د نجلۍ پلار هم هلک يا د هلک او نارينه کورنۍ ته د خپلي لور د نکاح وړانديز کولای سي

 


د نجلۍ پلار له مرکې پرته هم د نکاح وړانديز کولای سي:

موږ وينو، چي په اکثرو ټولنو کي فقط د هلک لپاره د ښې نجلې پلټنه کيږي. نجوني د خطبې او مرکې په غرض په کلونو کلونو کښينول کيږي او د هغې لپاره د ښه خاوند تلاښ نه کيږي، حتی د نجلۍ لپاره د ښه خاوند پلټل عيب او پيغور ګڼل کيږي، چي دا هم د شريعت او عقل سره دښمني ده.

که د هلک لپاره د ښې نجلۍ تلاښ کول هوښياري او تدبير وي، نو د نجلۍ لپاره د ښه خاوند تلاښ هم هوښياري ده؛ ځکه هغه هم بايد ښه ژوند ولري. که قران کريم او نبوي احاديث دقيق مطالعه کړو او د اسلامي امت د بزرګانو د ژوند په پيښو ځانونه خبر کړو، نو دا به راته واضح سي، چي د لور او خور لرونکی دا مسئوليت لري، چي د هغوی لپاره د ښه خاوند لټون وکړي، حتی وړانديز ورته وکړي، چي زه خپله خور يا لور تاته په نکاح درکوم.

علماوو ليکلي دي، چي د ولي لپاره دا مستحب عمل دی، چي غوره شخص ورته پيدا سي، نو د خپلي لور، يا تر لاس لاندي نجلۍ سره د نکاح کولو وړانديز ورته وکړي.

د بيلګي په توګه الله تعالی موږ ته د صالح شخص ([1]) او موسی عليه السلام حکايت بيان کړی دی، چي هغه صالح شخص موسی عليه السلام ته وويل:

{قَالَ إِنِّي أُرِيدُ أَنْ أُنكِحَكَ إِحْدَى ابْنَتَيَّ هَاتَيْنِ ....... ﴿القصص: ٢٧﴾.

زه دا اراده لرم، چي تاته يوه زما لدغو دوو لوڼو څخه په نکاح درکړم.

که وګورو، نو موسی عليه السلام خطبه نده کړې نه ئې وړانديز کړی دی، بلکي هغه صالح شخص د خپلي لور او خپلي کورنۍ د مصالحو په اساس موسی عليه السلام ته وړانديز وکړ، چي زه له خپلو لوڼو څخه يوه په نکاح درکولو اراده لرم.

پدې کار سره ئې د موسی عليه السلام سره هم احسان وکړ، د هغه لپاره د اوسيدلو داسي کور پيدا سو، چي ټوله کورنۍ ئې دوستان سول، د خپلي لور سره ئې هم احسان وکړ، د موسی عليه السلام غوندي خاوند ئې ورته خوښ کړ، د خپلي کورنۍ سره ئې هم احسان وکړ، موسی عليه السلام به د دوی خدمت کوي او دوی به هيڅ انديښنه نلري؛ ځکه هغه نور يو نااشنا کس نه وو، بلکي د دوی د کورنۍ غړی وو.

او همداسي حضرت عمر رضي الله عنه وکړل، خپله لور حفصه رضي الله عنها ئې لومړی حضرت عثمان رضي الله عنه ته عرض کړه او بيا ئې حضرت ابوبکر رضي الله عنه ته عرض کړه([2]).

يعني کله چي أم المؤمنين حفصة رضي الله عنه کونډه سوه، نو پلار ئې حضرت عمر فاروق رضي الله عنه لومړی حضرت عثمان رضي الله عنه ته وويل، چي زه لور درکوم؛ ځکه هغه هم پدغه شپو کي کوڼد سوی وو او د ناروغۍ له کبله د رسول الله لور وفات سوې وه. حضرت عثمان رضي الله عنه دغه وړانديز ونه مانه، بيا حضرت عمر فاروق رضي الله عنه حضرت ابوبکر الصديق رضي الله عنه ته ورغلی او د لور د نکاح وړانديز ئې ورته وکړ، هغه هم ونه مانه. پدې انکار کي د الله تعالی حکمت وو؛ ځکه د حفصې رضي الله عنها نکاح د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره په تقدير کي ليکلې وه او هغه زموږ مؤمنانو مور سوه.

همداسي د ستر عالم او مشهور تابعي سعيد بن مسيب رضي الله عنه د لور واقعه مشهوره ده، چي وزيرانو او واليانو مرکې ورليږلې؛ خو هغه يوه کونډ سوي بيوزله شاګرد (كثير ابن ابي الوداعة) ته ورپه نکاح کړه او نوره همکاري ئې هم ورسره وکړه.

سعيد ابن المسيب رضي الله عنه مشهور او عالم تابعي دی، د زياتو صحابه وو رضي الله عنهم شاګرد وو او د هغوی سره ئې ژوند کړی دی، بالخصوص د حضرت عمر رضي الله عنه سره ډير اوسيدلی دی، حتی په حج کي هم ورسره ملګری وو. سعيد ابن المسيب رضي الله عنه يوه لور درلوده، چي د وخت شتمنو او واکمنو مرکې ورليږلي وي؛ خو هغه جواب کړي وي.

کثير ابن ابي وداعة خپلو طالبانو او شاګردانو ته خپله قصه داسي بيان کړې ده:  زه د سعيد ابن المسيب رضي الله عنه په علمي مجلس کي حاضرېدم، څو ورځي درس ته حاضر نسوم، کله چي ورغلم، نو هغه راته وويل: چيري وې؟

ما ورته وويل: ميرمن مي وفات سوه، د هغې په اړه بوخت وم ( يعني په جنازه او فاتحه ئې بوخت وم).

سعيد بن المسيب رضي الله عنه راته وويل: ولي دي موږ نه خبرولو، چي موږ هم حاضر سوي وای؟ وروسته ئې راته وويل، ايا بله ښځه دي موندلې ده؟

ما ورته وويل: الله تعالی دي پر تا رحم وکړي، څوک به ماته ښځه راکړي، پداسي حال کي چي زه فقط د دوو يا درو درهمونو څښتن يم؟

هغه وويل: زه. ما ورته وويل: ايا ته داسي کوې؟

هغه راته وويل: هو. وروسته ئې حمد او پر رسول الله صلی الله عليه وسلم باندي درود ووايه او زما نکاح ئې په دوه درهمه يا درې درهمه راوتړله. زه ولاړ سوم او نپوهيدم، چي له خوښي څخه څه وکړم؟

کورته ولاړم، پدې فکر کي وم، چي له چا څخه يو څه قرض وکړم. د ماښام لمونځ مي وکړی او بيرته کورته راستون سوم، په کور کي يوازي وم او روژه مي هم وه، د روژمات لپاره مي چمتووالی نيوی، لږ ډوډۍ او زيتون پراته وه، پدغه حال کي دروازه وټکيده. ورغلم او ورته ومي ويل: څوک يې؟ د دروازي له شا څخه ږغ وسو، چي سعيد يم. ما هر څه فکر وکړئ، د سعيد ابن المسيب پرته مي بل سعيد ذهن ته رانغلی او د سعيد بن المسيب راتګ مي زړه ته نه لويدل؛ ځکه هغه په څلويښت کاله، له کور او مسجد پرته بل ځای ته نه ووتللی، ورووتم، ګورم چي سعيد بن المسيب رضي الله عنه وو. نو ګمان مي وکړ، چي د هغه اراده او نظر بدل سوی دی. ما ورته وويل: اي ابومحمده! ولي دي يو څوک نه راليږئ، چي زه هلته درغلی وای؟

هغه راته وويل: يه ته ډير حقدار يې، چي درته راسو؛ ځکه ته بي ښځي وې او نکاح دي سوې ده، نو دا مي بده ګڼله، چي شپه يوازې تيره کړې، دادې ميرمن ده. هغه د ده شاته ولاړه وه، تر لاس ئې ونيوله، دروازې ته ئې را دننه کړه او دروازه ئې بنده کړه. هغه له حياء څخه غوځاره سوه، ما د کور دروازه وتړله، او ژر مي د خوړو لوښی د څراغ په سيوري کي کښيښاوه، چي دا ئې ونه وينې، وروسته بام ته پورته سوم، ګاونډيانو ته مي ږغ کړ، هغوی هم راغلل او وئې ويل: څه خبره ده؟ ما قصه ورته وکړه او هغوی زما ميرمني ته راغلل، مور ته مي هم خبره ورسيده او راغله، راته وئې ويل: زما مخ به ستا پر مخ حرام وي، که دي تر درو ورځو پوري لاس وروړ، تر څو چي زه هغه درته چمتو کوم.

درې ورځي تم سوم، وروسته ورته راغلم، هغه ډيره ښکلې نجلۍ وه، د کتاب الله ښه حافظه وه، د احاديثو ښه عالمه وه، د خاوند په حقوقو ډيره پوهه وه. زه يوه مياشت ورسره واوسيدم او سعيد بن المسيب رضي الله عنه ته نه ورغلم، وروسته ورغلم، هغه پخپله درسي حلقه کي وو. ما سلام ورته ووايه، هغه د سلام ځواب راکړ، او نوري خبري ئې تر هغه وخته نه راسره وکړې، تر څو چي مجلس خلاص سو. کله چي زما پرته هيڅ څوک پاته نسول، نو ماته ئې وويل: د هغه انسان څه حال دی؟ ما ورته وويل: دونه ښه دی اې ابو محمده، چي دوستان خوښيږي او دښمنان پريشانوي.

هغه راته وويل: که ستونزه درته پيښه سوه، نو لکړه سته.

زه پداسي حال کي کورته راغلم، چي هغه شل زره درهمه هم راکړې وه([3]).

په انساني او بالخصوص اسلامي تاريخ کي نوري بيلګي هم سته؛ خو د موضوع د اوږدوالي د مخنيوي لامله پر دغو درې حکايتونو بسنه کوو.

نو هر ولي او سرپرست ته پکار ده، لکه څنګه چي د خپل زوی، ورور او بل تر لاس لاندي ځوان لپاره دښې نجلۍ تلاښ کوي، همداسي دي د خپلي لور، خور او بلي تر لاس لاندي تورسرې لپاره د ښه خاوند تلاښ وکړي او بيا هغه ته د دوستۍ وړانديز وکړي، تر څو د لور په وړاندي خپل دروند مسئوليت رفع کړي او بله دا چي زوم به ئې تر مرګه دا احسان مني او هيڅکله به په کور کي تاوتريخوالی نکوي.



[1]: هغه کس چي حضرت موسی عليه السلام ته ئې لور ور په نکاح کړه، د ځيني تفسيرونو رايه داده، چي شعيب عليه السلام وو؛ خو دقيق نظر دادی، چي هغه شعيب عليه السلام نه وو، د خپل وخت صالح شخص وو.

[2]: . أسنى المطالب 3 / 118 ، كشاف القناع 5 / 20 ، رد المحتار 2 / 261 ، جواهر الإكليل 1 / 275 ، قليوبي 3 / 295 ، المغني 6 / 537

[3] : ( حلية الأوليا‌‌ء، دوهم جلد، سعيد بن المسيب. و سير اعلام النبلاء، څلورم جلد، سَعِيْدُ بنُ المُسَيِّبِ بنِ حَزْنٍ القُرَشِيُّ المَخْزُوْمِيُّ. و احياء علوم الدين، درېيم جلد، بيان ما على المريد في ترك التزويج وفعله. و وفيات الأعيان وأنباء أبناء الزمان لأبي العباس شمس الدين أحمد بن محمد بن أبي بكر بن خلكان، حرف السين، سعيد بن المسيب).

Comments

Popular posts from this blog

د پيسو نلرلو او بيکارۍ پر وخت نکاح او واده کول ګټه لري که تاوانونه؟

د مرکه کوونکي ځوان ( خاطب او راتلونکی زوم) لپاره ځيني مهمي لارښووني

د ميرمني د زړه او باور ساتلو رازونه