خصوصي پوهنتونونو او ښوونځيو ته مشورې

 د خصوصي ښوونځيو او خصوصي پوهنتونونو ښاغلو مؤسسينو!

که کيفيت سم کړئ، نو حد اقل دغه لاسته راوړني به ولرئ:
۱) شرعي مسئوليتونه به مو رفع کړی وي؛ ځکه هر چاته به د هغه د زحمت مکافات او د غفلت مجازات ورکړل سوي وي؛
۲) ملي مسؤليتونه به مو رفع کړي وي؛ ځکه د هيواد او هيوادوالو د علمي ارتقاء تعهد مو کړی دی؛
۳) د حاکميت په وړاندي به مو مسئوليت رفع سوی وي؛ ځکه د مربوط وزارت د قوانينو، مقرراتو او لوائحو په وړاندي مو تعهد کړی او د فعاليت جواز مو تر لاسه کړی دی؛
۴) د دائمي حاضر او زيار کښ محصل او زده کوونکو حقوق به مو ساتلي وي او عدالت به مو کړی وي؛
۵) فعال او زيارکښ محصلان او زده کوونکي به کمپاين درته کوي، ځکه د هغوی د زيار او استعداد قدر سوی دی.....
نوټ: ټنبل زده کوونکی نه کمپاين کوي او نه ئې څوک خبرو ته ارزښت ورکوي.........

Comments

Popular posts from this blog

د پيسو نلرلو او بيکارۍ پر وخت نکاح او واده کول ګټه لري که تاوانونه؟

د مرکه کوونکي ځوان ( خاطب او راتلونکی زوم) لپاره ځيني مهمي لارښووني

د ميرمني د زړه او باور ساتلو رازونه