د نکاح د فسخ کېدو اسباب او موارد

 

د نکاح د ختميدو څوارلسم سبب - د نکاح فسخ:

فسخ په لغت کي ماتيدلو او ليري کېدلو ته ويل کيږي(۱).

او په اصطلاح کي د عقد له منځه وړلو ته وايي(۲)، يعني د عقد هغه اثار او احکام پکښي ختم سي، چي له عقد سره ايجاد سوي وه.

د فسخي مثالونه:

1)  که خاوند او ميرمن کافران وه، خاوند مسلمان سو او ميرمني د اسلام له منلو څخه انکار وکړ، نکاح ئې فسخ سوه؛

2)  که د هلک یا نجلۍ په کوچنیوالي کي د پلار او نیکه پرته د بل ولي لخوا نکاح وتړل سي، نو کله چي بالغ سي، د نکاح د منلو یا ردولو اختیار لري؛

3)  که یو نارینه یا ښځه د ليونتوب په حالت کي د پلار، نیکه یا زوی پرته د بل ولي له خوا په نکاح ورکړل سي، کله چي هغه له جنونه روغ او هوښیار سي، د نکاح د منلو یا ردولو اختیار لري؛

4)  د رضعت حرمت طاري کيدل ئې هم بېلګه ده، بحث ئې مخکي تير سوی دی؛

5)  د مصاهرت حرمت طاري کيدل:

الف: د خواښي يا د هغې له مور يا انا سره زنا کول، د ميرمني سره نکاح فسخ کوي او دايمي حرمت رامنځته کوي؛

باء: د خپلي ښځي له لور (ربيبه/ بچندري) سره زنا کول، د ميرمني سره نکاح فسخ کوي او دايمي حرمت رامنځته کوي؛

جيم: د خپلي ميرې سره زنا کول، د ده د پلار او ميرې نکاح فسخ کوي؛

دال: د مږور سره زنا کول، د زوی او د هغه د ښځي نکاح فسخ کوي (۳).

متارکه:

په لغت کي د رحيل او يو بل پريښوولو په معنی دی (۴).

او په اصطلاح کي د يوه کس لخوا د هغي ميرمني پريښوول دي، چي په فاسد عقد سره ئې نکاح سوې وي، که تر دخول مخکي وي او که وروسته وي. که څه هم ټول فقهاء تر دخول وروسته د فاسد عقد پريښوول سوې ميرمني لپاره د متارکې اصطلاح نه کاروي؛ خو تر دخول مخکي دغه اصطلاح کارول د ټولو فقهاوو اتفاقي اصطلاح ده (۵)

ماخذونه:
۱) : المصباح المنير ، ومختار الصحاح ، والقاموس ، والمغرب).

۲) : الأشباه والنظائر لابن نجيم في هامش حاشية الحموي عليه 2 / 195).

۳) : البدائع 2 / 336 وما بعدها، وفتح القدير 3 / 21، وابن عابدين 2 / 306.

۴) : المصباح المنير ، ومختار الصحاح).

۵) : ابن عابدين على الدر المختار 3 / 134).

څنګه واده وکړم 200 مخ.

Comments

Popular posts from this blog

د پيسو نلرلو او بيکارۍ پر وخت نکاح او واده کول ګټه لري که تاوانونه؟

د مرکه کوونکي ځوان ( خاطب او راتلونکی زوم) لپاره ځيني مهمي لارښووني

د ميرمني د زړه او باور ساتلو رازونه