د کورنۍ د را منځته کېدو موخي او هدفونه
د کورنۍ د را منځته کېدو موخي
د
کورنۍ د رامنځته کېدو لومړۍ موخه - آرامي او سکون:
څوک
چي واده وکړي، نو د خپلي ميرمني سره په يو ځای کېدو کي سکون ورته حاصليږي، الله
تعالی دغه موضوع داسي ذکر کړې ده:
وَمِنْ آيَاتِهِ
أَنْ خَلَقَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجًا لِّتَسْكُنُوا إِلَيْهَا...
﴿الروم: ٢١﴾.
ژباړه:
او د الله تعالی له آياتونو ( احسانونو) څخه دادي، چي پيدا کړي ئې دي تاسو ته
ستاسو له جنس څخه جوړې (ميرمني)، تر څو سکون حاصل کړئ، له هغوی سره.
سبحان
الله والحمدلله! پدغه مبارک آيت کي لومړۍ نکته داده، چي انسان د انسان سره په واده
کولو مامور دی. که انسان د بل ژوندي مخلوق سره په واده کولو مکلف وای، نو په څونه
مشقت کي به واقع وای؛ ځکه هيڅ ژوندی مخلوق د انسان غوندي نسي کېدلای، چي د انسان
دي طبيعت ورسره سم سي. کوم غير مسلمانان چي د حيوانانو سره ودونه کوي، هغوی د
انسانيت له مرتبو څخه ټيټ سوي دي او له ژونده خوند نسي اخيستلای؛ خو الله تعالی
دونه عظيم رحم کړی دی، چي د دوو انسانانو ( نارينه او ښځينه) تر منځ ئې د نکاح حکم
کړی دی. دواړه له يوې نوعي څخه دي، يو د بل په خويونو، احساساتو او اړتياوو
پوهيږي....
بله
دا چي الله تعالی او د هغه رسول د نکاح موارد ښوولي دي، چي د چا سره نکاح جائزه ده
او د چاسره نکاح جواز نلري. که دغه موضوع هم ازاده او اختياري پريښوول سوې وای، نو
بيا به يو لوی ناورين وای؛ ځکه ځيني خلکو به د مور سره نکاح کولای، ځيني خلکو به د
خور، خاله، عمه، لمسۍ او نورو سره نکاح کولای، په نتيجه کي به حدود، محرمات،
درناوی، مهرباني، احسان او هر څه له منځه تللي وای، نو بيا هم ألحمدلله.
بله
دا چي تر نکاح وروسته ئې د معاشرت او استفادې طريقې راښوولي دي، چي هيڅ يو هم داسي
ازاد ندی، چي هر وخت هرڅه وکړي. ځيني کارونه دايمي منع دي او ځيني کارونه بيا په
خاصو وختونو او خاصو ځايونو کي منع دي ألحمدلله.
او
په همدغه مبارک آيت کي بله نکته داده، چي الله تعالی فرمايي، تاسو به د خپلو
ميرمنو سره سکون حاصل کړئ، په واقعيت سره کوم سکون، اطمئنان او ارامي چي د خاوند
او خپلي مېرمني تر منځ سته، هغسي سکون او اطمئنان په حرامو اړيکو کي نسته، پدې شرط
چي د نکاح او واده مرحلې په شرعي طريقه سره ترسره سوي وي، نه په جبر او زور،
ناخبرۍ، نه کفائت او نورو صورتونو کي.
د
کورنۍ د رامنځته کېدو دوهمه موخه - د ميني او محبت شتون او ساتل:
د
کورنۍ د ايجاد دوهم اساسي هدف د خاوند او ميرمني تر منځ د محبت او ميني ايجادول او
ساتل دي، چي په نتيجه کي ئې صالحه کورنۍ منځته راتلای سي، الله تعالی فرمايي:
وَجَعَلَ بَيْنَكُم مَّوَدَّةً ........ ﴿الروم: ٢١﴾.
او
(الله تعالی ) ستاسو تر منځ خاص محبت ايښی دی.
که
فکر وسي، نو رښتيا هم د خاوند او ميرمني تر منځ خاص محبت دی، چي هر يو د هغه د بل
د خوښ ساتلو لپاره هره جائزه طريقه او وسيله کاروي، تر څو مقابل اړخ ته د خپل ژور
محبت اظهار وکړي او دغه خاص محبت خورا ډيري ګټي لري، چي يوه ئې د محبت او ميني
غريزه مشبوع کول او مړول دي، تر څو انسان له ناروا اړيکو څخه وساتل سي؛ ځکه د محبت
غريزه مشبوع کېدل غواړي، که په جائزه طريقه مشبوع نسي، نو نفس او شيطان انسان
هڅوي، چي په ناروا طريقو او وسائلو ئې مړه او مشبوع کړي.
د
کورنۍ د رامنځته کېدو درېيمه موخه - د مهربانۍ برخورد کول:
د
کورنۍ په رامنځته کېدو سره د خاوند او ميرمني تر منځ د مهربانۍ برخورد او تعامل په
وجود راځي، الله تعالی ئې داسي يادونه کړي ده:
وَجَعَلَ بَيْنَكُم مَّوَدَّةً وَرَحْمَةً إِنَّ فِي
ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ ﴿الروم: ٢١﴾.
او
(الله تعالی ) ستاسو تر منځ خاص محبت او رحمت ايښی دی، بيله شکه پدغو کي ښکاره نښي
دي، د هغه خلکو لپاره چي فکر کوي.
که
فکر او تجربه وکړو، نو دا به راته ثابته سي، چي د خاوند او ميرمني تر منځ داسي د
رحم او مهربانۍ ژوند وي، چي هر يو د هغه بل د هوسا کولو لپاره ځان ستړي کوي، هر يو
له بل څخه د ضرر د دفع کولو لپاره خپل ټول امکانات پکار اچوي او هر يو تر ځان پر
مقابل اړخ زياتي پيرزويني لري....
د
کورنۍ د رامنځته کېدو څلورمه موخه - د خاوند او ميرمني خپلمنځي حقوق پيژندل او
مراعاتول:
د
کورنۍ د ايجاد بل هدف دادی، چي دواړه جنسونه يو د بل حقوق وپيژني او ساتنه ئې
وکړي، لکه څنګه چي الله تعالی فرمايي:
او
د مېرمنو لپاره هغسي ښه حقوق سته، لکه څنګه چي وجيبې لري، او نارينه وو ته پر ښځو باندي
درجه سته، او الله جل جلاله عزيز او حکيم دی.
د
اسلام د مبارک دين څونه ښه انتظامي اصول دي، لومړی داچي ميرمن هم پر خاوند باندي
هغسي حقوق لري، لکه خاوند چي ئې پر ميرمني لري. که خاوند د درناوي حق لري، نو
ميرمن هم د درناوي حق لري. که خاوند د استراحت او خدمت حق لري، نو ميرمن هم د
استراحت او خدمت حق لري. که خاوند د ساتيري حق لري، نو ميرمن هم د ساتيري حق لري.
که خاوند د نظر حق لري، نو ميرمن هم د نظر حق لري. که خاوند د محبت حق لري، نو
ميرمن هم د محبت حق لري....؛ خو وروسته الله تعالی نارينه وو ته د اضافه درجې
ورکولو يادونه کړې ده، چي خاوند ناظم دی، وروسته الله تعالی خپل د عزيز او حکيم
صفات ذکر کړي دي، چي عزيز او په هره کړنه او پريکړه کي د عظيمو حکمتونو خاوند دی.
که
فکر وکړو، نو د انتظام لپاره ضرور ده، چي يو په دوی کي مشر سي، تر څو بي نظمي
ايجاد نسي. دا چي خاوند د مختلفو وجوهاتو لامله د دې وړ دی، چي مشر سي، نو الله
تعالی هغه ته درجه ورکړې ده، تر څو نظم وساتي.
د
کورنۍ د رامنځته کېدو پنځمه موخه - ټولنيز ضمانت رامنځته کول:
مسلمانان
نارينه او ښځي په نکاح باندي امر سوي دي، تر څو له ناوړو اړيکو څخه وساتل سي. د
ناوړو اړيکو څخه د ساتني په نتيجه کي ټولنيز نظم په وجود راځي.
رسول
اکرم صلی الله عليه وسلم فرمايي: څوک چي په تاسو کي د نكاح کولو توانايي لري ، نو
هغه دي واده وکړي؛ ځکه دا واده د سترګو ډير ټيټوونکی دی، او د فرج پوره ساتونکی دی
او څوک چي وسع نلري، نو پر هغه باندي لازمه ده، چي روژه ونيسي؛ بيله شکه چي روژه د
شهوتونو ماتوونکې ده([1]).
يعني
د نکاح او واده بل حکمت دادی، چي سترګي او
فرج ساتي او پدې ذريعه ټولنه له اخلاقي مفاسدو څخه په امن کيږي او ټولنيز ضمانت په
وجود راځي.
[1] : « مَنِ اسْتَطَاعَ
مِنْكُمُ الْبَاءَةَ فَلْيَتَزَوَّجْ فَإِنَّهُ أَغَضُّ لِلْبَصَرِ وَأَحْصَنُ
لِلْفَرْجِ وَمَنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَعَلَيْهِ بِالصَّوْمِ فَإِنَّهُ لَهُ وِجَاءٌ
».
صحيح البخاري، کتاب النکاح، باب
مَنْ لَمْ يَسْتَطِعِ الْبَاءَةَ فَلْيَصُمْ. و صحيح مسلم، کتاب النکاح، باب استحباب النكاح لمن تاقت نفسه إليه
ووجد مؤنة واشتغال من عجز عن المؤن بالصوم.

Comments
Post a Comment