د يوسف عليه السلام مستند ژوند او د يوسف سورت جالبي نکتې لومړۍ برخه ( أحسن القصص)
سريزه
إن الحمد
لله نحمده ونستعينه ونستغفره ونعوذ بالله من شرور أنفسنا وسيئات أعمالنا إنه من
يهده الله فلا مضل له ومن يضلل فلا هادي له وأشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك
له وأشهد أن محمداً عبده ورسوله. اما بعد فقد قال الله تعالی: لَّقَدْ كَانَ فِي يُوسُفَ وَإِخْوَتِهِ آيَاتٌ
لِّلسَّائِلِينَ (سورة يوسف – ۷)
له وړوکتوبه د ليکلو او مطالعې شوق لرم او تر څه حده مي
پدغه برخه کي کار کړی دی، مقالې او کتابونه مي ليکلي، ژباړلي او شرح کړي دي،
ذوالجلال والاکرام دې قبول او د آخرت لپاره راته حجت کړي.
له ډيره وخته مي دا هيله وه، چي د قرآن کريم يو تفسير
وژباړم؛ خو دا نه راته معلوميده چي کوم تفسير وژباړم؟
د ۱۴۴۴ کال په شوال مياشت کي مو يوې خواته سفر درلود، د
سفر په بهير کي يوه ملګري راته وويل، که د قران کريم يو تفسير او ترجمه وليکل سي
ښه به وي. ما ورته وويل فکر به وکړو.
تر دغه مجلس څو شپې وروسته مي يو شخص په خوب کي وليدی
پياد مي نه دی، چي څوک وو؛ خو فقط دونه مي پياد دی، چي صالح کس وو او زما څخه ئې
غوښتنه وکړله، چي د يوسف سورت تفسير وليکم. تر را پاڅيدو وروسته مي د الله تعالی
څخه د توفيق غوښتنه وکړه او د خپل کار پيل مي داسي وکړ:
په المکتبة الشاملة کي مي د يوسف عليه السلام او د يوسف
سورت اړوند مقالې او رسالې وکتلې، ځيني مي راواخيستلې، همداسي مي د ځيني مفسرينو
تفسيرونه راواخيستل، تر څو د يوسف سورت په تفسير او ژباړه کي استفاده ورڅخه وکړم،
او مسلمانان مي په دعاء کي یاد کړي ان شاء الله.
په مينه او درنښت
نعمت الله «شاکر»

Comments
Post a Comment