د يوسف عليه السلام مستند ژوند او د يوسف سورت جالبي نکتې پنځمه برخه (د يوسف سورت د لومړي او دوهم آيات ترجمه او تفسير )


 د سورت تفسير:

(الر تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ الْمُبِينِ ﴿يوسف:۱﴾

ژباړه: الر( الله تعالی ئې په مراد پوره پوهيږي)  دغه  د پوره بيانوونکي کتاب اياتونه دي.

دلته الله جل جلاله اياتونه، هغه ستر کتاب (قرآن کريم) ته منسوب کړل او قرآن کريم ئې واضحوونکی او څرګندوونکی کتاب وباله، يعني د بشر د هدايت لپاره د قرآن کريم اياتونه او د هغه معناوي په واضحه او څرګنده توګه بيان کړي او تفسير کړي دي، تر څو انسان د دين په حقيقتونو ځان پوه کړي او هدايت ورڅخه حاصل کړي.

د بيان او وضاحت له جملې څخه يو دادی، چي قرآن کريم ئې په عربي ژبه نازل کړی دی([1])، چي په ټولو ژبو کي اشرفه او بشپړه ده. او د قرآن کريم په مقاصدو او تعبيراتو هغه څوک پوره پوهيږي، چي سالم عقل ولري([2]) يعني د دې لپاره مو په عربي ژبه نازل کړی دی، چي تاسو ئې حدود، اصول، فروعات، اوامر او نواهي پوره وپيژنئ.

إِنَّا أَنزَلْنَاهُ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لَّعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ ﴿يوسف: ٢﴾

ژباړه: بيله شکه موږ دغه قران په عربي نازل کړی دی، ښايي تاسو په پوه سئ.

الله جل جلاله په لومړي ايت کي د اياتونو اضافت او نسبت قرآن کريم ته وکړ او قرآن کريم ئې واضحوونکی او څرګندوونکی کتاب وباله. پدغه آيت کي الله تعالی د قرآن کريم نور هم توصيف کوي، چي په عربي ژبه مو نازل کړی دی، تر څو تاسو ښه تدبر پکښي وکړئ او صحيح فهم ځني واخلئ؛ ځکه عربي ژبه فضيلت لرونکي او د قرآن ژبه ده. حافظ ابن کثير رحمه الله په خپل تفسير کي ليکلي دي: او دغه عربي ژبه ډيره فصيحه، واضحه، پراخه او د ډيرو لغتونو او معناوو لرونکو ژبه ده، له همدې امله الله تعالی هغه ډير شريف کتاب، د ډيرو شريفو ملايکو په ذريعه پر ډير شريف رسول باندي، د مځکي ډيري شريفي برخي ته په ډيره شريفه ژبه نازل کړی دی. او د دې ستر کتاب د نزول شروع په ډيره شريفه مياشت کي سوې ده، چي هغه د رمضان مياشت ده، نو له هره اړخه پوره او بشپړ کتاب دی([3]).

له { لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ } څخه دا مراد او تعبير هم اخيستل کېدلای سي، چي د قرآن کريم په شريفو او عالي اياتونو او معناوو کي پوره تدبر او فکر کول عقل زياتوي او ذهن قوي کوي. او بله نکته داده، چي د { لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ } له ذکر څخه د عقل ارزښت ته هم اشاره ده: عقل هغه صفت او قوه ده، چي انسان ئې په ذريعه سره شيان پيژني او د شيانو تر منځ تميز په عقل کيدلای سي. انسان پخپلو دنيوي چارو کي عقل ته اړتيا لري او انسان له هغو کړنو څخه منع کوي، چي د انسان له شانه سره نه ښايي. له همدې امله د حيوان د کنټرول آلې ته عقاله ويل کيږي ([4]).

بيله شکه چي قرآن کريم هغه چاته د هدايت او لارښوونو وړ کتاب دی، چي څوک عقل ولري او له تدبر څخه کار واخلي، هغوی به خلاصون حاصل کړي او له ګمراهۍ څخه به وژغورل سي.



[1] : إِنَّا أَنزَلْنَاهُ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لَّعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ ﴿يوسف: ٢﴾.

[2] : لَّعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ ﴿يوسف: ٢﴾

[3] : تفسير بن کثير، تفسير سورة يوسف آية (۲).

[4] : عقاله هغه رسۍ ده، چي اوښ په ګونډه کيږي.
أحسن القصص کتاب ۱۴ مخ

Comments

Post a Comment

Popular posts from this blog

د پيسو نلرلو او بيکارۍ پر وخت نکاح او واده کول ګټه لري که تاوانونه؟

د مرکه کوونکي ځوان ( خاطب او راتلونکی زوم) لپاره ځيني مهمي لارښووني

د ميرمني د زړه او باور ساتلو رازونه