شتمن چي مړسي، د دوو مصيبتونو سره مخ کيږي
څونه عظيمه تنبيه ده!
يحيى بن معاذ رحمه الله وويل:
انسان ته د مړيني پر وخت د شتمنۍ اړوند دوه داسي ستر مصيبتونه پيښيږي، چي مثال ئې نه تر دغه وخت مخکي تيرسوی دی او نه به وروسته پېښ سي.
يو چا پوښتنه ځني وکړه، چي هغه دوه ستر مصيبتونه څه شي دي؟
يحيى بن معاذ رحمه الله وويل:
لومړی مصيبت دادی، چي له هغه څخه ټوله شتمني اخيستل کيږي. دوهم مصيبت دادی، چي د ټولی شتمنۍ اړوند به سوال او استدلال ورڅخه کيږي.
درر من اقوال أئمة السلف
ژباړه: شاکر
Comments
Post a Comment