په محبسونو او توقیف خانو کي روزنه

 په محبسونو او توقیف خانو کي:

د بنديانو دښې روزني، پالني او مصروفيتونو ميکانيزمونه ايجادول خورا مهم کار دی.

۱)  د بنديانو صحت او اساسي اړتياوو ته پام کول ښه عواقب لري؛

۲)  بنديانو ته د حرفو او کسبونو ښوونه د دولت او ملت لپاره خورا ښې پايلي لري؛

۳)  په مرکز اصلاح او دار التاديبونو کي د ماشومانو او نوو ځوانانو وضعيت، خپلمنځيو اړيکو او د اذهانو تنوير ته ئې ژور پام کول د بدو عواقبو څخه د مخنيوی قوي عامل دی.

۴)  په محبسونو کي د پوهي د انتقال او د مطالعې فرهنګ د ترويجيدلو لپاره مفيد او مهم کتابونه توزيع کول، د امتحان په نتيجه کي د مجازاتو تخفيف خورا ښې پايلي لري؛

۵)  د محبسونو بنديان په عام المنفعه کارونو کي مصروفول، تر څو له ذهني فشار او ناروغۍ څخه مخنيوی وسي او له بله اړخه وړيا بشري قوه ده، انرژي ئې بايد په مثبتو فعاليتونو کي مصرف سي.

شاکر


Comments

Popular posts from this blog

د پيسو نلرلو او بيکارۍ پر وخت نکاح او واده کول ګټه لري که تاوانونه؟

د مرکه کوونکي ځوان ( خاطب او راتلونکی زوم) لپاره ځيني مهمي لارښووني

د ميرمني د زړه او باور ساتلو رازونه