د خجالت کټګورۍ

 خجالت يا شرمېدل څو ډوله دی:

۱) ځيني وخت له انسانه داسي کار وسي، چي په هغه کار سره خجل سي، که څه هم څوک د هغه په کړنه باندي ناخبره وي، دا د قوي ايمان نښه ده؛

۲) ځيني وخت د نورو په مخکي له انسان څخه داسي کار وسي، چي د کوونکي د خجالت سبب سي، که څه هم هغه کار د خجالت باعث نه وي؛

۳) ځيني وخت يو څوک د بل چا په کاريا وينا خجل سي، چي د خجالت سبب ئې هغه قوي اړيکي يا هم د هغه شخص تعريف وي، چي ده نورو خلکو ته کړی وي؛

۴) ځيني وخت يو څوک د بل چا لخوا خجل سي.......

د خجالت هر ډول جلا کيفيت لري او خجالتونه د دوام په اعتبار هم مختلف ډولونه لري، ځيني خجالتونه ممکن تر څو ورځو پوري اثرات ولري او د ځيني خجالتونو اثر ممکن تر ډيره وخته دوام وکړي.

ځيني خجالتونه د شخص په اساس هم توپير لري، يعني د‌ يوه شخص کوچنی عمل ممکن د بل چا تر لوی عمل زيات او مؤثر خجالت واقع کړي.

نوټ: د بل چا کوچنۍ اشتباه غټه ګڼل او خپله غټه اشتباه کوچنۍ ګڼل خودخواهي ده او اړيکي هم اغيزمنوي.

Comments

Popular posts from this blog

د پيسو نلرلو او بيکارۍ پر وخت نکاح او واده کول ګټه لري که تاوانونه؟

د مرکه کوونکي ځوان ( خاطب او راتلونکی زوم) لپاره ځيني مهمي لارښووني

د ميرمني د زړه او باور ساتلو رازونه