د صالحي ميرمني ځانګړتياوي:

 د کتاب له خلاصې څخه دوهمه برخه:

د صالحي ميرمني ځانګړتياوي:
لومړی: صالحه میرمن د خپلو اخلاقو او عفت ساتنه کوي، او پخپلو کړنو او ويناوو کي د حیا، صبر، او حوصلې لرونکې وي.
دوهم: د خاوند ارزښت او درناوی لري او د هغه په وړاندي له تقابلي چلند څخه ځان ساتي؛
درېيم: د خاوند پريکړو او کړنو ته په درنښت ګوري، د هغه ډډه کول حکمت او ورکړه ئې مهرباني ګڼي او شکر ئې ادا کوي، حتی د اسراف پر وخت ئې متوجه کوي؛
څلورم: د خپلو اولادونو او کورنۍ نورو غړو سره په مینه او شفقت چلند کوي او هغوی ته د ښو اخلاقو او دیني ښوونو درس ورکوي.
پنځم: د خپل خاوند سره وفاداره وي او د هغه په غیاب کې ئې د مال، عزت، او ناموس ساتنه کوي، د کور په چارو کې فعاله برخه اخلي.
شپږم: د کورنۍ او ميلمنو د ماشومانو سره په مينه او نرمي چلند کوي.
اووم: د مشکلاتو او سختو حالاتو پر وړاندي صبر کوي، او د ژوند په شته امکاناتو قناعت کوي اوشکايتونه نکوي.
اتم: صالحه میرمن د کورنۍ د غړو، او ميلمنو سره نیک چلند کوي او د خپل وس مطابق له نورو سره مرسته کوي.
نهم: پخپل ژوند کي ئې اساسي هدفونه ټاکلي وي او د دیني، اخلاقي او علمي اهدافو لپاره هڅه کوي او پخپل ژوند کي د الله تعالی رضا ترلاسه کول د خپل ژوند اصلي هدف ګڼي او د تر لاسه کولو هڅي ئې کوي.
لسم: په ليدلو ئې خاوند خوښيږي؛
يوولسم: د خاوند بي نظمي او سببونه پوښتي او ډاډ ورکوي؛
دوولسم: خاوند د ستونځو او پريشانيو پر وخت يوازي نه پريږدي....
دغه ځانګړتیاوي یوه صالحه میرمن له نورو څخه جلا کوي، هغه خپل او د خاوند په ژوند کي د برکتونو او سکون سبب وي.
څنګه واده وکړم ۲۱۸ مخ

Comments

Popular posts from this blog

د پيسو نلرلو او بيکارۍ پر وخت نکاح او واده کول ګټه لري که تاوانونه؟

د مرکه کوونکي ځوان ( خاطب او راتلونکی زوم) لپاره ځيني مهمي لارښووني

د ميرمني د زړه او باور ساتلو رازونه