د يوسف عليه السلام مستند ژوند او د يوسف سورت جالبي نکتې څلورمه برخه ( په قرآن کريم کي د مقطعاتو حروفو بحث)
د مقطعاتو حروفو اړوند بحث:
په قرآن کريم کي ځيني سورتونه په مقطعاتو حروفو پيل سوي
دي، چي له هغه جملې څخه يو هم د يوسف سورت دی، چي په مقطعاتو حروفو «الر» سره پيل
سوی دی، نو د سورت تر تفسير مخکي دغه بحث ضرور دی.
په قرآن کريم کي د مقطعاتو حروفو مقصد:
په قرآن کريم کي د مقطعاتو حروفو په اړه مفسرينو او
علماوو مختلف نظرونه بيان کړي دي، چي موږ به ئې په څلورو قولونو کي را مختصر کړو:
لومړی قول: مقطعات يا هجائيه حروف معناوي لري؛ خو د دغه قول ويونکي
ئې د معنی په تعين کي اختلاف لري، چي آيا دا د الله عزوجل اسم مبارک دی، د سورت
نوم دی، که د دغه امت مدې ته اشاره ده او داسي نور؟
دوهم قول: دا هجائي حروف دی، مطلقه معنا نلري؛
درېيم قول: د درېيم قول ويونکي وايي، چي موږ يقين لرو، چي مقطعات
يا هجائيه حروف معناوي لري؛ ځکه الله عزوجل لا يعني څه ندي نازل کړي؛ خو په معناوو
ئې يوازي الله تعالی پوره پوهيږي؛
څلورم قول: د توقف دی، چي تر تلاوت ماسيوا نور څه نه پکښي اضافه
کوو، فقط وايو، چي الله تعالی پوره علم لري، چي دغه توري به معنا لري، که به ئې نه
لري. که معنا هم ولري، نو موږ ئې په معنی نپوهيږو.
او پدغو څلورو قولونو کي ډير صحيح ئې دوهم قول دی، چي دا
هجائيه حروف دي؛ خو مطلق معنی نلري او دغه قول د مجاهد رحمه الله څخه هم را نقل
سوی دی. د دغه قول لپاره حجت او دليل دادی، چي قرآن کريم د عربو په ژبه نازل سوی
دی او په عربي ژبه کي دغه حروف معلومه معنی نلري، لکه: ألِف؛ باء؛ تاء؛ ثاء؛ جيم؛
حاء...؛ دا مقطعات حروف هم دغسي حروف دي.
نورو علماوو، لکه ابن القيم، شيخ الإسلام ابن تيمية او د
هغه شاګرد الحافظ الذهبي او ډيرو علماوو رحمهم الله فرمايلي دي، چي دا د قرآن کريم
إعجاز ته اشاره ده، چي د نزول له وخته تر قيامته پوري خپل دښمنان په چلنجوي.
دا ښکاره إعجاز دی؛ ځکه که په قرآن کريم کي داسي توري
وای، چي خلکو ئې تکلم او تلفظ نسوای کولای، نو په هغه صورت کي بيا إعجاز نه بلل
کيدی، خو دا چي تکلم او تلفظ ئې کيدلای سي او په معنی ئې څوک نپوهيږي، نو إعجاز دی
او مخاطب ئې عاجز کړي دي.
پدې اړه د ابن كثير رحمه الله قول علامة أبو العباس بن
تيمية، حافظ أبو الحجاج المزي، ابن تيمية رحمهم الله او نورو سترو علماوو غوره کړی
دی، هغه فرمايي:
هغه سورتونه، چي په مقطعاتو حروفو پيل سوي دي، تر
مقطعاتو حروفو وروسته د قرآن کريم انتصار او د إعجاز بيان سوی دی، چي دغه قرآن
کريم حق دی او هيڅ شک پکښي نسته:
د بقرې سورت په{ا.ل.م} پيل سوی دی، وروسته د الله تعالی
دغه قول ذکر سوی دی{ذَالِكَ الْكِتَابُ لاَ
رَيْبَ فِيهِ}.
همداسي آل عمران سورت په{ا. ل. م} شروع سوی دی وروسته د
الله تعالی دغه قول ذکر سوی دی: {اللَّهُ
لا اله إِلاَّ هُوَ الْحَىُّ الْقَيُّومُ نَزَّلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ}.
همداسي الأعراف سورت په {ا. ل. م. ص} شروع سوی دی وروسته
د الله تعالی دغه قول ذکر سوی دی: {كِتَابٌ أُنزِلَ
إِلَيْكَ}.
همداسي يونس سورت په {ا. ل. ر} شروع سوی دی وروسته د
الله تعالی دغه قول ذکر سوی دی {تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ الْحَكِيمِ}.
همداسي هود سورت په{ا.ل. ر} شروع سوی دی وروسته د الله
تعالی دغه قول ذکر سوی دی: {كِتَابٌ أُحْكِمَتْ
ءايَاتُهُ ثُمَّ فُصِّلَتْ مِن لَّدُنْ حَكِيمٍ خَبِيرٍ}.
همداسي يوسف سورت په: {ا. ل. ر} شروع سوی دی وروسته د
الله تعالی دغه قول ذکر سوی دی {تِلْكَ ءايَاتُ الْكِتَابِ الْمُبِينِ} {إِنَّآ
أَنْزَلْنَاهُ قُرْآنًا عَرَبِيًّا}.
همداسي الرعد سورت په: {ا. ل. م. ر} شروع سوی دی وروسته
د الله تعالی دغه قول ذکر سوی دی: {تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ وَالَّذِى أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن
رَّبِّكَ الْحَقُّ}.
همداسي إبراهيم سورت په{ا. ل. ر} شروع سوی دی وروسته د الله
تعالی دغه قول ذکر سوی دی: {كِتَابٌ
أَنزَلْنَاهُ إِلَيْكَ لِتُخْرِجَ النَّاسَ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ}.
همداسي الحجر سورت په {ا.ل . ر} شروع سوی دی وروسته د
الله تعالی دغه قول ذکر سوی دی {تِلْكَ ءايَاتُ الْكِتَابِ وَقُرْءَانٍ مُّبِينٍ}.
همداسي طه سورت په {طه} شروع سوی دی وروسته د الله تعالی
دغه قول ذکر سوی دی: {مَآ أَنَزَلْنَا
عَلَيْكَ الْقُرْءَانَ لِتَشْقَى}.
همداسي د الشعراء سورت په {طسم} شروع سوی دی وروسته د
الله تعالی دغه قول ذکر سوی دی {تِلْكَ ءَايَاتُ الْكِتَابِ الْمُبِينِ لَعَلَّكَ بَاخِعٌ
نَّفْسَكَ}.
همداسي د النمل سورت په {طس} شروع سوی دی وروسته د الله
تعالی دغه قول ذکر سوی دی {تِلْكَ ءَايَاتُ الْقُرْءَانِ وَكِتَابٍ مُّبِينٍ}.
همداسي د القصص سورت په {طسم} شروع سوی دی وروسته د الله
تعالی دغه قول ذکر سوی دی {تِلْكَ ءَايَاتُ
الْكِتَابِ الْمُبِينِ} {نَتْلُواْ عَلَيْكَ مِن نَّبَإِ مُوسَى وَفِرْعَوْنَ}.
همداسي د لقمان سورت په {ا. ل .م.} شروع سوی دی وروسته د
الله تعالی دغه قول ذکر سوی دی {تِلْكَ ءاَيَاتُ الْكِتَابِ الْحَكِيمِ} {هُدًى وَرَحْمَةً
لِّلْمُحْسِنِينَ}.
همداسي سجده سورت په {ا. ل .م.} شروع سوی دی وروسته د
الله تعالی دغه قول ذکر سوی دی: {تَنزِيلُ الْكِتَابِ لاَ رَيْبَ فِيهِ مِن رَّبِّ
الْعَالَمِينَ}.
همداسي يس سورت په {يس} شروع سوی دی وروسته د الله تعالی
دغه قول ذکر سوی دی: {وَالْقُرْءَانِ الْحَكِيمِ}.
همداسي ص سورت په (ص) شروع سوی دی وروسته د الله تعالی
دغه قول ذکر سوی دی {وَالْقُرْءَانِ ذِى الذِّكْرِ}.
همداسي مؤمن سورت په {حم} شروع سوی دی وروسته د الله
تعالی دغه قول ذکر سوی دی: {تَنزِيلُ الْكِتَابِ مِنَ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ}.
همداسي فصلت سورت په{حم} شروع سوی دی وروسته د الله
تعالی دغه قول ذکر سوی دی: {تَنزِيلٌ مِّنَ الرَّحْمَانِ الرَّحِيمِ كِتَابٌ فُصِّلَتْ
ءَايَاتُهُ قُرْءَاناً عَرَبِيّاً لِّقَوْمٍ يَعْلَمُونَ}.
همداسي د الشورى سورت په {ح. م.ع.س. ق} شروع سوی دی
وروسته د الله تعالی دغه قول ذکر سوی دی {كَذَلِكَ يُوحی إِلَيْكَ وَإِلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكَ}.
همداسي د الزخرف سورت په{حم} شروع سوی دی وروسته د الله
تعالی دغه قول ذکر سوی دی {وَالْكِتَابِ الْمُبِينِ إِنَّا جَعَلْنَاهُ
قُرْءَاناً عَرَبِيّاً}.
همداسي د الدخان سورت په{حم} شروع سوی دی وروسته د الله
تعالی دغه قول ذکر سوی دی {وَالْكِتَابِ الْمُبِينِ - إِنَّآ أَنزَلْنَاهُ فِى
لَيْلَةٍ مُّبَارَكَةٍ}.
همداسي د الجاثيه سورت په{حم} شروع سوی دی وروسته د الله
تعالی دغه قول ذکر سوی دی {تَنزِيلُ الْكِتَابِ مِنَ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ - إِنَّ فِى السَّمَاوَاتِ
وَالاٌّرْضِ لاّيَاتٍ لِّلْمُؤْمِنِينَ}.
همداسي د الأحقاف سورت په{حم} شروع سوی دی وروسته د الله
تعالی دغه قول ذکر سوی دی: {تَنزِيلُ الْكِتَابِ مِنَ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ - مَا خَلَقْنَا
السَّمَاوَاتِ وَالاٌّرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَآ إِلاَّ بِالْحَقِّ}.
همداسي ق سورت په{ق} شروع سوی دی وروسته د الله تعالی
دغه قول ذکر سوی دی {وَالْقُرْءَانِ الْمَجِيدِ}.
د مقطعاتو حروفو په تفسير کي مفسرين رحمهم الله تعالی مختلف
نظرونه لري، ځيني مفسرين وايي، چي لدغو حروفو څخه مراد دادی، چي تفسير او تعبير ئې
الله تعالی ته راجع سي او څوک دي ئې تفسير او تعبير نکوي، دغه قول علامه القرطبي
رحمه الله پخپل تفسير کي ليکلی دی او د حضرت أبو بكر، حضرت عمر، حضرت عثمان، حضرت
علي، عبد الله بن مسعود رضي الله عنهم، حضرت عامر الشعبي، سفيان الثوري او الربيع
بن خثيم رحمهم الله څخه هم منقول دی او أبو حاتم بن حيان رحمه الله هم دغه قول
غوره کړی دی([1]).
ځيني مفسرينو
مقطعات حروف تفسير کړي دي؛ خو په معناوو کي ئې اختلاف سره لري عبدالرحمن بن زيد بن
أسلم رحمه الله فرمايي: دغه حروف د سورتونو نومونه دي.
سفيان الثوري رحمه الله له ابن أبي نَجِيح څخه هغه له
مجاهد رحمهم الله څخه روايت کوي، هغه فرمايي: چي "ألم، وحم، وألمص، وص..."
د سورتونو پيلوونکي دي، چي الله تعالی قرآن کریم په پيل کړی دی.
ځيني مفسرين ليکي، چي دا د الله تعالی له نومونو څخه دي،
لکه شعبي رحمه الله چي فرمايي: د سورتونو پيلوونکي د الله تعالی مبارک نومونه دي،
همداسي سالم بن عبدالله او إسماعيل بن عبدالرحمن السُّدِّيُّ الكبير هم پدغه نظر دی.
همداسي شعبة د السدي رحمهم الله څخه روايت نقل کړی دی،
چي ماته د عبد الله بن عباس رضي الله عنه قول را رسيدلی دی، چي هغه فرمايلي دي
"ألم" د الله تعالی له اعظمو اسمونو څخه دی او د حضرت علي رضي الله عنه څخه
هم دغه قول منقول ګڼي.
او علي بن أبي طلحة رحمه الله د عبد الله بن عباس رضي
الله عنهما څخه نقل کوي، چي هغه وويل الله تعالی پدغو حروفو سره قسم کړی دی، نو د
الله تعالی نومونه دي.
ابو صالح له ابن عباس رضي الله عنهما څخه او مرة
الهَمْدَاني د عبد الله بن مسعود رضي الله عنه څخه، او نورو تابعينو د رسول اکرم
صلی الله عليه وسلم له أصحابو څخه را نقل کړي دي، چي دغه هجائيه حروف، چي د قرآن
کريم ځيني سورتونه په پيل سوي دي، د الله تعالی نومونه دي. أبو جعفر الرازي له الربيع بن أنس څخه هغه له
أبو العالية څخه نقل کړی دی، چي دغه مقطعات حروف چي سورتونه په پيل سوي دي يا د
الله تعالی نومونه دي، يا هم د نعمتونو يا مصيبتونو يادونه ده، يا هم پدې کي د
قومونو مدې او نېټې نغښتي دي([2]).
دا د قرآن کريم د مقطعاتو حروفو اړوند معلومات وه.

Comments
Post a Comment