ايا يوه ښځه کولای سي، چي خپله هم د نکاح وړانديز وکړي؟
ايا يوه ښځه کولای سي، چي خپله هم د نکاح وړانديز وکړي؟
سهل بن سعد رضي الله عنه روايت کوي، چي يوه ښځه
راغله او رسول اکرم صلی الله عليه وسلم ته ئې خپل نفس وړاندي کړ ( يعني وئې ويل،
چي زه د نکاح اراده لرم)، په مجلس کي ناست يوه کس وويل، اې د الله رسوله، دغه
ميرمن ماته په نکاح راکړه. رسول اکرم صلی الله عليه وسلم ورته وويل، ستاسره څه
سته؟ هغه وويل: يه هيڅ راسره نسته. رسول الله ورته وويل: ولاړسه او يو څه ولټوه،
حتی که د اوسپني ګوتمۍ هم وي. هغه ولاړی او بيرته راغلی او وئې ويل: په الله تعالی
قسم کوم، چي هيڅ شی مي پيدا نکړل، حتی د اوسپني ګوتمۍ مي هم پيدا نکړه؛ خو دغه زما لَنګ ([1]) دی نيم ئې دې ته ورکوم. سهل بن سعد رضي الله عنه فرمايي: چي هغه کس پټو
نه درلود ( يعني يوازي ئې لنګ تړلی وو)، نو رسول الله ورته وويل: هغه ( ميرمن) به
ستا په لنګ څه وکړي؟ که ئې ته اغوندې، نو هغې ته هيڅ شی نه پاتيږي او که ئې دا
اغوندي، نو تاته هيڅ شی نه پاتيږي.هغه کس کښينستی، مجلس اوږد سو، کله چي هغه کس
ولاړ سو، رسول اکرم صلی الله عليه وسلم وليدی، ور ږغ ئې کړل راوئې غوښت او ورته
وئې ويل: ستا سره د قرآن کريم کوم څه سته؟ هغه وويل زما فلانی او فلانی سورتونه
زده يا پياد دي، د څو سورتونو نومونه ئې ذکر کړل. رسول اکرم صلی الله عليه وسلم
ورته وويل: دا مي تاته د هغه څه په مقابل کي په نکاح درکړه، چي ستاسره څومره قرآن
دی ([2]).
يعني هغه سورتونه به ورښيې او ورزده کوې به ئې، چي ستا زده دي، دغه د دې مهر دی.
دلته دوې مهمي خبري سته، يوه داده چي ښځه هم کولای
سي، چي د نکاح لپاره وړانديز وکړي، د نکاح ايجاب يوازي پر نارينه منحصر نه دی. بله
خبره داده، چي مهر يوازي مادي شيان ندي، بلکي معنوي مهر هم جائز دی، لکه دلته چي
رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه صحابي ته د معنوي مهر په مقابل کي ښځه ورکړه، تر
څو هغې ته هغه سورتونه وښيي، چي د ده زده دي.
[1] : هغه وخت عربو دوې ټوټي جامې لرلې، چي يوه ټوټه ئې پر اوږو
اچوله، چي نس او ملا به ئې هم په پټېدله او دغه ته ئې رداء يا زموږ په اصطلاح پټو
ويله او بله ټوټه ئې له نس څخه تر ورنونو پوري تاووله، چي هغه ته ئې ازار يا لَنګ
وايه. نو دغه صحابي فقط لَنګ درلود، پټو ئې هم نه درلود.
[2] : عَنْ سَهْلٍ أَنَّ امْرَأَةً
عَرَضَتْ نَفْسَهَا عَلَى النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم فَقَالَ لَهُ رَجُلٌ يَا
رَسُولَ اللهِ زَوِّجْنِيهَا فَقَالَ مَا عِنْدَكَ قَالَ مَا عِنْدِي شَيْءٌ قَالَ
اذْهَبْ فَالْتَمِسْ وَلَوْ خَاتَمًا مِنْ حَدِيدٍ فَذَهَبَ ثُمَّ رَجَعَ فَقَالَ
: لاََ وَاللَّهِ مَا وَجَدْتُ شَيْئًا ، وَلاَ خَاتَمًا مِنْ حَدِيدٍ وَلَكِنْ
هَذَا إِزَارِي وَلَهَا نِصْفُهُ- قَالَ سَهْلٌ وَمَا لَهُ رِدَاءٌ فَقَالَ
النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم وَمَا تَصْنَعُ بِإِزَارِكَ إِنْ لَبِسْتَهُ لَمْ
يَكُنْ عَلَيْهَا مِنْهُ شَيْءٌ وَإِنْ لَبِسَتْهُ لَمْ يَكُنْ عَلَيْكَ مِنْهُ
شَيْءٌ فَجَلَسَ الرَّجُلُ حَتَّى إِذَا طَالَ مَجْلَسُهُ قَامَ فَرَآهُ
النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم فَدَعَاهُ ، أَوْ دُعِي لَهُ فَقَالَ مَاذَا مَعَكَ
مِنَ الْقُرْآنِ فَقَالَ مَعِي سُورَةُ كَذَا وَسُورَةُ كَذَا لِسُوَرٍ
يُعَدِّدُهَا فَقَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم أَمْلَكْنَاكَهَا بِمَا
مَعَكَ مِنَ الْقُرْآنِ. متفق عليه، کتاب النکاح، باب الصداق وجواز كونه تعليم قرآن
وخاتم حديد وغير ذلك من قليل وكثير، و لفظ البخاري.

Comments
Post a Comment