د يوسف عليه السلام مستند ژوند او د يوسف سورت جالبي نکتې درېيمه برخه ( أحسن القصص)

 د يوسف عليه السلام د قصې اړوند:

په قرآن کريم کي د يوسف عليه السلام قصه ډيره ښکلې، بشپړه او ډيره عبرت لرونکې ده.

پدغه قرآني قصه کي ډيري عجيبي ازمويني او د هغو ستري پايلي دي، چي ازمويل سوي اشخاص په آخر کي له سترو نيکمرغيو څخه برخمن سوي دي. ځيني علماء وايي، قرآن کريم د يوسف عليه السلام قصه ځکه احسن القصص بللې ده، چي په يوه سورت کي مسلسله، منظمه او بشپړه را نازله سوې ده. نوري قرآني قصې په مختلفو سورتونو کي په اجمالي توګه او مکرري نازلي سوي دي.

د سورت يوسف په اړه:

یوسف مکي سورت دی او تر يونس سورت وروسته نازل سوی دی، يوسلو يوولس(۱۱۱) اياتونه لري. د نورو سورتونو څخه د سورة یوسف يوه ځانګړتيا داده، چي د يوسف عليه السلام او يعقوب عليه السلام قصه په مسلسله توګه پکښي بيان سوې ده، چي هغوی خورا ستر مصيبتونه زغملي دي او په آخره کي دواړو د خپلو مصيبتونو داسي نتيجې ليدلي دي، چي انسان حيرانوي.

سورة يوسف د زياتو حکمتونو او فايدو لرونکی دی چي ځيني علماء ئې يو قسم ګټي او نور ئې بل ډول ګټي بيانوي؛ ځکه د يوسف سورت په اووم آيت کي الله عزوجل فرمايلي دي: بيله شکه د يوسف او د هغه د وروڼو په قصه کي د پوښتني کوونکو لپاره د هدايت ښکاره نښي، دلائل او عبرتونه سته.

پدې سورت کي دا بحث هم سته، چي يوسف عليه السلام په وړوکتوب کي داسي عجيب خوب ويني چي د هغه د آينده نبوت له ورايه څرګندوي. يوسف عليه السلام د وروڼو لخوا هدف کيږي، د پلار څخه په دوکه بيول کيږي، وروسته څاه ته غورځول کيږي. څه وخت وروسته د مصر قافله هلته تيريږي او له څاه څخه اوبه راکاږي، د الله تعالی په حکمت اوقدرت سره يوسف عليه السلام له څاه څخه راوځي، قافله والا خوشحاليږي. د يوسف عليه السلام وروڼه چي د څاه پر شاوخوا ئې نظارت کاوه، يوسف عليه السلام پر قافله والاوو باندي خرڅوي. قافله والا يوسف عليه السلام مصر ته وړي، هلته د ښځو د مکر او سازشونو په نتيجه کي بندي کيږي، وروسته له زندانه خلاصيږي او په ډير عزت واک ته رسيږي، وروڼه ورته احتياجيږي، پلار او کورنۍ هلته ورځي او ټول سره يو ځای کيږي.

دا موږ ته هغه نازکه او حساسه دوره ښیي، چي په کومه دوره کي دغه سورت نازل سوی دی، کله چي رسول اکرم صلی الله عليه وسلم د خپل ملاتړي اکا (ابوطالب) په مړینه بې حمايې سو، او هغه نیکه ښځه (ام المؤمنين خديجة رضي الله عنها) ئې وفات سوه، چي د هغه هر ډول ملاتړ ئې کاوه. رسول الله او د هغه ملګري د قريشو د سختو ضررونو او شکنجو سره مخ سول، نو رسول الله (صلى الله عليه و سلم) خپلو اصحابو ته د حبشيې پر لور د هجرت اجازه وركړه، تر څو د قريشو د كافرانو له خوا د سختۍ، ضررونو او ځورونو څخه په امن سي. نو دا سورت د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه د ملګرو د تسليت او ډاډ لپاره نازل سو، تر څو رسول اکرم صلی الله عليه وسلم او صحابه ډاډمن سي، چي يوسف عليه السلام او يعقوب عليه السلام دوی څونه ستر مصيبتونه زغملي دي، حتی يعقوب عليه السلام د خپلو زامنو لخوا څونه ازار سو، د هغه ګران زوی ئې په ژوندوني ځني ورک کړ او درواغ ئې هم ورته وويل، چي هغه شرموښ وخوړی او کله کله چي به هغه د خپل زوی يوسف عليه السلام يادونه وکړه، زامنو به ملامتاوه. همداسي يوسف عليه السلام د خپلو وروڼو لخوا پداسي حال کي ازار سو، چي وروڼو ته ئې هيڅ ازار او ضرر هم نه وو رسولی او نه ئې د هغوی شخصي مصلحتونو ته خنډونه جوړ کړي وه. د عزيز مصر د ميرمني لخوا څونه ازار سو، پداسي حال کي چي هغې ته ئې هيڅ ازار هم نه وو رسولی. دلته رسول اکرم صلی الله عليه وسلم او صحابه وو خپل قوم ته نوی دين ( د اسلام مبارک دين) راوړی دی، د خپل قوم ناروا شخصي او اجتماعي ګټي ئې په خطر کي واچولې ( پلار يا مور به ناخبره وو، زوی به مسلمان سو، مشر ورور به ناخبره وو، کشر ورور به مسلمان سو. د هغوی د عوائدو منابع او د قهرمانۍ نښي، لکه غلا، چور، زنا، اولاد وژني، قتلونه او نور جنايتونه ئې ناروا وګڼل) ، د هغوی د لسګونو کلونو ديني تګلاره ئې شرک وبلله، نو هغوی به حتما غبرګون ښيي.

دغه او دې ته ورته سورتونو رسول الله او صحابه وو ته د صبر او استقامت روحيه او ډاډ ورکاوه، چي د مصيبتونو وروسته حتماً ستري برياوي سته.

له همدې امله الله تعالی د يوسف سورت په آخره کي په ښکاره ډول رسول الله ته د تسليت او ډاډ آيتونه نازل کړي دي، چي کله رسولانو دعوت شروع کړی دی، په مقابل کي ئې شيطان او د هغه پلويانو مخالفت او دښمني شروع کړې ده، حتی چي رسولان ئې د مايوسۍ تر حده ځورولي دي، چي خلکو هغه رسولان درواغجنان بللي دي، مخالفت ئې کړی دی، شخړي ئې ورسره کړي دي، ضررونه ئې وررسولي دي، وروسته الهي نصرت راغلی دی او الله تعالی خپلو دوستانو ته د نجات تر څنګ برياليتوب او حتی واکمني ورکړې ده او ظالمان ئې مغلوب او هلاک کړي دي.

د يوسف سورت له محتوياتو څخه واضحه ده، چي خاتم الانبياء صلی الله عليه وسلم ته داسي ډاډ ورکول کيږي: که ته د مور او پلار له نشتون سره مخ يې، نو يوسف عليه السلام هم د دواړو له حضور څخه محروم سو د وروڼو حسد لا اضافه وو. که ته د ګراني ميرمني او مهربان ملاتړي کاکا له نشتون سره مخ سوې، نو يوسف عليه السلام د ظالمو وروڼو لخوا څاه ته واچول سو، ، وروسته هماغو بيرحمو وروڼو په څو پيسو پر قافله والاوو خرڅ کړ، چي هلته ئې هيڅ ملګری او خواخوږی نه درلود، حتی هغو د ده اهميت نه پيژندی او نه ئې هم د ده خيال ساتی. که تاته خلک ساحر، کاهن او مجنون وايي، نو يوسف عليه السلام پداسي تور متهم او بندي سو، چي سالم وجدان او عقل لرونکي انسانان به تر قيامته پوري د هغه پر حال افسوس کوي. که ستا زړه غواړي، چي تاسو دي بريالي او نيکمرغه سئ، نو دا هم مه هيروه، چي دا هر څه ازموينه ده او يوسف عليه السلام هم زړه درلود او دا ئې خوښه وه، چي ښه ژوند ولري، خو د مصيبتونو په وړاندي ثابت قدمه سو او ذوالجلال هرڅه ورکړل. که ستاسو زړه غواړي، چي ښکلې او شتمني ميرمني ولرئ، تاسو پوهيږئ چي يوسف عليه السلام ته ښکلا وړاندي سوه؛ خو هغه ځان وساتی او بريالی سو. که ستاسو زړه غواړي، چي واک او ځواک ولرئ، نو يوسف عليه السلام ته واک، خزانې او ځواک حاصل سو، هغه د خلکو خدمت وکړ او له خيانتونو څخه ئې ځان وساتئ، نو ستاسو صبر او ثبات هم د يوسف عليه السلام او د هغه د پلار يعقوب عليه السلام د صبر غوندي ښې او مطلوبي نتيجې لري.

يوسف سورت پداسي زړه جذبوونکي اسلوب نازل سوی دی، چي په تدبر سره ويل ئې د انسان هر رګ ته د هغه ظرافت او لطافت داخلوي، د دې سورت حکايتونه او قصې دونه جذابي دي، چي د مصيبتونو ځايونه ئې سختي سترګي هم ژړولای سي او نتايج ئې سخت زړونه هم خوښولای سي. د ظالمانو بيرحمي هر څونه بيده وجدان لرونکی انسان ويښوي او د مظلومانو صبر انسان په تعجب کي اچوي. په آخره کي د ظالمانو محکوميت او پر خپلو جرمونو اعتراف د الله تعالی عظيمو حکمتونو او قدرتونو ته بي پروا زړونه هم حيرانوي او ايمانونه ئې قوت پيدا کوي.

د قرآن کريم دغه عادت له خورا زياتو حکمتونو څخه برخمن دی، چي د پخوانيو قومونو او انبياوو قصې ئې په مکرره توګه بيان کړي دي، تر څو پند او عبرت ځني واخيستل سي. هره قصه ئې د خاصو اسلوبونو په چوکاټ کي ذکر کړې ده، ځيني قصې ئې لنډي نازلي کړي دي، ځيني ئې اوږدې بيان کړي دي، چي په هره قصه کي ئې جلا کيفيتونه نغښتي دي، لوستونکي او اوريدونکي ئې په خورا لذت سره اوري او لولي؛ خو د يوسف عليه السلام قصه ئې په يوه سورت کي مسلسله بيان کړې ده، او هم د نورو رسولانو د قصو غوندي تکراري نده ذکر سوې. سبحان الله و بحمده.

دا د يوسف سورت رمزونه او انګيزې دي، هغه چاته د مرستي ډاډ او اطمئنان ورکوي، چي هغه صبر او ثبات ولري او د انبياوو پر تګلاره باندي تګ کوي، د مخلصينو دعاوي ورسره وي، په پټه او ښکاره له ناوړ کړنو څخه ځانونه ساتي، د مصيبت پر وخت شکايت نکوي او د واک او شتمنۍ پر وخت بغاوت او خيانت نکوي، خپل هر کار د الله تعالی لپاره کوي يا پريږدي.

ابن عطاء رحمه الله فرمايي: هر غمجن کس چي يوسف سورت ووايي، حتماً به اطمئنان او راحت ورته حاصل سي([1]).

سعدي رحمه الله فرمايلي دي: الله تعالی موږ ته د يوسف عليه السلام قصه ښه په تفصيل سره بيان کړې ده او د يوسف سورت په آخر کي ئې فرمايلي دي: لَقَدْ كَانَ فِي قَصَصِهِمْ عِبْرَةٌ لِّأُولِي الْأَلْبَابِ ﴿يوسف: ١١١﴾. بيله شکه د دوی ( انبياوو) په قصو کي د عقل د خاوندانو لپاره عبرت سته. عبرت هغه څه دی، چي د انسان توجه ور اوړي، له هغې موضوع څخه حکمي او معنوي ګټي اخيستلای سي، مثبتو عواقبو لرونکو کارونو او د نجات او برياليتوب اسبابو ته اقدام کوي او د منفي عواقبو لرونکو کارونو او د هلاکت له اسبابو څخه ډډه کوي؛ د انبياوو ټولي قصې دغه خاصيت لري؛ خو د يوسف عليه السلام قصه، رب العالمين پدغه وينا سره خاصه کړې ده: لَّقَدْ كَانَ فِي يُوسُفَ وَإِخْوَتِهِ آيَاتٌ لِّلسَّائِلِينَ ﴿يوسف: ٧﴾. بيله شکه په يوسف عليه السلام او د هغه په وروڼو کي د پوښتني کوونکو لپاره نښي سته؛ يعني څوک چي د يوسف عليه السلام او د هغه د وروڼو اړوند پوښتني لري، يا هم د هدايت غوښتني په غرض د هغوی قصه په غور اوري يا لولي، نو هغوی ته د الله تعالی د قدرت نښي او علامې او مختلف عبرتونه سته، چي د قصې ټول شريکان له کومو حالاتو څخه کومو حالاتو ته منتقل سول؟! ځيني له پريشانيو او غمونو څخه وروسته له نعمتونو څخه برخمن سول، ځيني تر ظلمونو وروسته پريشان او خجل سول. څوک له پريشانيو او ناروغيو وروسته خوښ او روغ سول، چا خپل شته باورونه له لاسه ورکړل. څوک له څاه څخه د پاچا کور ته ولاړل، څوک له بنديخانې څخه اعدام سول او څوک له هماغي بنديخانې څخه شاهي دربار ته ولاړل، څوک له بنديخانې څخه وزارت او لوړو منصبونو ته ولاړل، ځيني سره پاشلي وه، سره ټول او يو ځای سول، ځيني وچکاليو او قحطيو سره معرفي کړل او ځيني له بيوزلۍ څخه وروسته شتمن سول([2]).



[1]: تفسير روح البيان، تفسير سورة يوسف او تفسير البغوي، تفسير سورة يوسف.

[2] : د عبد الرحمن بن ناصر بن عبد الله السعدي تفسير تيسير الكريم الرحمن في تفسير كلام المنان.
أحسن القصص ۳ مخ


Comments

Popular posts from this blog

د پيسو نلرلو او بيکارۍ پر وخت نکاح او واده کول ګټه لري که تاوانونه؟

د مرکه کوونکي ځوان ( خاطب او راتلونکی زوم) لپاره ځيني مهمي لارښووني

د ميرمني د زړه او باور ساتلو رازونه