستړيا احساس کوي؛ ځکه هغه د بشريت دښمني پر ځان لازمه
کړې ده.
لومړۍ (۱) نکته: د اولادونو وړتياوي تشخيصول او هغوی په
خبرول.
د پلار لخوا اولادونو ته د تربيت تعاهد او هغه ځوی چي
پلار ئې خاص استعداد محسوسوي، نو ځانګړې توجه ورته کوي؛ ځکه په کوم ماشوم کي چي د
ستر توب نښی وليدل سي، هغه ستر شخص جوړيږي.
(۲) نکته: رښتينی خوب الهي نعمت دی.
ځيني مؤمنان الله تعالی
له رښتينو خوبونو څخه برخمن کړي وي، چي له دې جملې څخه د يوسف عليه السلام خوب هم
حق او رښتينی وو، نو ځکه ئې پلار چي د الله جل جلاله جليل القدر پیغمبر وو، خپل
زوی ته توصيه کوي چي وروڼو ته دي خپل خوب نه وايي([1]).
(۳) نکته: د خاصو
مصلحتونو پر بنسټ د نعمت پټول جائز دي.
ددې څخه دا حکم هم
راوځي، چي ديوه خاص مصلحت له مخي د نعمت پټول جائز دي؛ ځکه داسي خوب ليدل د الله
جل جلاله عظيم نعمت دی؛ خو پلار ئې ورته وايي چي دغه نعمت پټ کړه! او حکمت ئې هم
ورته وايي، چي وروڼه به دي يو چم درته جوړ کړي، نو که د الله عزوجل د نعمت اظهارول
د حاسد لخوا د ضرر رسولو سبب کېدی، نو ښه دی چي نعمت پټ سي. او که د حاسد د ضرر څخه امن موجود وو، نو بيا دي د
نعمت اظهار وسي، له همدې امله يعقوب عليه السلام خپل زوی يوسف عليه السلام منع کړ،
چي خپل خوب دي وروڼو ته مه وايه، يعني ممکن هغوی د حسد له وجهي تاته ضرر ورسوي([2]).
(۴) نکته: د مسلمانانو تر منځ د کرکي د مخنيوي اسباب
کارول.
شيطان د وروڼو منځ ته داخليدلای سي، خو پلار ئې مخکي لا
د شیطان یادونه ورته وکړه چي که چم جوړیدی هم د شیطان لخوا جوړیږي؛ ځکه هسي نه چي
د هغو له چم څخه مخکي دده د خپلو وروڼو څخه کرکه وسي،رښتيا هم شیطان د ځيني بدبختو
وروڼو په زړونو کي د نورو وروڼو په مقابل کي بغض ايجادوي او آخر ئې دښمني يا حد
اقل نفرت منځ ته راځي.
(۵) نکته: د اولادونو تر منځ عدالت کول.
پر پلار دا لازمه ده چي د اولادونو تر منځ تر ممکنه حده
د عدالت څخه کار واخلي که ئې کوم ولد د خاصي اعتناء مستحق وو نو هغه اعتناء دي تر
خپله وسه پټه کړي، تر څو د اولادونو تر منځ ئې د کرکي فضا حاکمه نسي، له همدې امله
يعقوب عليه السلام دغه قاعده په پام کی نیولي وه([3]).
[1] : ابوسعيد الخدري رضي الله عنه روايت کوي، چي ما د
رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اوريدلي دي، هغه فرمايلي دي، چي صالح خوبونه د
نبوت شپږڅلويښتمه برخه ده. (صحيح البخاري، کتاب التعبير، باب الرؤيا الصالحة جزء
من ستة وأربعين جزءا من النبوة). يوسف عليه السلام هم دغسي خوب وليدی او رښتيا هم
سو.
[2] : د دې لپاره د رسول الله صلی الله عليه وسلم دغه مبارک قول دليل
دی، چي فرمايلي ئې دي: د اړتياوو د پوره کولو لپاره د هغوی په پټولو کي مرسته
وغواړئ؛ ځکه هر د نعمت څښتن محسود دی (المعجم الكبير للطبراني ج:4، ح: (16609). (
السلسلة الصحيحة / ج 3 / ص 436 / ح 1453 ).
[3]
: نعمان
بن بشير رضي الله عنه يوه ورځ پر منبر وويل، چي زما پلار بشير رضي الله عنه
ماته يوشی هبه کړ، زما مور ( عمرة بنت رواحة) وويل زه تر هغه وخته پوري دغه ډالۍ
نه منم، چي رسول الله پر شاهد نسي. زما پلار رسول اکرم صلی الله عليه وسلم ته
ورغلی او هغه ته ئې وويل، چي ما خپل زوی ته چي د عمرة بنت رواحة څخه دی، هبه وکړه،
هغې زه پدې امر کړم چي اې د الله رسوله، چي تا پر دغه ډالۍ شاهد کړم. رسول اکرم
صلی الله عليه وسلم زما پلار ته وويل: ايا خپلو ټولو اولادونو ته دي دغسي هبې
ورکړي دي. زما پلار ورته وويل، يه. رسول اکرم صلی الله عليه وسلم ورته وويل: د
الله تعالی څخه وبيريږئ او د اولادونو تر منځ عدالت کوئ، نعمان بن بشير رضي الله
عنهما فرمايي، چي زما پلار بيرته هغه هبه راڅخه واخيسته.( صحيح البخاري، کتاب الهبة وفضلها والتحريض
عليها، باب الإشهاد في الهبة / ح 2447).
أحسن القصص ۲۳ مخ

Comments
Post a Comment