مسلمان به څنګه ښځه يا نجلۍ د نکاح لپاره انتخابوي
د ميرمني د انتخاب معيار:
لکه څنګه چي اسلامي شريعت ميرمنو او د هغو والدينو
او سرپرستانو ته د صالحو خلکو سره د دوستۍ لارښوونه کړې ده، همداسي ئې نارينه وو
ته هم لارښوونه کړې ده، چي دينداره ميرمن په نکاح کړي.
په يوه حديث شريف کي رسول الله د نکاح لپاره څلور
معيارونه ذکر کړي دي او په اخر کي ئې غوره معيار ښوولی دی، رسول اکرم صلی الله
عليه وسلم فرمايي:
ښځه د څلورو معيارونو په اساس په نکاح کيږي، د هغې
د شتمنۍ په خاطر، د هغې د کورنۍ په خاطر، د هغې د ښايست په خاطر او د هغې د
ديندارۍ په خاطر، نو تاسو دينداري ميرمني وکړئ([1]).
دلته رسول الله د نکاح لپاره څلور معيارونه ذکر
کړل: يو څوک د داسي ښځي سره نکاح کوي، چي هغه شتمنه وي، يو څوک د داسي ښځي سره
نکاح کوي، چي هغه د يوې مشهورې او نوموتي کورنۍ غړې وي، يو څوک د ښايستې ښځي سره
نکاح کوي او يو څوک بيا د دينداري ښځي سره نکاح کوي. وروسته رسول اکرم صلی الله
عليه وسلم خپل نظر او حکم اظهاروي او وايي، چي تاسو د دينداري ښځي سره نکاح وکړئ.
د دينداري ښځي سره پر نکاح کولو چي هر څونه بحث
وسي، بيا هم لږ دی؛ ځکه ښځه چي دينداره وي، نو هيڅکله هغه کور د غير شرعي کړنو محل
نسي جوړېدلای، د هغې اولادونه به دينداره وي، د هغې دوستان به دينداره وي، د هغې
غوښتني به د ديني اساساتو په رڼا کي وي، د هغې خوشالي او خوابدي به د ديني
لارښوونو مطابق وي....
په نورو احاديثو کي هم رسول اکرم صلی الله عليه
وسلم خپل امت پدې امر کړی دی، چي د ديندارو ښځو سره نکاحوي وکړئ، د بيلګي په توګه
دغه حديث دی، چي رسول اکرم صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي:
د ښځو سره (يوازي) د هغوی د ښايست په اساس نکاحوي
مه کوئ، ښايي د هغوی ښکلا د هغوی د تباهۍ سبب سي او د ښځو سره ( يوازي ) د هغوی د
شتمنيو په خاطر ( هم ) نکاحوي مه کوئ؛ ښايي د هغوی شتمني د هغوی د سرکښۍ سبب سي؛
خو د دين په اساس نکاحوي وکړئ او زه په ټينګار وايم، چي غوږ پريکړې توره مينځه چي
دينداره وي افضله ده([2]).
که پوره متوجه سو، نو رسول اکرم صلی الله عليه
وسلم څونه په صراحت سره فرمايلي دي، چي د ميرمنو د انتخاب لپاره يوازي ښايست مه
معياروئ؛ ځکه ښايست يو خو مؤقتي صفت دی، چي تر لږ وخت تيريدو وروسته زړيږي او دا
معمول دی، چي کله سبب يا شرط له منځه ولاړ سي، نو هغه مسبب يا مشروط هم له منځه
ځي. نو که ښايست د انتخاب او محبت سبب يا شرط سي، د ښايست د له منځه تللو سره سم
محبت هم له منځه ځي. او بله دا چي کله کله ښايست په ښځو کي غرور پيدا کوي او پر
خاوند احسان اچوي يا ئې سپکاوی کوي، يا ممکن نور ناوړي پايلي پيښي سي. همداسي رسول
الله وروسته فرمايلي دي، چي د ميرمنو د انتخاب لپاره يوازي شتمني مه معياروئ؛ ځکه
امکان لري، چي د هغې شتمني د هغي د سرکښۍ سبب سي، بيا به ستاسو اطاعت نه کوي او
هغه کورنی ژوند به مو ګډوډ سي. نو د نکاح لپاره اساسي شرط او معيار دينداري وټاکئ،
چي نه زړېږي او نه هم په انسان کي د سرکښۍ سبب کيږي. په آخره کي رسول الله ښه
صراحت کړی دی، چي د بيديني ښايستې په نسبت دينداره، غوږ پريکړې او توره مينځه افضله
ده.
په بل حديث شريف کي داسي منطقي لارښوونه سوې ده،
چي هر د عقل خاوند حيرانوي، فرمايي: په حقيقت کي دنيا ( د دنيوي ژوند امکانات او
منابع) د ژوند تيرولو اسباب دي او په دنيوي اسبابو کي هيڅ شی هم تر صالحي ميرمني
افضل ندی([3]).
پدغه حديث شريف کي واضح وينو، چي رسول اکرم صلی
الله عليه وسلم د دنيوي ژوند په ټولو منابعو او امکاناتو کي افضل نعمت صالحه ميرمن
ياده کړه. که دقيق فکر وکړو، نورښتيا هم په دنيا کي بهترين نعمت صالحه ميرمن ده،
چي د انسان زړه ته سکون ورکوي، له هري ناروا کړني، وينا او حتی ناوړه فکر څخه د
راګرځېدو بهترينه او مؤثره وسيله ده. د اولادونو بهترينه روزونکې ده، د هري ستړيا
پر وخت هوسا کوونکې ده او د هري پريشانۍ پر وخت ډاډ ورکونکې ده، د هري خوښۍ پروخت
شکر ايستونکې ده، د هري ناروغۍ پر وخت داسي خدمت کوونکې ده، چي پرده مو په منځ کي
نسته. په کور او بيابان کي د اطمئنان او امن وسيله ده. د هري مشورې پر وخت ښه
مشاوره ده....
که ميرمن ناصالحه وه، نو خاوند به ناآرام وي،
اولادونه به ګمراهان وي، په کور او بيابان کي به خاوند بدګمانه، انديښمن او پريشان
وي. نو په هغه انتخاب کي زيات دقيق واوسئ، چي وروسته ئې په اړه تصميم نيول سخت کار
وي!
که نارينه او مېرمني د نکاح او واده لپاره علم او ښه
اخلاق شرط کړي، ژر به ټولنه د علم او اصلاح تقوا خواته سوق سي او د داسي حالاتو
شاهدان به سو، چي نه به سترګو ليدلي وي او نه به غوږونو اورېدلي وي؛ ځکه هر څوک به
کوښښ کوي، چي د انتخاب معيارونو ته ځان ورسوي او داسي صفات په ځان کي پيدا کړي، چي
خلک ئې د دوستۍ شوق ولري. يوازي ښايست يا شتمني رښتيا هم مؤقتي يا د مغرورۍ صفات
دي، نو يوازي د دغو معيارونو په اساس نکاح کول نامطلوبي پايلي لري.
واده معنوي عقد دی او معنوي عقدونه بايد د روحي
اړيکو پر بنسټ وسي.
د هلک او نجلۍ دواړو هوښياري داده، چي د نکاح
لپاره مٶقتي صفات په نظر کي ونه نيسي، لکه ښکلا او پيسې.
که د دنيا او عقبی عزت، اطمئنان او ښه کورنۍ
غواړي، نو دائمي صفات دي په نظر کي ونيسي، لکه دينداري، علم، وقار، ښه اخلاق،
متقابل احترام، درک او محبت.
[1]: «تُنْكَحُ الْمَرْأَةُ
لِأَرْبَعٍ لِمَالِهَا وَلِحَسَبِهَا وَلِجَمَالِهَا
وَلِدِينِهَا فَاظْفَرْ بِذَاتِ الدِّينِ» (متفق
علیه)،
کتاب النكاح، باب الأكفاء فى الدين. و صحيح مسلم، کتاب
الرضاع، باب اسْتِحْبَابِ
نِكَاحِ ذَاتِ الدِّينِ.
[2]: لاَ
تَزَوَّجُوا النِّسَاءَ لِحُسْنِهِنَّ، فَعَسَى حُسْنُهُنَّ أَنْ يُرْدِيَهُنَّ،
وَلاَ تَزَوَّجُوهُنَّ لأَمْوَالِهِنَّ، فَعَسَى أَمْوَالُهُنَّ أَنْ
تُطْغِيَهُنَّ، وَلَكِنْ تَزَوَّجُوهُنَّ عَلَى الدِّينِ، وَلأَمَةٌ خَرْمَاءُ
سَوْدَاءُ ذَاتُ دِينٍ أَفْضَلُ. (سنن ابن ماجة، کتاب النکاح، باب تزويج ذات الدين).
[3]: إِنَّمَا
الدُّنْيَا مَتَاعٌ ، وَلَيْسَ مِنْ مَتَاعِ الدُّنْيَا شَيْءٌ أَفْضَلَ مِنَ
الْمَرْأَةِ الصَّالِحَةِ. سنن
ابن ماجة، کتاب النکاح، باب أفضل النساء.

Comments
Post a Comment