د يوسف عليه السلام مستند ژوند او د يوسف سورت جالبي نکتې شپږمه برخه (د يوسف سورت د درېيم آيات ترجمه او تفسير)
د يوسف سورت د درېيم نمبر آيت ترجمه، تفسير او ورپوري متلق بحثونه:
نَحْنُ
نَقُصُّ عَلَيْكَ أَحْسَنَ الْقَصَصِ بِمَا أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ هَذَا الْقُرْآنَ
وَإِنْ كُنْتَ مِنْ قَبْلِهِ لَمِنَ الْغَافِلِينَ ﴿يوسف: ۳﴾.
ژباړه: موږ تاته
ډيره ښکلې قصه کوو، په هغه څه سره چي تاته پدغه قرآن کي وحيي کوو، پداسي حال کي چي
ته تر دغه مخکي له ناخبرانو څخه وي.
ځيني
مؤمنانو رسول اکرم صلی الله عليه وسلم ته وويل، چي اې د الله رسوله! کاشکي موږ ته
يوه قصه وکړې. نو الله تعالی دغه ښکلې قصه نازله کړه.
الله
جل جلاله د يوسف عليه السلام قصه ډيره ښکلې قصه (احسن القصص) وبلله او رسول اکرم
صلی الله عليه وسلم ته ئې وويل، موږ چي قرآن کريم تاته وحيي کوو، نو په هغه وحيو
کي قصې درباندي نازلوو او دا وار مو تر ټولو ښکلې
قصه درباندي نازله کړه، پداسي حال کي چي ته مخکي لدغې قصې څخه خبر نه وې. رسول اکرم صلی الله عليه وسلم د يوسف قصه او
ځيني نوري قصې له خلکو اورېدلي وې؛ خو په هغو قصو کي به د
واقعيتونو تر څنګ ځيني درواغ او له ځانه جوړ سوي موضوعات هم شامل وه، نو الله جل
جلاله رسول اکرم صلی الله عليه وسلم ته د انبياوو واقعي قصې رااستولي دي، تر څو له
يوه اړخه خلک ايمان پر راوړي، چي رښتينی رسول دی او له بله اړخه د هماغو قصو څخه
خلک درس او عبرت واخلي.
الله
تعالی رسول اکرم صلی الله عليه وسلم ته فرمايي{ نَحْنُ
نَقُصُّ عَلَيْكَ أَحْسَنَ الْقَصَصِ } موږ تاته ډيره ښکلې قصه
بيانوو، يعني رښتينې، مرتبه، سليسه او د عالي معناوو، مفاهيمو او درسونو لرونکې
قصه ده.
وروسته ورته فرمايي{ بِمَا
أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ هَذَا الْقُرْآنَ } موږ تاته قران کريم وحيي
کړی دی، چي دا د رب العالمين لخوا عظيم احسان دی او پر نورو نبيانو باندي د رسول
الله د فضيلت په معنی دی.
وروسته ورته فرمايي { وَإِنْ كُنْتَ مِنْ قَبْلِهِ لَمِنَ الْغَافِلِينَ } او ته تر دغه قصې مخکي پدغه قصه نه وي خبر يا هم تر وحيو او نبوت مخکي پدغه
کتاب او ايمان نه وي خبر موږ تاته نبوت درکړ، قران کريم غوندي عظيم کتاب مو درکړ،
چي زما بندګان د هدايت لاري ته په راوبولې.
د أحسن القصص يادونه هم د
ارزښت انګيزه ايجادوي:
د قرآن کريم ټولي قصې ډيري ښايستې دي او پدغو قصو کي
هرڅه د عبرت اخيستلو او د احکامو د استفادې لپاره خورا ښې منابع دي؛ خو دغه قصې ته
د احسن القصص امتياز ورکول سوی دی.
امام القرطبي رحمه الله ئې په تفسير کي ليکلي دي: پدې
اړه علماء اختلاف لري، چي د نورو سورتونو او قصو په منځ کي ولي دغه سورت په احسن
القصص نومول سوی دی؟
د دې پوښتني يو ځواب علماوو دا ويلی، چي په قرآن کريم کي
د انبياوو قصې د عبرت لپاره ذکر سوي دي، لکه څنګه چي الله تعالی په آخره کي
فرمايلي هم دي، چي بيله شکه د انبياوو په قصو کي د عقل لرونکو لپاره عبرتونه سته([1])؛ خو د نورو قصو په
نسبت د يوسف عليه السلام قصه د زياتو عبرتونو او حکمتونو لرونکې ده.
ځيني علماوو د دې سوال ځواب داسي کړی دی، چي يوسف سورت
ځکه احسن القصص بلل سوی دی، چي يوسف عليه السلام د خپلو وروڼو سره ښه ورورګلوي
وکړه، د هغوی پر ظلمونو ئې صبر وکړ، د هغوی سره ترليدلو او يو ځای کيدلو وروسته ئې
هغوی ته عفو وکړه، د هغوی پوره اکرام ئې وکړ، حتی د غذائې موادو د ورکولو پر وخت
ئې د هغوی د ظلمونو يادونه ونکړه، او په اخره کي ئې ورته وويل: پر تاسو باندي نن
هيڅ ملامتيا نسته([2]).
ځيني علماوو د دې پوښتني ځواب دا ويلی دی، چي پدې سورت
او قصه کي د انبياوو، صالحينو، ملائکو، شيطانانو، پيريانو، انسانانو، حيوانانو،
مرغانو، پاچهانو، مملکتونو، تجارانو، علماوو، جاهلانو، نارينه وو، ښځو او د هغوی د
چمونو او مکرونو يادوني سوي دي. پدې سورت او قصه کي د توحيد، فقهي، سيرت، د خوبونو
تعبيرونه، سياست، ټولنيز ژوند، د ژوند کولو تدابير او هغه طريقې ذکر سوي دي، چي د
دين او دنيا چاري په سميږي.
ځيني علماء وايي، چي پدې قصه کي د حبيب او محبوب ذکر او
د هغوی د محبت نتايج بيان سوي دي. ځيني علماء د دې سوال جواب داسي وايي، چي أحسن د
ډير ښايسته په معنی دی. د معانيو علماء وايي، چي دا ترټولو غوره قصه ده؛ ځکه چي پدغه
قصه کي ښه برخليک لرونکي اشخاص ذکر سوي دي، لکه یوسف عليه السلام، د هغه پلار
يعقوب عليه السلام، د هغه وروڼه او د عزيز مصر مېرمن ياد سوي دي.
ځيني علماء وايي، چي د يوسف عليه السلام د ايمان او
اخلاقو په سبب هغه پاچا هم ايمان راوړ، هغه ساقي هم ايمان راوړ، چي په زندان کي ئې
د يوسف عليه السلام څخه د خپل خوب تعبير پوښتلی وو او هغه شاهدانو هم ايمان راوړ،
نو ځکه احسن القصص ده([3]).

Comments
Post a Comment