د نکاح او واده لپاره صالحه ميرمن غوره کول

د کتاب له خلاصې څخه لومړۍ برخه:

لومړی – د نکاح او واده لپاره صالحه ميرمن غوره کول:

رسول اکرم صلی الله عليه وسلم د سعادت او نيکمرغۍ په څلورو نښو کي يوه نښه صالحه ميرمن ښوولي ده(۱).

په بل حديث شريف کي ئې فرمايلي دي: په حقيقت کي دنيا ( د دنيوي ژوند امکانات او منابع) د ژوند تيرولو اسباب دي او په دنيوي اسبابو کي هيڅ شی هم تر صالحي ميرمني افضل ندی(۲).

په بل حديث شريف کي ئې فرمايلي دي: دنيا د ژوند تيرولو اسباب دي، او د دنيوي ژوند تيرولو په اسبابو کي بهتر ( نعمت) صالحه ميرمن ده(۳).

 په بل حديث شريف کي ئې فرمايلي دي: ښځه د څلورو معيارونو په اساس په نکاح کيږي، د هغې د شتمنۍ په خاطر، د هغې د کورنۍ په خاطر، د هغې د ښايست په خاطر او د هغې د ديندارۍ په خاطر، نو تاسو دينداري ميرمني وکړئ(۴).

په بل حديث شريف کي ئې فرمايلي دي: د ښځو سره (يوازي) د هغوی د ښايست په اساس نکاحوي مه کوئ، ښايي د هغوی ښکلا د هغوی د تباهۍ سبب سي او د ښځو سره ( يوازي ) د هغوی د شتمنيو په خاطر ( هم ) نکاحوي مه کوئ؛ ښايي د هغوی شتمني د هغوی د سرکښۍ سبب سي؛ خو د دين په اساس نکاحوي وکړئ او زه په ټينګار وايم، چي غوږ پريکړې توره مينځه چي دينداره وي افضله ده (۵).

ماخذونه:

۱: « أَرْبَعٌ مِنَ السَّعَادَةِ : الْمَرْأَةُ الصَّالِحَةُ ، وَالْمَسْكَنُ الْوَاسِعُ ، وَالْجَارُ الصَّالِحُ ، وَالْمَرْكَبُ الْهَنِيءُ ، وَأَرْبَعٌ مِنَ الشَّقَاوَةِ : الْجَارُ السُّوءُ ، وَالْمَرْأَةُ السُّوءُ ، وَالْمَسْكَنُ الضِّيقُ ، وَالْمَرْكَبُ السُّوءُ». رواه الحاكم وابن حبان، کتاب النکاح، ذكر الإخبار عن الأشياء التي هي من سعادة المرء في الدنيا.

۲: إِنَّمَا الدُّنْيَا مَتَاعٌ ، وَلَيْسَ مِنْ مَتَاعِ الدُّنْيَا شَيْءٌ أَفْضَلَ مِنَ الْمَرْأَةِ الصَّالِحَةِ. سنن ابن ماجة، کتاب النکاح، باب أفضل النساء.

۳: « الدُّنْيَا مَتَاعٌ وَخَيْرُ مَتَاعِ الدُّنْيَا الْمَرْأَةُ الصَّالِحَةُ ». صحيح مسلم، کتاب الرضاع، باب خَيْرُ مَتَاعِ الدُّنْيَا الْمَرْأَةُ الصَّالِحَةُ.

۴: «تُنْكَحُ الْمَرْأَةُ لِأَرْبَعٍ لِمَالِهَا وَلِحَسَبِهَا وَلِجَمَالِهَا وَلِدِينِهَا فَاظْفَرْ بِذَاتِ الدِّينِ» (متفق علیه)، کتاب النكاح، باب الأكفاء فى الدين. و صحيح مسلم، کتاب الرضاع، باب اسْتِحْبَابِ نِكَاحِ ذَاتِ الدِّينِ.

۵: لاَ تَزَوَّجُوا النِّسَاءَ لِحُسْنِهِنَّ، فَعَسَى حُسْنُهُنَّ أَنْ يُرْدِيَهُنَّ، وَلاَ تَزَوَّجُوهُنَّ لأَمْوَالِهِنَّ، فَعَسَى أَمْوَالُهُنَّ أَنْ تُطْغِيَهُنَّ، وَلَكِنْ تَزَوَّجُوهُنَّ عَلَى الدِّينِ، وَلأَمَةٌ خَرْمَاءُ سَوْدَاءُ ذَاتُ دِينٍ أَفْضَلُ. (سنن ابن ماجة، کتاب النکاح، باب تزويج ذات الدين).

 


Comments

Popular posts from this blog

د پيسو نلرلو او بيکارۍ پر وخت نکاح او واده کول ګټه لري که تاوانونه؟

د مرکه کوونکي ځوان ( خاطب او راتلونکی زوم) لپاره ځيني مهمي لارښووني

د ميرمني د زړه او باور ساتلو رازونه