ټولنيزي ستونزي او حللاري ( نعمت الله شاکر Niamatullah Shakir)
ټولنيزي ستونزي او حللاري نعمت الله «شاکر»
انسان د نورو مخلوقاتو څخه بېل خصوصيات لري، يو ځانګړی خاصيت ئې دادی، چي ټولنيز مخلوق دی. فلهذا نو ټولنيزي ستونزي ورته متوجه کيږي. هوښياري ټولني خپلي ستونزي تشخيصوي، حللاري ورته پيدا کوي، حتی ځيني ټولني او خلک خو خپلي ستونزي په فرصتونو بدلوي.
په
افغانستان کي ټولنيزي ستونزي بېلابېل لاملونه لري؛ ځیني اقتصادي
دي، ځیني فرهنګي دي، ځیني تعلیمي دي، ځیني د اوږدو جګړو او بې ثباتۍ اغېزې دي او ځيني ستونزي د يرغلونو په ترڅ کي ايجاد سوي
دي او ودي ورکړل سوي دي. د دې ستونزو د حل لپاره د دولت ( اسلامي امارت)، علماوو، کورنیو، ښوونځیو او خپله د خلکو ګډه همکاري اړینه ده.
رسول
الله څنګه ټولنيز ژوند کاوه؟
ابن
هشام رحمه الله د رسول الله صلی الله عليه وآله وصحبه وسلم اړوند ليکلي دي: « رسول
الله صلى الله عليه وسلم پداسي حال کي ځوان سو، چي الله تعالى د جاهليت له ټولو
نجاستونو څخه وژغوری؛ ځکه الله تعالی د هغه د کرامت او رسالت اراده لرله، حتی
پداسي حال کي ځوان سو، چي د ميړاني په لحاظ په ټول قوم او سيمه کي افضل شخص وو،
ډير ښه اخلاق ئې لرل، د ډير ښه تعامل څښتن وو، ډير ښکلی ګاونډيتوب ئې کاوه، ډير
نرم او حليم شخص وو، په خبرو کولو کي ډير رښتينی وو، د امانت ډير مراعاتوونکی وو،
د ټولو هغو ناوړو کړنو او ويناوو څخه ئې بشپړه ډډه کوله، چي انسانان په مبتلا
کېدلای سي، همدا سبب وو، چي هغه په أمين سره مشهور وو؛ ځکه ټول صالح عادت او اخلاق
پکښي جمع سوي وه»([1]).
د
قرآن کريم د بېلابېلو آياتونو په اساس موږ ټول مسلمانان د رسول الله صلی الله عليه
وآله وصحبه وسلم په پيروۍ امر سوي يو، حتی د هغه اطاعت د الله تعالی اطاعت بلل سوی
دی([2])،
او هغه صلی الله عليه وآله وصحبه وسلم راته د الګو، اسوه حسنه او ايډيال په حيث
معرفي سوی دی([3])،
نو تر څو چي د رسول الله صلی الله عليه وآله وصحبه وسلم غوندي ټولنيز ژوند ونکړو،
د عزت، سکون او متقابل ضمانت چاپېريال به جوړ نه سي.
کله
چي رسول اکرم صلی الله عليه وآله وصحبه وسلم په نبوت مبعوث سو، نو هغه کور ته
راغلی، دا قصه ئې خپلي ميرمني خديجة رضي الله تعالی عنها ته وکړله او ځيني انديښنې
ئې هم څرګندي کړې، هغې چي شاوخوا پنځلس کاله ورسره تېر کړي وه، د هغه صلی الله
عليه وآله وصحبه وسلم فاميلي او ټولنيز ژوند ورته معلوم وو، نو د ډاډ په توګه ئې
ورته وويل:
« داسي نده، لکه ته چي انديښنه لرې، زما دي په
الله تعالی قسم وي، چي الله تعالی به هيڅ وخت تا خجل نکړي؛ ځکه ته صله رحمي لرونکی
شخص يې، ته د بېکسه او بيوزله اشخاصو سره همکاري او مرسته کوونکی شخص یې، ته د
فقيرو او غريبو کسانو تلاښ کوونکی شخص یې، ته د خلکو د ورکو سوو شيانو تلاښ کوونکی
شخص یې، ته ميلمه پال شخص يې، ته د طبيعي افتونو څخه د ځپل سوو سره مرسته کوونکی
شخص یې»([4]).
اوس به ځيني هغه ستونزي او لنډي حللاري وړاندي
سي، چي په ټولنه کي ئې وده کړې ده:
لومړۍ ستونزه: علم او زده کړو ته کماحقه اهميت نه ورکول کيږي، چي لامله ئې د ټولو يا
اکثرو علومو سطحه ټيټه سوې ده.
حللاره: د ديني او عصري علومو زده کړو ته توجه کول، ارزښت ئې عامول، د ښووني کیفیت لوړول،
د مسلکي زده کړو پراخول، د کتابتونونو او
روزنیزو مرکزونو جوړول، د لوست فرهنګ پیاوړی کول او د ښوونکو په عوائدو او امتيازاتو کي زياتوالی راوستل.
دوهمه ستونزه: حسد کول يا د نورو خلکو په ښه ژوند پريشانېدل او
د هغوی پر ځای ځان حقدار ګڼل.
حللاره: رسول اکرم صلی الله عليه وسلم فرمايي: حسد د مؤمن نيک اعمال داسي خوري،
لکه اور چي وچ لرګي خوري([5])،
همداسي حاسد انسان د خپل ځان لوړولو پر ځای خپل فکر او انرژي پردې ضايع کوي، چي بل
څوک کښته کړي، له همدې امله ئې عصبي توازن هم صدمه ويني، نو له حسد څخه ډډه کول
پکار دي.
درېيمه ستونزه: کبر کول يا ځان تر نورو ښه ګڼل دي، چي رسول الله
ئې ډير ښه تعريف کړی دی: د حق پايمالول او خلکو ته په سپکه سترګه کتل([6]).
حللاره: کبر يوازي د الله تعالی خاصه ده، مخلوق ته کبر نه ښايي، شيطان همدغه کبر
تباه کړ، رسول الله فرمايي: هغه څوک به جنت ته داخل نسي، چي د ذرې په اندازه ئې په
زړه کي کبر وي، نو د کبر پريښوول هم اسلامي فريضه ده.
څلورمه ستونزه: ځان ځاني ( خودخواهي) د نورو خلکو د ګټو،
نظرياتو او افکارو په نسبت خپلو ګټو، نظرياتو او افکارو ته ترجيح ورکول، د شرعي او
ټولنيزو معيارونو پر ځای شخصي معيارونه مد نظر نيول.
حللاره: شرعي او ټولنيزو ګټو ته ترجيح
ورکول، د مشورو او لومړيتوبونو په اساس تصميمونه نيول، يو د بل په ستونزو ځان
خبرول او همکاري کول، د فاميلي سطحي څخه نيولې، تر ملي سطحي پوري د همږغۍ روحيه
ايجادول او پالل.
پنځمه ستونزه: اسراف ( تر اړتيا زيات مصرف کول).
حللاره: الله تعالی اسراف کول په قرآن کريم کي
منع کړي دي([7])،
او تجربو ثابته کړې ده، چي الله تعالی اسراف کوونکی بې عزته کوي، نو له اسراف څخه
ډډه کول پکار دي.
شپږمه ستونزه: بخالت ( د اړتيا تراندازي کم مصرف کول).
حللاره: اسلامي شريعت بخل بد ګڼلی دی([8])
او الله تعالی بخيل ته عزت نه ورکوي، نو له بخالت څخه ډډه کول پکار دي.
اوومه ستونزه: درواغ ويل( د واقعيت خلاف خبري کول).
حللاره: الله تعالی پر درواغ ويونکو لعنت ويلی
دی([9])،
رسول اکرم صلی الله عليه وآله وصحبه وسلم فرمايي، چي درواغ ويل انسان د الله تعالی
نافرمانۍ ته سوقوي او د الله تعالی نافرماني انسان جهنم ته سوقوي([10])،
او په ټولنه کي په درواغجن کس باندي خلک باور نه په کوي، نو درواغ پريښوول اسلامي
فريضه او اجتماعي وجيبه ده.
اتمه ستونزه: بدګماني کول ( بېله تحقيقه د يوې موضوع اړوند باور يا پريکړه کول).
حللاره: بدګماني حرام عمل دی او د قرآن کريم([11])
او احاديثو ([12])په
اساس منع سوې ده، نو پريښوول ئې اسلامي فريضه ده.
نهمه ستونزه: تجسس کول ( د خلکو پټ حالات معلومول).
حللاره: تجسس کول د قرآن کريم ([13])
او نبوي احاديثو([14])
په اساس حرام او منع سوي دي، نو پريښوول ئې اسلامي فريضه ده، البته د يادوني وړ
ده، چي اسلامي حکومت مسئوليت لري، چي استخباراتي يا تجسسي اداره ولري، تر څو د خپل
دين، مسلمانانو او قلمرو ساتلو لپاره د دښمنانو دسيسې کشف او خنثی کړي.
لسمه ستونزه: غيبت کول ( د يوچا هغه رښتينی حال
ويل، چي هغه نه غواړي خلک په خبر سي).
حللاره: الله تعالی په قرآن کريم ([15])کي
د غيبت څخه منع کړي يو او غيبت ئې د مړه ورور د غوښو خوړلو سره تشبيه کړی دی. په
احاديثو ([16])کي
غيبت تر زنا هم بد تر عمل ښوول سوی دی، نو پريښوول ئې اسلامي فريضه ده.
يوولسمه ستونزه: بهتان يا تهمت( په يو چا پوري درواغ تړل).
حللاره: تهمت يا بهتان هم په اسلامي شريعت کي حرام عمل بلل سو ی دی([17])
او مسلمان ځني منع سوي دي، نو پريښوول ئې اسلامي فريضه ده.
دوولسمه ستونزه: تر تحقيق او څېړني مخکي د يوې پيښي يا يوه شخص
اړوند منفي قضاوت کول.
حللاره: د يوې پيښي څخه د خبرېدو پر وخت تحقيق کول پکار دی؛ ځکه الله تعالی موږ ته
حکم کړی دی، چي کله د چا اړوند ناوړه حکايت درته ورسيږي، نو په اړه ئې تحقيق او
څېړنه وکړئ، هسي نه وي چي بيا پر خپل قضاوت او نظر باندي پيښيمان سئ([18])،
نو د مسلمان لپاره پکار ده، چي له څېړني پرته د منفي قضاوت څخه ډډه وکړي.
ديارلسمه ستونزه: بېوزلي او بېکاري ده، چي د نورو ناوړو پيښو تر څنګ د
غير قانوني مهاجرت سبب هم کيږي، او رسول اکرم صلی الله عليه وآله وصحبه وسلم
بېوزلي د کفر سبب ګڼلې ده([19]).
حللاره: د اقتصاد وزارت، کار او ټولنيزو چارو وزارت، صنعت او تجارت وزارت، د مسلکي
او تخنيکي زده کړو ادارې او نورو امارتي او خصوصي ادارو لخوا د کاري فرصتونه رامنځته کول، د کرني او صنعت پیاوړتیا او د خصوصي سکتور
پانګوني ته زمینه برابرول، د پانګه اچوونکو هڅول او ملاتړ، د مهارت لرونکو
ځوانانو ملاتړ کول، د کوچنیو کاروبارونو رامنځته کول او ملاتړ، د مسلک او تخنیکي زده
کړو پراختیا او د اولس
او نظام لخوا ئې قوي حمايه او ملاتړ کول، تر څو د خلکو اساسي اړتياوي پوره سي او د
مختلفو ناوړو پيښو، غير قانوني مهاجرت او جرائمو مخنيوی سوی وي.
څوارلسمه ستونزه: کورنی تاوتریخوالی او کورنۍ شخړي (د
خاوند او ميرمني اختلافات، د والدینو او اولادونو ترمنځ شخړي...).
حللاره: د اسلامي اخلاقو خپرول، د کورنۍ د حقونو او
مسئولیتونو زده کړه او
پوهاوی عامول او د نکاح شرعي معيارونه عملي کول، لکه مشوره، موافقه، کفائت او داسي
نور.
پنځلسمه ستونزه: قومي، ژبني، سمتي او نور تعصبات.
حللاره: د اسلامي لارښوونو په اساس د ملي یووالي پیاوړتیا، د متقابل احترام فرهنګ
عامېدل، د بېلابېلو امارتي او خصوصي ادارو لخوا ګډي ټولنیزي او فرهنګي برنامې
ايجادول او تطبيقول او د شخصي او قومي ګټو پر ځای اسلامي او ملي ګټو ته د تعهد
ژمنتيا عامول.
شپاړسمه ستونزه: وخت ته ارزښت نه ورکول ( اکثره خلک بالخصوص
ځوانان بېګټي مجلسونه او سفرونه کوي، د خبرو او اختلافاتو اداب نه مراعاتوي، د
ټولنیزو رسنيو په استعمال کي وخت ضايع کوي، يا ناسمه استفاده ځني کوي...).
حللاره: د وخت مدیریتول او ارزښت ته ئې پام کول، د بې هدفه مجلسونو، سفرونو او
فعاليتونو څخه ډډه کول، د مطالعې فرهنګ پياوړی کول، په مجلسونو کي د نوبت اصول
مرعاتول، د خبرو او اختلاف اداب مراعاتول او متقابل احترام ساتل او ځوانانو ته
پکار ده، چي مهارتونه زده کړي، سپورتي او فرهنګي فعالیتونه وکړي او د خپلو اساسي
موخو لپاره منظم پلانونه جوړ کړي او پر وخت ئې تطبيق کړي.
اوولسمه ستونزه: د چاپېریال ککړتیا (د هوا ککړتیا، د ونو او
سرسبزيو کمښت، پر پياده روونو باندي د خرڅلاو توکي ايښوول، د کورونو او دفترونو
کثافات بې ځايه غورځول او نور).
حللاره: د امارتي او خصوصي ادارو او عامو اشخاصو لخوا د ښاري او کليوالي ماسټر
پلانونو مطابق وني او درختي کښينول او پالل، د چاپېریال ساتني پوهاوی عامول، د
ښارونو، کوڅو او کليو پاک ساتل، د کثافاتو سم مديريت، د خپل کور او دفتر کثافات تر
ټاکلو ځايونو رسول.
اتلسمه ستونزه: د اسلامي اصولو او وضعي قوانينو نه
مراعاتول (مثالونه ئې ډير دي، حياء، ښه تعامل، په غور اورېدنه، تدبير، د مشرانو
درناوی، پر تر لاس لاندي کسانو رحم، مفاهمه......).
حللاره: د اسلامي اصولو او وضعي قوانينو پوه حاصلول او درناوی ورته کول، پوهاوی
عامول، د نورو خلکو په شخصي ژوند کي له مداخلې څخه ډډه کول، وقار او سنګيني لرل، د
ناوړو حرکاتو او مفسدو کړنو پر وخت غبرګون ښوول او مربوطي ادارې خبرول، د عامه
شتمنيو د ساتني روحيه لرل او نور هم هڅول،د زغم او يو بل منلو روحيه لرل، د
ټرافيکي او نورو انتظامي اصولو مراعاتول.
نولسمه ستونزه: د حفظ الصحې نه مراعاتول.
حللاره: د بېلابېلو طريقو څخه په استفاده روغتیا، روغتيايي اصولو او نظافت پوهاوي
عامول، د پاکو اوبو او حفظ الصحې ترویج.
شلمه ستونزه: د ماشومانو کار (د اقتصادي ستونزو له امله ماشومان کار ته اړ کيږي)
حللاره: د اسلامي امارت او خصوصي ادارو لخوا د کورنیو اقتصادي ملاتړ او حمايه کول
او د کاري فرصتونو ايجاد او پالل، د ماشومانو د حقونو په اړه پوهاوی عامول او د
ماشومانو زده کړو او سمي روزني ته جدي پاملرنه کول.
يوويشتمه ستونزه: د وقار نشتون
حللاره: ځوانانو ته د وقار او عزت پوهاوی ورکول، مثلا د احراق الانسان او فوت
الجماعة مثال....
دوويشتمه ستونزه: د مقابل اړخ د خبرو اورېدو پرته قضاوت کول؛
حللاره: د دعوی اورېدو د اصولو مطابق قضاوت کول، يعني دواړه اړخونه اورېدل، بيا
قضاوت کول.
څليرويشتمه ستونزه: د صله رحمۍ نشتون يا مناسبات ( که خلک اړيکي
راسره ساتي، زه ئې هم ورسره ساتم......).
حللاره: د صله رحمۍ ارزښت، شرعي حکم او ټولنيزي ګټي عامول.
پنځويشتمه ستونزه: زه ئې څه کوم، يا زما ئې په څه فرهنګ
حللاره: د خيرخواهي او ټولنيز مسئوليت ارزښت عامول.
پایله
د افغانستان ټولنیزي ستونزي د یوې
ادارې یا يوه شخص په هڅو نه حليږي، بلکي دایمي حل غواړي
او دايمي حل هغه وخت ممکن دی چي امارتي ادارې خپل مسئوليتونه معلوم او
ادا کړي، خصوصي ادارې خپل مسئوليتونه معلوم او ادا کړي او هر وګړی، کورنۍ، ټولنه او مسئول بنسټ د ټولنيزو ستونزو د حلولو اړوند خپل مسئولیتونه
وپيژني او د ادا کولو لپاره ئې پوره هڅه وکړي.
والسلام
[1]:
سيرة ابن إسحاق (كتاب السير والمغازي)، الجزء الثاني من كتاب المغازي، حديث بحيرا
الراهب و السيرة النبوية لابن هشام، قِصَّةُ بَحِيرَى، (رُجُوعُ أَبِي طَالِبٍ
بِرَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم، وَمَا كَانَ مِنْ زُرَيْرٍ وَصَاحِبِيهِ).
[3]:
﴿الأحزاب: ٢١﴾، ﴿الممتحنة: ٦﴾....
[4]:
صحيح البخاري، كيفَ كَانَ بدءُ الوَحْي إِلَى رَسُوْل اللهِ صلى الله عليه وسلم.
[5]:
سنن ابي داود، کتاب الادب، باب في الحَسَد.
[6]: صحيح مسلم، کتاب الايمان، بَابُ تَحْرِيمِ
الْكِبْرِ وَبَيَانِهِ.
[10]:
صحيح البخاري و صحيح مسلم، کتاب البر والصلة والأدب، بَابُ قُبْحِ الْكَذِبِ
وَحُسْنِ الصِّدْقِ وَفَضْلِهِ.
[12]:
صحيح البخاري، و صحيح مسلم، کتاب البر
والصلة و الأدب، بَابُ تَحْرِيمِ الظَّنِّ وَالتَّجَسُّسِ وَالتَّنَافُسِ
وَالتَّنَاجُشِ وَنَحْوِهَا.
[14]:
صحيح البخاري، و صحيح مسلم، کتاب البر
والصلة و الأدب، بَابُ تَحْرِيمِ الظَّنِّ وَالتَّجَسُّسِ وَالتَّنَافُسِ
وَالتَّنَاجُشِ وَنَحْوِهَا.
[16]:
مشكاة المصابيح، الفصل الثالث.
[17]:
﴿سورة الأحزاب: ٥٨﴾ و صحيح مسلم، کتاب البر والصلة و
الأدب، باب تحريم الغيبة و .......
[19]:
مشكاة المصابيح، الفصل الثالث.
Comments
Post a Comment