د قرآن کريم د تفسير ارزښت او د تفسير پيژندنه (د يوسف عليه السلام مستند ژوند او د يوسف سورت جالبي نکتې دوهمه برخه ( أحسن القصص))

 

د قرآن کريم د تفسير ارزښت:

د هر علم ارزښت د هغه علم د موضوع او په ټولنه کي د هغې د اړتيا او درناوي سره مستقيم تړاو لري. د قرآن کريم د تفسير علم؛ ځکه د زيات ارزښت وړ او اشرف


العلوم دی، چي موضوع ئې د رب العالمين هغه کلام دی، چي د ټولو علومو، حکمتونو او فضيلتونو سرچينه ده. د دې علم غرض ځکه د قدر وړ دی، چي په العروة الوثقی پوري اعتصام او حقيقي سعادتونو ته د اتصال عالي سبب دی. او دغه علم ته د مسلمانانو اړتيا تر نورو علومو زياته ده؛ ځکه دغه علم د انسان د ټولو ديني او دنيوي اړتياوو د رفع کېدلو او پوره کيدلو سبب کيدلای سي.

د تفسير پيژندنه:

د تفسير پيژندني په نتيجه کي انسان ته د الله تعالی منهجونه او لارښووني معلوميږي، چي پدغو منهجونو او لارښوونو کي نجات، راحت، اطمئنان، لوړوالی، برکتونه، پاکي او د نفس تزکيه شامل دي. همداسي د تفسير په علم کي د شيطان منهجونه، دامونه، فسادونه او اسباب پيژندل کيږي، چي هغه ولي د انسان دښمن دی او په کومو طريقو سره د انسان د ګمراه کولو کوښښ کوي او څنګه انسان په خپلو دامونو کي اچوي!

الله تعالی فرمايي:  فَمَنِ اتَّبَعَ هُدَايَ فَلَا يَضِلُّ وَلَا يَشْقَىٰ - وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَىٰ ﴿طه: ۱۲۴-۱۲۳﴾.  چا چي زما د لارښوونو پيروي وکړه، نو هغه نه ګمراه کيږي او نه بدمرغه کيږي او چا چي زما له ذکر( لارښوونو) څخه مخ واړاوه، نو د هغه ژوند به تنګ سي او په قيامت به ړوند راوپاڅيږي. په قرآن کريم کي په تدبر سره امر سوی دی: (كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ إِلَيْكَ مُبَارَكٌ لِّيَدَّبَّرُوا آيَاتِهِ وَلِيَتَذَكَّرَ أُولُو الْأَلْبَابِ ﴿ص: ٢٩﴾. دغه مبارک کتاب مي درباندي نازل کړی دی، د دې لپاره چي په اياتونو کي ئې تدبر وکړل سي او د دې لپاره چي د عقل خاوندان پند ځني واخلي. په بل آيت کي الله تعالی فرمايي: ( أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ أَمْ عَلَىٰ قُلُوبٍ أَقْفَالُهَا ﴿محمد: ٢٤﴾. ايا دوی په قرآن کي تدبر نه کوي، که ئې زړونو ته قلفونه لويدلي دي؟!. په بل آيت شريف کي فرمايي: (أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ وَلَوْ كَانَ مِنْ عِندِ غَيْرِ اللَّهِ لَوَجَدُوا فِيهِ اخْتِلَافًا كَثِيرًا ﴿النساء: ٨٢﴾. ايا دوی په قرآن کي تدبر نه کوي، که چيري (دغه قرآن کريم) د الله تعالی لخوا نه وای، نو دوی به زيات اختلافات پکښي موندلي وای. او بل ځای فرمايي: (وَتِلْكَ الْأَمْثَالُ نَضْرِبُهَا لِلنَّاسِ وَمَا يَعْقِلُهَا إِلَّا الْعَالِمُونَ ﴿العنكبوت: ٤٣﴾ او دغه امثال موږ د خلکو لپاره بيانوو او پدې يوازي عالمان پوره پوهيږي. ابن أبي حاتم د عمرو بن مرة رحمه الله تعالی څخه روايت کوي، چي زه په کتاب الله کي دغه آيت ته تر اوسه نه يم رسيدلی؛ خو غمجن کړی ئې يم.

دا چي قران کريم د الله تعالی بندګانو ته الهي پيغامونه، حکمونه او لارښووني دي او د بندګانو د نجات او برياليتوب لپاره راغلی دی، نو بندګان مجبور او مکلف دي، چي دغه عظيم کتاب خلاص کړي، وئې لولي، ځان په وپوهوي او د امکان تر حده ئې نافذ او تطبيق کړي؛ ځکه الله تعالی خپل بندګان پدغه امر کړي او هڅولي دي، چي په قران کي تدبر وکړي، ځان په وپوهوي او عملي ئې کړي.
أحسن القصص ۲ مخ

Comments

Popular posts from this blog

د پيسو نلرلو او بيکارۍ پر وخت نکاح او واده کول ګټه لري که تاوانونه؟

د مرکه کوونکي ځوان ( خاطب او راتلونکی زوم) لپاره ځيني مهمي لارښووني

د ميرمني د زړه او باور ساتلو رازونه