کله چي مو د قيامت په ورځ په عملنامه کي صالح اعمال نه وي!

 د دغي ليکني لوستل مو لږ وخت نيسي!

شيخ محمدصالح پردل وايي:

يوه ورځ مي پلورونکي ته خپل بانکي کارت ورکړ، په راحت منتظر سوم، چي هغه خپل مقدار مبلغ ځني کم کړي.

خو په ډير تعجب دستګاه جواب ورکړ، چي کافي مبلغ نسته.

دا ممکن نه وه، ځکه پوهيدم چي د پلورونکي تر مبلغ حداقل درې چنده زياتي پيسې په کارت کي لرم.

په بي حوصلګي مي له پلورونکي وغوښتل، چي بيا کارت وصل کړي، دستګاه جواب ورکړ، چي کود مو غلط دى!

دا ځل پلورونکي په بي حوصلګي راته وويل: 

محترمه! مهرباني وکړه، نغدي پيسې راکړه، ایا ستا سره نغدي پيسې سته؟

فکر کوم، کارت دي يو ځای ايښی دی او (Cells)  ئې سوځلي دي.

کورته د ستنېدلو پر وخت مي د دکاندار دا خبري په دماغ کي انګېزې کولې(ايا ستا سره نغدي پيسې سته؟).

الهي! 

موږ  په خپل کارت کي زيات کارونه او عملونه لرو او هغه ته مو اميد دی، لکه عبادات مو کړي دي، د خلکو لاسنيوی مو کړی دی، صدقې مو  کړي دي ....

داسي نه وي، چي د حساب او کتاب په ورځ راته وويل سي، چي ستاسوحساب نسته.

او موږ په تعجب ووايو:

ايا دا هم کېدلای سي؟

زموږ هغه نېک اعمال چي موږ کړي دي، څه سول؟

ځواب راکړل سي، ستاسو اعمال مو د يوه شي سره ايښي وه، هغه وسوځل سول او له منځه ولاړل.

مثلاً د« بخل» سره

د« حسد» سره

 د« ريا» سره

د«غيبت» سره

د« تهمت» سره

د« دنيا دوستۍ» سره

پر الله جل جلاله باندي د« بې باورۍ» سره

او آخر مو وپوښتي: 

له ځانه سره مو څه شي نغدي راوړي دي؟

زموږ  جيبونه او لاسونه به خالي وي.

الهي!

د ټولو هغو شيانو او کارونو څخه تاته پناه دروړو، چي زموږ نيک اعمال له منځه وړي.

کاپي د احسان سالارزي له واله.

ژباړه: شاکر

Comments

Popular posts from this blog

د پيسو نلرلو او بيکارۍ پر وخت نکاح او واده کول ګټه لري که تاوانونه؟

د مرکه کوونکي ځوان ( خاطب او راتلونکی زوم) لپاره ځيني مهمي لارښووني

د ميرمني د زړه او باور ساتلو رازونه