د مخدره او نشه اي توکو ځيني ضررونه


 د نشه پيښوونکو توکو د استعمال  ځيني ضررونه: 

1. په غير طبيعي ډول د وزن زياتېدل يا کمېدل؛

2. د نظافت او پاکۍ بشپړ مراعت نه کېدل؛

3. د خولې او غاښونو ناروغي او بېلابېل سرطانونه پيښېدل؛

4. د جسم د نورو ناروغيو په وړاندي احساس کمزوري کېدل، چي د هماغه ناروغيو وده او دوام ممکنوي؛

5. تنفسي ناروغۍ پيښېدل، سږو ته مختلف خطرونه متوجه کېدل، زکام او مختلف التهابات په وجود راتلل؛

6. عصبي اختلالات پيښېدل، د حافظې سيسټم تخريبېدل، د تصميم، خبرو او اقدام پر وخت د فکر، استدلال، تدبر او ترکيز قوې کمزوري کېدل؛

7. د خوب او استراحت وضعيتونه مختل کېدل، بي معنی يا ضررمني خبري او کارونه کول؛

8. د غبرګون پر وخت د بيلانس يا توازن ساتلو قوت نلرل؛

9. د اوبو څيښلو اشتهاء کمزوري کېدل او د بدن اوبه وچيدل يا کمېدل؛

10. د بدن مقاومت موجود وي، د ناروغۍ پر وخت درمل کارول اغيزه نلري.

د سګريټ، چلم او نورو دود لرونکو شيانو څکولو ضررونه:

1. د سږو الاستيکي ( ارتجاعي ) ځانګړتيا تخريبېدل، چي کافي اکسيجن نسي اخيستلای او ژر ستړی کيږي هم؛

2. د سږو سرطان ممکن دی؛

3. د زړه ناروغي ممکنه ده؛

4. بېلابېلي تنفسي ناروغۍ ممکني دي؛

5. د ادار سيسټم او پښتورګو فعاليت کمزوری کېدل؛

6. د معدې او پانکراس سرطان ممکن دی؛

7. د زړه د شريانونو تخريب او د زړه ضربان زياتېدل، چي کله کله د زړه سکته هم ممکنوي؛

8. د څيړنو پر اساس ۳۳ فيصده مدخن ( هغه چي مختلف مواد څکوي) کسان د زړه له حملې سره مخ کيږي.

د نصوارو ضررونه:

1. د خولې نظافت ته زيات ضررونه لري؛

2. د انزايمونو غدې تخريبيږي (په خوله کي مختلف انزايمونه توليديږي، چي د نورو عمده فعاليتونو تر څنګ د خوړو سره ګډيږي او معدې ته د رسيدو سره سم د خواړو په هضم کي ډير ښه رول لري)؛

3. دماغي توازن تخريبوي؛ ځکه د نصوارو د تنباکو په ترکيب کي مختلف نشه راوړونکي مواد ګډ دي.

نوټ: د نشه راوړونکو توکو استعمال لپاره جدي تصميم نيول پکار دي، تر څو جسم او روان لدغه هلاکوونکو لاملونو څخه وژغورل سي. اسانه لاره ئې داده:

1) د نشه راوړونکو توکو د استعمال جسمي ضررونه سنجول؛

2) د نشه راوړونکو توکو د استعمال رواني يا عصبي ضررونه سنجول؛

3) د نشه راوړونکو توکو د استعمال اقتصادي ضررونه او مصارف سنجول؛

4) په کور او ټولنه کي ئې نفرت سنجول ( هرڅوک د نشه کوونکي څخه کرکه کوي)؛

5) د نشه راوړونکو توکو د استعمال علمي ضررونه سنجول ( نشه کوونکی د دغو توکو اضرار نسي بيانولای)؛

6) د تدبر، تفکر او ترکيز ( فوکس) نشتون ضررونه سنجول؛

7) د خپلو اولادونو د روږدېدلو خطر سنجول.

د بېلابېلو فارسي ويډيو ګانو څخه ژباړه: شاکر

Comments

Popular posts from this blog

د پيسو نلرلو او بيکارۍ پر وخت نکاح او واده کول ګټه لري که تاوانونه؟

د مرکه کوونکي ځوان ( خاطب او راتلونکی زوم) لپاره ځيني مهمي لارښووني

د ميرمني د زړه او باور ساتلو رازونه