د ستونزو پايلي يا نتيجې

 تاسو څه پکښي واياست!

ځيني خلک وايي:
ستونزي د اور حيثيت لري، د راتلو سره سم دي شاوخوا سوځيدونکي مخلوقات (سست عنصره دوستان او تش په نوم ملګري) سوځي(درڅخه تښتي او تا پريږدي)؛

ځيني خلک وايي:
ستونزي د غچي حيثيت لري، د پلو په کښيکښلو سره دي شاوخوا غچي کيدونکي توکي (سست عنصره دوستان او تش په نوم ملګري) پرې کيږي(درڅخه تښتي او تا پريږدي)؛

ځيني خلک وايي:
ستونزي د باد حيثيت لري، د را الوتلو سره سم دي شاوخوا مړژوانده شمونه (سست عنصره دوستان او تش په نوم ملګري) خاموش کيږي(درڅخه تښتي او تا پريږدي)؛

ځيني خلک وايي:
ستونزي د غلبيل حيثيت لري، د راتلو سره سم دي شاوخوا خس وخاشاک (سست عنصره دوستان او تش په نوم ملګري) غلبيليږي(درڅخه تښتي او تا پريږدي)……

Comments

Popular posts from this blog

د پيسو نلرلو او بيکارۍ پر وخت نکاح او واده کول ګټه لري که تاوانونه؟

د مرکه کوونکي ځوان ( خاطب او راتلونکی زوم) لپاره ځيني مهمي لارښووني

د ميرمني د زړه او باور ساتلو رازونه