د څنګه واده وکړم کتاب سريزه

 بسم الله الرحمن الرحيم

سريزه

إِنَّ الْحَمْدَ لِلَّهِ نَسْتَعِينُهُ وَنَسْتَغْفِرُهُ وَنَعُوذُ بِهِ مِنْ شُرُورِ أَنْفُسِنَا مَنْ يَهْدِ اللَّهُ فَلاَ مُضِلَّ لَهُ وَمَنْ يُضْلِلْ فَلاَ هَادِيَ لَهُ وَأَشْهَدُ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُه. ألَّذِي أَرْسَلَهُ اللهُ بِالْحَقِّ بَشِيرًا وَنَذِيرًا بَيْنَ يَدَيِ السَّاعَةِ مَنْ يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ رَشَدَ وَمَنْ يَعْصِهِمَا فَإِنَّهُ لاَ يَضُرُّ إِلاَّ نَفْسَهُ وَلاَ يَضُرُّ اللَّهَ شَيْئًا.

أما بعد فقد قال الله تعالی في کلامه المجيد: وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجًا لِّتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُم مَّوَدَّةً وَرَحْمَةً إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ ﴿الروم: ٢١﴾.

اسلام داسي مبارک دين دی، چي انسان ته ئې د دنيوي او اخروي ژوند د نجات او برياوو طريقې ښوولي دي او مسلمان ته ئې د ژوند د هري برخي په اړه داسي وسائل او مسائل واضح کړي دي، چي په عملي کولو سره ئې په دنيا او آخرت دواړو کي د عزت ژوند کولای سي.

ډير متاهل ځوانان او ځواناني د خپلو فاميلونو د ناوړو تصميمونو ښکار سوي دي، ډير مجردان او پيغلاني د خپلو فاميلونو د ناوړو ارادو په اساس د نکاح او واده تر اصلي وخت تير سوي دي او د نورو د تصميمونو قرباني دي......

ډير خلک بالغي لوڼي لري؛ خو پدې نپوهيږي، چي څنګه د خپلي لور کور ورجوړ کړي. ډير خلک ځوانان زامن لري؛
خو پدې نپوهيږي، چي څنګه د زامنو کورونه ورجوړ کړي....

ډير خلک په کورونو کي شخصي او فاميلي ستونزي لري، چي د پوهي په صورت کي ئې شته ستونزي په ډيره اسانۍ سره حليدلای سي؛ خو هغه پوهه د دوی سره نه وي او له شرمه چاته مراجعه نسي کولای.

د کورني ژوند اهميت ته په کتو په کار وه، چي پدې اړه زيات کار سوی وای، په پښتو ژبه شرعي او عرفي اصول ليکل سوي وای؛ خو له بده مرغه د نورو تشو تر څنګ دغه برخه هم تشه ده.

الله تعالی مهربان دی، د نورو ستونزو تر څنګ به دا ستونزه هم حل سي ان شاء الله.

له ډيره وخته مي يادداښتونه اخيستل او اراده مي لرله، چي د کورني ژوند اړوند يو وړوکی کتاب وليکم؛ ځکه په پښتني ټولنه کي د کورني ژوند اړوند بشپړ پوهاوی نسته، ډير لوستي او ښاري فاميلونه هم خورا درنې ستونزي لري او بنسټ ئې د کافي پوهاوي نشتون دی. دغو اړتياوو ته په کتو مي دغه ( څنګه واده وکړم؟) کتاب وليکی او ستاسو تر لاسونو مي ورساوه، حق تعالی دي ئې قبول کړي او هيله لرم، پدې برخه کي د افغانانو ستونزي حل يا لږي کړي.

د يادونې وړ ده، چي په اکثرو ځايونو کي مي د قرآن کريم د اياتونو ژباړه نده ليکلې، تر څو لوستونکي د قرآن کريم د اياتونو د ژباړي او تفسير لپاره تفسيرونو ته مراجعه وکړي.

نعمت الله «شاکر»


Comments

Popular posts from this blog

د پيسو نلرلو او بيکارۍ پر وخت نکاح او واده کول ګټه لري که تاوانونه؟

د مرکه کوونکي ځوان ( خاطب او راتلونکی زوم) لپاره ځيني مهمي لارښووني

د ميرمني د زړه او باور ساتلو رازونه