تر نکاح مخکي معيارونه ټاکل پکار دي او تلوار ندی پکار

 


په نکاح او واده کي تلوار نه کول:

د ځيني مجردانو او کورنيو ئې کوزدې ته تلوار وي. ښه خبره داده، چي هر څوک لومړيتوبونه په نظر کي ونيسي او د‌ هغه مطابق اقدام وکړي.

 تر نکاح مخکي پکار ده، چي هلک او نجلۍ ضروري علوم زده کړي، چي د ايمان او عقيدې علوم، د عباداتو اساسي حکمونه، د اخلاقو اساسات او ځيني نور هغه ضروري علوم، چي د عادي ژوند په بهير کي پکاريږي؛ ځکه بیسواده انسان د ځان او نورو د اوږو بار کېدلای سي.

تر ضروري علومو او درسونو وروسته هلک داسي کار او کسب زده کړي، چي له اقتصادي لحاظه ئې پر ځان تکيه وي او هغه حاصل سوی علم يي په هر کسب او کار کي په درد خوري.

ځيني ځوانان علم او کسب نلري او واده کوي، لږ وخت وروسته د خپل کور اړتياوي نسي پوره کولای، نتيجه ئې د کورني ژوند پريشاني وي.

 نجلۍ هم بايد‌ د ضروري علومو تر زده کړې وروسته داسي څه زده کړي، چي د خاوند‌ په کور کي ورته سالم مصروفیت وي. د اکثرو کورنيو جنجالونه د ښځو د وزګارتيا څخه وي؛ ځکه اشپزي، د کور صفايي او نور ضروري کارونه په ټوله ورځ کي دوه ساعته وخت نه نيسي، نو پاته وخت يي عبث تيريږي.

که نجلۍ موقع او امکانات ولري، نو اضافه علوم دي هم زده کړي؛ ځکه عالمه ښځه د خپل خاوند او د‌ هغه له‌ کورنۍ سره د مفاهمې په ستونزه کي نه واقع کيږي، د پوهي او ګټوري مطالعې په ذريعه له کور څخه ښوونځی جوړولای سي، خپل اولادونه ښه روزلای سي، د ځان او نورو حقوق او وجيبې زده کولای او پېژندلای سي. د مياشتنيو او نورو ورپيښو ناروغيو حکمونه کتلای او معلومولای سي. د بي علمه او علم لرونکو اشخاصو په فهم او درک کي لوی توپيرونه سته.

نو د ژوند لومړيتوبونه معلوم کړئ او د‌ هغو په نظر کي نيولو سره اقدام وکړئ، د نکاح اړوند عجله او تلوار کول مو پښيمانوي!

تر نکاح مخکي معيارونه ټاکل پکار دي!

ځيني ځوانان يا ځواناني د مقابل اړخ لپاره لوړ شرطونه او معيارونه ږدي؛ خو په دوی کي هغه شرطونه شتون نلري، د بيلګي په توګه بدرنګه شخص د ښايسته شخص تلاښ کوي، بيسواده شخص د باسواده شخص تلاښ کوي، بيوزله شخص د شتمن شخص تلاښ کوي....

دا ښه فکر ندی، بلکي بهتره داده، چي خپل صفتونه او ځانګړتياوي يادداښت کړي او تر هغه وروسته د مقابل اړخ لپاره داسي معيارونه وټاک ل سي، چي د دوی سره ئې ځانګړتياوي يو شان وي، يا حد اقل سره نژدې وي. د مقابل اړخ لپاره داسي شرطونه مه معياروئ، چي په تاسو کي د هغو معيارونو سره برابر صفات او ځانګړتياوي نه وي؛ ځکه لومړی خو داسي څوک په اسانۍ نه موافق کيږي، چي تر تاسو ډير ښه وي. که بالفرض موافق هم سي، نو په وروسته ژوند کي ممکن ستونزي ايجاد سي.

نو ښه دادی چي په اکثرو صفاتو او ځانګړتياوو کي مطابقت يا سره نژدېوالی موجود وي، په هغه اساس معيارونه وټاکئ او تر هغه وروسته ئې د خپلي کورنۍ له مشرانو سره شريک کړئ، چي پر دغه معيارونو برابره ميرمن غواړم.

د کورنيو مشرانو!

د‌ خپلو ذوقونو او غوښتنو په خاطر د خپلو اولادونو ژوند مه تخريبوئ!

د ډيرو کورنيو مشران د دې لپاره خپلو کوچنيو زامنو او لمسيانو ته ودونه کوي، چي اوس لا موږ ژوندي يو، ښه دی، چي ودونه ورته وکړو، ميندي هم دغه وايي چي د‌ مږور ارمان لرم او نور مي د ځان هوساینی وخت دی، تر څو به د کور په کارونو کي لوېدلې يم، پدغسي فکر د زوی او لمسي ژوند ته اور واچوي او پداسي وخت کي واده ورته کوي، چي يو خو د هغه سن او عمر د واده او انتخاب لپاره مناسب نه وي، بل هغه د ميرمني او خسرګنۍ سره په اړيکو او مناسباتو نپوهيږي او بله دا چي عوائد نلري، چي د ځان، خوني او ميرمني اړتياوي او غوښتني په پوره کړي.

همداسي د لوڼو او لمسيانو په باره کي هم دا مفکوره عامه ده، چي اوس لا موږ ژوندي او پر غړو ولاړ يو، لور او لمسۍ به ورکړو، سبا به د وروڼو پر جنګ وي، يو به يي يوه ته ورپه نکاح کول غواړي او بل به ئي بل ته، نو کوچنۍ لور او لمسۍ په نکاح ورکړي، د هغې ژوند ور تباه کړي.

د خپلو زامنو او کشرانو اړوند مناسب تصميم دادی، چي هغو ته ضروري تعليم ورکړل سي، وروسته تجارت، کسب او حرفه ور وښوول سي، تر هغه وروسته د هغه په خوښه او مشوره نکاح ور وکړل سي.

د لوڼو او خوندو اړوند مناسب تصميم دادی، چي هغو ته ضروري تعليم ورکړل سي، د مسلکي ښځو لخوا د ضرورت وړ چاري( اشپزي، خياطي.....) ورته وښوول سي، وروسته د هغې په مشوره او خوښه په نکاح ورکړل سي.

Comments

Popular posts from this blog

د پيسو نلرلو او بيکارۍ پر وخت نکاح او واده کول ګټه لري که تاوانونه؟

د مرکه کوونکي ځوان ( خاطب او راتلونکی زوم) لپاره ځيني مهمي لارښووني

د ميرمني د زړه او باور ساتلو رازونه