شل ډير ستر نعمتونه
په ژوند کي
شل ډير ستر نعمتونه:
1. صالحه عقیده — د الله تعالی پر توحید
او د رسول الله پر رسالت
باندي صحيح ايمان؛
2. صالح نیت — د مشروعو کارونو
لپاره پاک او د الله تعالی د رضا نیت لرل؛
3. صالح عمل —
د الله تعالی داسي عبادت، چي د رسول الله د عمل او لارښوونو سره برابر وي؛
4. صالح علم — هغه علم چي انسان حق په وپيژني، عمل په وکړي، خلکو ته ئې ورسوي او خدمت په وکړي؛
5. صالحه مېرمن — دينداره، بااخلاقه د ژوند ملګرې؛
6. صالح اولاد — داسي اولاد، چي د والدینو
لپاره د دنیا او آخرت خیر وي او والدينو ته دعاوي کوي؛
7. صالح رفیق — داسي ملګری، چي انسان خیر
ته هڅوي، له ضرر څخه ئې
ژغوري او ورسره اړيکي د الله تعالی د دوستۍ سبب وي؛
8. صالح استاد — داسي استاد چي ښه علم،
اخلاق او عمل ولري او
خپلو زده کوونکو ته د اولادونو په سترګه ګوري؛
9. صالح ګاونډیان — د خیر، امانت او ښه
چلند خاوندان وي او نور
ئې له ضرره په امن وي؛
10. صالحه کورنۍ — داسي کورنۍ چي د دین،
محبت او اخلاقو لرونکې
وي او په دنيا او آخرت کي سترګي په لوړي وي؛
11. صالح مشاور— داسي مشاور، چي د مشورې پر وخت د امانت او صداقت
تر څنګ خيرخواه هم وي؛
12. صالح دوستان —
داسي دوستان، چي په پرمختګ مو خوښيږي او د ضرر پر وخت ډاډ او همکاري کوي؛
13. صالح مال — حلال رزق چي د خیر په
لاره کي مصرفيږي؛
14. صالح کسب — حلاله او ګټوره دنده یا
تجارت؛
15. صالح چاپېریال — داسي ماحول چي انسان له
ګناه څخه ساتي او نيکۍ ته ېې هڅوي؛
16. صالحه وینا — رښتیني، نرمي او داسي ګټوري خبري، چي عمل په سوی وي؛
17. صالح اخلاق — صبر، تواضع، عفو، امانت
او حُسنِ معاشرت؛
18. صالحه ټولنه — له داسي خلکو سره
اړیکي، چي د خیر په کارونو کي يو د بل مرسته کوي او له ناوړو کړنو څخه يو بل منع کوي؛
19. صالح هدف — په ژوند کي داسي موخي لرل، چي دنیا او
آخرت دواړه آبادولای سي؛
20. صالحه پایله/حسن خاتمه — داسي ژوند کول، چي د انسان ژوند په ایمان او نيکو اعمالو پای ته ورسوي.
Comments
Post a Comment