د اولادونو د روزني مهارتونه

 

د اولادونو د روزني مهارتونه                           ليکوال: نعمت الله «شاکر»
ألحمد لله رب العالمين، والصلاة و السلام علی
رسول الله و آله و صحبه أجمعين.

وَاللَّهُ جَعَلَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجًا وَجَعَلَ لَكُم مِّنْ أَزْوَاجِكُم بَنِينَ وَحَفَدَةً ﴿النحل: ٧٢﴾.

الله تعالی نارينه وو ته د خپلو احسانونو يادونه کوي او فرمايي: او الله تعالی ستاسو لپاره ستاسو له جنس څخه جوړې درته پيدا کړي دي او تاسو ته ستاسو له ميرمنو څخه اولادونه او ( له هغوی څخه) لمسيان درکوي.

رسول الله فرمايي: او هر نارينه د خپلي کورنۍ د شپون غوندي دی او د خپل تر لاس لاندي کسانو اړوند مسئول دی، او هره ښځه د خپل خاوند په کور کي د شپنې غوندي ده او د تر لاس لاندي کسانو اړوند مسئوله ده. ( صحيح البخاري، کتاب النکاح، «بَابُ: {قُوا أَنْفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا} /التحريم: 6/») و سنن ابي داود، کتاب  الخراج والفيء والإمارة، باب ما يلزمُ الإمام من حق الرعية).....

ماشومان خپلو والدينو ته الهي سوغات دی:

رسول اکرم صلی الله عليه وآله و سلم فرمايلي دي: بيله شکه، چي ستاسو اولادونه تاسو ته د الله تعالی سوغات او ډالۍ ده، لکه څنګه چي الله تعالی فرمايي: چاته چي ( د الله تعالی) اراده وسي،ښځينه ( اولادونه ) ډالۍ کيږي او چاته چي ئې اراده وسي، هغه ته نارينه ( اولادونه) ډالۍ کيږي. "‌إِنَّ ‌أَوْلَادَكُمْ ‌هِبَةُ ‌اللهِ ‌لَكُمْ، ( کما قال الله تعالی) يَهَبُ لِمَن يَشَاءُ إِنَاثًا وَيَهَبُ لِمَن يَشَاءُ الذُّكُورَ ﴿الشورى: ٤٩﴾.  ( ألمستدرک للحاکم، کتاب التفسير، و من سورة البقرة).

الله تعالی فرمايي: شتمني او اولادونه د دنيوي ژوند ښکلا ده. الْمَالُ وَالْبَنُونَ زِينَةُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ﴿الکهف: ۴۶﴾.

په رښتيا هم ماشوم عظيم الهي نعمت دی، ماشوم د کورنۍ ښايست دی، ماشوم د کورنۍ د دنيوي او اخروي ژوند هدف دی.....

پوښتنه: که ماشومانو ته سمه روزنه ورنکړل سي، نو څه پيښيږي؟

دا پوښتنه سوونه ځوابونه لري، زه به فقط څو ځوابونه وليکم:

•      ماشوم د ګل خاصيت لري، که سمه توجه ورته ونسي، نو مړاوی کيږي او رژيږي؛

•      ماشومان د سپکاوي احساس کوي، ځان ورته سپک معلوميږي اخر نورو ته هم په سپکه سترګه ګوري؛

•      د ماشوم ذهني قوت کمزوری کيږي، صحيح فکر او کار نسي کولای؛

•      ديني پابندي پريږدي، ممکن ناوړو کارونو ته لاس واچوي؛

•      د کلي او ښار له بدو خلکو سره ملګری کيږي او فسادونه جوړوي؛

•      د خپلي کورنۍ د عزت او ښه نوم سره دښمني کوي؛ ځکه عقده ئې اخيستي وي؛

•      کله چي د خپل فاميل او ماشومانو خاوند سي، بيا له هغوی څخه غچ او انتقام اخلي، يا هغوی ته سمه تربيه نسي ورکولای....

د ماشومانو په وړاندي د مسئوليتونو ترسره کولو موخي:

•      د والدينو شرعي او فاميلي مسئوليتونه ترسره کيږي؛

•      ماشومانو ته په کورنیو کي ښه فضا رامنځ ته کيږي؛

•      د ماشومانو ښه روزنه د دې سبب کيږي، چي هغوی په راتلونکي کي خپل او د ټولني ماشومان ښه وروزي؛

•      د نن ماشومان د سبا ښوونکي، قاضيان، وزيران او تاجران دي، نو د اسلام او مسلمانانو ښه خدمت به کوي او هيواد ته به ترقي ورکړي.

د ماشومانو په وړاندي د والدينو مسئوليتونه:

دوالدينو لویه ځانګرتیا د خپلو ماشومانو په وړاندي د مسئولیت قوي احساس دی. که میندې اوپلرونه غواړي چي ښه بااستعداده اوروغ بچیان ولري، نو د ماشومانو په وړاندي دي خپل مسئوليتونه معلوم او ترسره کړي، تر څو هغوی سبا د دوی ښه استازيتوب وکړي:

لومړی – پر ماشومانو ښکلي نومونه ايښوول او په ښکلو نومونه ور ږغ کول؛

رسول الله صلی الله عليه وآله وصحبه وسلم فرمايلي دي: تاسو د قيامت په ورځ ستاسو په نومونو او ستاسو د پلرونو په نومونو را بلل کيږئ، نو خپل نومونه ښکلي کړئ ( سنن ابي داود، کتاب الأدب، باب في تغيير الأسماء).

دوهم – صحيحه اسلامي عقيده ورته ښوول او په عباداتو ئې امر کول:

الله تعالی فرمايي: خپل اولادونه پر لمانځه امر کړئ او تاسو هم پر لمونځونو ټينګ واوسئ. وَأْمُرْ أَهْلَكَ بِالصَّلَاةِ وَاصْطَبِرْ عَلَيْهَا ﴿طه: ١٣٢﴾.  رسول الله فرمايي: خپل اولادونه د اووه کلنۍ په عمر پر لمانځه امر کړئ او کله چي لسو کلونو ته ورسيږي، نو ( د بيباکۍ په صورت کي ئې) ووهئ او د پريوتلو ځايونه ئې سره بېل کړئ ( سنن ابي داود، کتاب الصلاة، باب متى يؤمر الغلام بالصلاة).

درېيم– خپلو اولادونو ته ليک او لوست ښوول:

پلار دا مسئوليت لري، چي خپلو زامنو او لوڼو ته د علم او زده کړې زمينه برابره کړي، تر څو هغوی د الله تعالی، رسول الله، او خلکو حقوق وپيژني او په دنيا کي د عزت ژوند وکړي. رسول الله صلی الله عليه وآله وصحبه وسلم فرمايي: د اولادونو حق پر پلار باندي دادی، چي هغوی ته ليک او لوست وښيي، اببازي او غشي ويشتل ورته وښيي او بل حق ئې دادی، چي طيب ( په عقيدوي او اخلاقي لحاظ پاک) ئې وروزي (رواه البيهقي في شعب الايمان، ألمقدمة، باب في حقوق الأولاد والأهلين).

څلورم– د الله تعالی او شريعت له نافرمانيو څخه ئې ساتل:

حلال او حرام ورته ښوول، د خالق تعالی او مخلوق د حقوقو د ساتني تربيه ورکول، تر څو د جهنم له اوره څخه نجات حاصل کړي، الله تعالی فرمايي: اې مؤمنانو! خپل ځانونه او خپل اولادونه، له هغه اور څخه وژغورئ، چي پيلوزي ئې انسانان او ډبري دي. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ ﴿التحريم: ٦﴾.

پنځم– خپلو اولادونو ته د ښو اخلاقو تربيه ورکول:

•      رسول اکرم صلی الله عليه وآله وصحبه وسلم فرمايي: د خپلو اولادونو سم تربيه کول او روزل تر دې غوره دي، چي يو څوک هره ورځ نيمه صاع صدقه کوي (مسند أحمد، حديث جابر بن سمرة).

شپږم– د خپلو اولادونو تر منځ عدالت کول شرعي حکم دی:

مور او پلار مکلفيت لري، چي د خپلو اولادونو تر منځ عدالت په پام کي ونيسي. نعمان بن بشير رضي الله تعالی عنه روايت کوي، چي پلار مي ماته يوه ډالۍ راکړه، زما مور غوښتنه وکړه، چي رسول اکرم صلی الله عليه وآله وصحبه وسلم دي پر دغه ډالۍ باندي شاهد سي، کله چي هغه صلی الله عليه وآله وصحبه وسلم ته زه او پلار ورغلو او زما پلار قصه ورته وکړه، نو رسول الله زما پلار ته وويل، چي ايا خپلو ټولو اولادونو ته دي دغسي هبې ورکړي دي؟ هغه ورته وويل، يه.

رسول اکرم صلی الله عليه وسلم ورته وويل: د الله تعالی څخه وبيريږئ او د اولادونو تر منځ عدالت کوئ، نعمان بن بشير رضي الله تعالی عنه فرمايي، چي زما پلار بيرته هغه ډالۍ راڅخه واخيسته( صحيح البخاري، کتاب الهبة و فضلها، باب الْإِشهاد في الهبة).

د دغه او نورو اسلامي ارشاداتو څخه موږ بايد دا درس واخلو، چي پلار او مور به د اولادونو تر منځ فرق نکوي.

اووم – د سلام ويلو روزنه ورکول:

خپلو اولادونو ته د مشرانو احترام او د ملاقات دا ادب ښوول، چي په سلام ويلو کي تلوار وکړي، أنس بن مالک رضي الله تعالی عنه فرمايي، چي ماته رسول الله وويل: اې زويکيه، کله چي کورته داخل سې، نو د کورنۍ غړو ته سلام وايه، دا به ستا او ستا د کورنۍ د غړو لپاره د برکت سبب سې (سنن الترمذي، کتاب الإستئذان والاداب عن رسول الله صلی الله عليه وآله وصحبه وسلم، باب ما جاء في التسليم إذا دخل بيته).

همداسي خپلو ماشومانو ته د مشرانو او نورو مسلمانو سره د مخ کېدو پر وخت هم د سلام ويلو روزنه ورکول.

اتم– د تګ، خبرو کولو آداب ورته ښوول:

د تګ پر وخت بايد ميانه روي وکړي، له کرار او ساړه تګ څخه بايد ډډه وکړي؛ ځکه خلک فکر کوي، چي ناروغ دی او له خغستا څخه هم ډډه وکړي،؛ ځکه خلک وارخطا کيږي، او کله چي خبري کوي، نو په زوره دي خبري نکوي. لقمان عليه السلام خپل زوی ته دغه نصيحتونه کړي دي او ذوالجلال والاکرام پخپل مبارک کتاب کي را نقل کړي دي:

•      وَاقْصِدْ فِي مَشْيِكَ وَاغْضُضْ مِن صَوْتِكَ إِنَّ أَنكَرَ الْأَصْوَاتِ لَصَوْتُ الْحَمِيرِ ﴿لقمان: ١٩﴾.

نهم – د خوراک اداب ورته ښوول:

خپلو ماشومانو ته د خوراک اداب ښوول لازم دي، رسول الله صلی الله عليه وآله وصحبه وسلم ماشوم صحابي حضرت عمر بن أبي سلمه رضي الله تعالی عنه ته فرمايي: ( کله چي ډوډۍ خورې، نو ) بسم الله وايه، په راسته لاس خوراک کوه او هغه څه خوره چي تاته نژدې وي ( صحيح البخاري، کتاب الاطعمة، باب التسمية علی الطعام والأکل باليمين).

يعني د بسم الله ويلو پرته د ډوډۍ خوراک مه پيلوه، په راسته لاس خوراک کوه او د نورو خلکو مخته له لوښو څخه خوراک مکوه. دلته يوه نکته د يادولو وړ ده، چي اوسنيو څېړنو ثابته کړې ده، چي ماشوم منع کول د هغه ذهن او استعداد محدودوي، رسول الله صلی الله عليه وآله وصحبه وسلم درې سره جملې امريه او مثبتي کار کړي دي، له نهي او منفي جملو څخه ئې ډډه کړې ده،!

لسم– له خپلو اولادونو سره مينه کول:

له خپلو اولادونو سره محبت کول او هغوی ته بشپړه توجه کول د هغوی د رضايت او خوشحالۍ اساسي سبب دی!

يو صحرايي د رسول الله مجلس ته راغلی، رسول اکرم صلی الله عليه وآله وصحبه وسلم ته ئې وويل: ايا تاسو خپل ماشومان مچوئ، موږ خو خپل ماشومان نه مچوو؟

رسول اکرم صلی الله عليه وآله وصحبه وسلم ورته وويل: ستا له زړه څخه چي الله تعالی مهرباني ايستلې ده، هغه زما په وسع کي نده )صحيح البخاري، کتاب الأدب، باب رحمة الولد و تقبيله و معانقته).

يعني څوک چي د خپلو ماشومانو سره مينه نلري، د هغوی له زړونو څخه الله تعالی رحم او مهرباني ايستلې ده.

يوولسم– پر خپلو اولادونو باندي رحم او مهرباني کول:

پلار دا مسئوليت لري، چي پر خپلو زامنو او لوڼو باندي رحم وکړي، د هغوی سره له سختۍ څخه کار وانه خلي. رسول الله صلی الله عليه وآله وصحبه وسلم فرمايي: څوک چي زموږ پر ماشومانو رحم نکوي او زموږ د لويانو حقوق نه پيژني، هغوی زموږ څخه ندي ( سنن ابي داود، کتاب الأدب، باب في الرَّحمة. و سنن الترمذي، کتاب البر والصلة عن رسول الله، بابُ ما جاء في رحمة الصبيان).

له ماشومانو سره بايد څنګه سلوک وسي؟

له ماشومانو سره چي هر ډول سلوک وسي، هغوی هغه سلوک زده کوي او بيا ئې له نورو خلکو سره کوي، نو پکار ده، چي

q   له ماشوم سره خپل چلندکنټرول کړئ؛

q   خپل ماشومان او د هغوی طبيعتونه او احساسات درک کړئ؛

q   خپل ماشوم هیڅکله مه تهديدوئ؛ ځکه هغه هم غواړي، چي هرڅه سم وسي؛ خو د هغه تر وس وتلي وي؛

q   خپل ماشوم مه مايوسوئ؛ ځکه هغه پوهیږي، چي ټول شيان نسي لرلای، ممکن تاسو به ازمويي؛

q   ماشوم ته بې ځايه ژمني مه ورکوئ، که هغه پوره نسئ کړای، نو ستاسو باور له منځه ځي؛

q   کله چي ماشوم درته ووايي، چي راباندي ګران نه ياست، نو تاسو مه په غوسه کیږئ؛ ځکه دوه احتماله سته: يا به پر يوه کړنه درڅخه ناراض سوی وي او يا ئې دا د زړه خبره نده؛

q   ماشومانو ته داسي کارونه مه سپارئ، چي د هغوی تر توان وتلي وي، د نه کولو پر وخت په هغه کي د ضعف احساس قوي کيږي او اعتماد بالنفس ئې ژوبل کيږي؛

q   ماشوم ته د هغه ناوړه عادتونه ډير مه وریادوئ؛ ځکه هغه له يوې خوا پر خپل ځان باور له لاسه ورکوي او بله دا چي ستاسو له تنبيه سره عادتيږي؛

q   د نورو په وړاندي خپل ماشوم مه رټئ، هغه د کمترۍ احساس کوي؛

q   ماشوم ته د ګټي او تاوان پيژندلو او تشخيص مهارتونه ور وښياست، چي هغه خپله پرتله او انتخاب وکړي؛

q   ماشوم ته د هغه وړوکې اشتباه مه غټوئ؛ ځکه د هغه د جرئت سيسټم ضعيفيږي او د اشتباه او غلطۍ له بيري نوښت او  فعاليت نکوي؛

q   ماشوم تل هڅه کوي هرڅه وآزمویي او د خپلو کړنو پايلو ته ګوري او یوڅه ورڅخه زده کوي، پدغه هڅو کي مرسته ورسره وکړئ؛

q   د ماشوم پوښتنو ته په سړه سینه ځواب وواياست، هغه له پوښتنو څخه مه منع کوئ، چي د سوالونو روحيه ئې وده وکړي؛

q   دا ستاسو د شان سره نا مناسب کار ندی، چي په یو لړمواردو کي له خپل ماشوم څخه بخښنه وغواړئ، بلکي دا عمل حد اقل دوي نتيجې لري: هغه ستاسو په وړاندي په نور درناوي قائل کيږي او د بخښني غوښتلو اصل ته متوجه کيږي؛

q   له ماشوم سره حاکمانه او توند چلند تاسو او هغه سره ليري کوي؛

q   دا مه هيروئ، چي د ماشوم بريا د هغه په تشويق او هڅونه کي ده.

د ماشومانو مثبته روزنه:

د ماشومانو مثبته روزنه اسانه ده، فقط هوډ غواړي:

•      مور او پلار دي د خپلو ماشومانو مخته خپلي خبري نه سره اوږدوي؛ ځکه ماشومان د کرکي روزنه اخلي؛

•      د ماشوم سره داسي مرسته وكړئ، چي هغه پر ځان تکيه وکړي؛

•      د ماشومانو سره د هغوی د سويو او پوهي سره سمي خبري وکړئ؛

•      پر ماشومانو باندي رحم، مشرانو ته د درناوي باعث کيږي؛

•      ماشومانو ته دا روزنه ورکول، چي څنګه بايد تصميم ونيسي؛

•      د هغه جسمي او روحي وضعيت ته زيات پام کوئ؛

•      ماشومانو ته د باور شرائط او معيارونه وښياست، چي په هر چا باور ونکړي؛

•      ماشومان پريږدئ، چي خپلي ارادې تطبيق کړي؛

•      د هغه د اشتباه پر وخت سمدلاسه غبرګون مه ښياست؛

•      د لويانو سره ئې مه پرتله کوئ؛ ځکه هغوی لويان ندي؛

•      د هغه د مثبتو کړنو ستاينه وکړئ، چي د خپلو ځانونو او فکرونو قدر وکړي؛

•      هغه ته ناوړه خطاب مکوی، چي ځان او تاسو ورته درانه واوسئ؛

•      ماشومانو ته مثبتي جملې وواياست ( مه، ولي او نوري منفي خبري مه ورته استعمالوئ).

•      د منظم خوراک، خبرو، خوب او تفريح آداب ورته وښياست؛

•      د هغه اشتباهات بل چاته مه واياست، په ځانګړې توګه د هغه په مخکي.

ماشومان مو علمي وروزئ!

•      کتابونه، کتابچې قلمونه او نور اړين توکي ورته چمتو کړئ؛

•      د پوهانو خبري او ستايني ورته وکړئ؛

•      د ناپوهۍ دنيوي او اخرتي تاوانونه د دوی د سويو په اساس ورته بيان کړئ؛

•      په کلي او محل کي د پوهانو او ناپوهانو مثالونه ورته ښياست؛

•      د ښوونځي لخوا ورسپارل سوي کورني کارونه ئې ګورئ او ستاينه ئې کوئ؛

•      د ماشوم لپاره د ښوونځي د کورنۍ دندې د ترسره کولو او لوبو لپاره د هغه په خوښه مناسب مهالویش په نظرکي ونیسئ؛

•      کله چي مو ماشوم په کوم مضمون کي لږ نمرې اخلي، خپل زغم له لاسه مه ورکوئ، د لږو نمرو اخيستلو سببونه وپلټئ او حکمت لرونکی اقدام وکړئ؛

•      ښوونځي او مدرسې ته ئې کله کله ورسئ او استاذان ئې وپوښتئ؛

•      ۱) ماشوم مو خپلي درسي او نوري نيمګړتياوي اصلاح کوي؛

•      ۲) ماشوم مو له ناوړو کړنو څخه ځان ساتي؛

•      ۳) ښوونکی او اداره ستاسو ماشوم ته زيات ارزښت ورکوي؛

•      ۴) ماشوم مو د ارزښت احساس کوي، چي تاسو ورته متوجه ياست او تاسو ته ارزښت لري.

ماشومان مو روحي وروزئ!

•      په لوبو ورسره بوخت اوسی، تر څو د ناوړو فکرونو څخه وساتل سي؛

•      د هغه د ښو کارونو ستاينه وکړئ او آفرين ورته وواياست؛

•      کله چي هغه خبري کوي، تاسو په مهربانۍ او توجه د هغه خبري واورئ، خبري ئې تائيد کړئ او د هغه فکر وستاياست؛

•      هغوی ته اجازه ورکړئ، چي بيله مزاحمته خبري وکړي؛

•      د هغه همه غرضي مه غندئ؛ ځکه هغه ښه استعداد لري؛

•      هغه په زوره کار کولو او درس ته مه مجبوروی؛

•      د ماشومانو سره ګډ کار وکړئ، چي هغوی تشويق سي.

ماشومان مو ټولنيز وروزئ!

•      د ښو همزولو سره د مناسبو ټولنيزو اړيکو ګټي ورته وښياست؛

•      د ډوډۍ خوړلو پر وخت ماشومان ځان ته نژدې کښينوئ، تر څو له يوه اړخه ئې اعتماد بالنفس قوي سي او له بله اړخه د ډوډۍ د خوراک اسلوب زده کړي؛

•      د خپلو دوستانو او ګاونډيانو له اولادونو او ټولګيوالو سره د خبرو کولو، ناستي ولاړي او لوبو کولو اداب ورته وښياست؛

•      له بدو او ناوړو کړنو او اړيکو تاوانونه ورته وښياست؛

•      ماشومان مو له تجسس څخه وساتئ؛

•      ماشومانو ته د ټولنيز ژوند روحيه ورکړئ؛

•      خپل ميلمستون او ټولنيزو محفلونو ته ئې بوځئ؛ ځکه ميلمستياوو او د خوښۍ پروګرامونو ته د ماشومانو بيول د هغوی رواني حالت ته وده ورکوي او تر څنګ ئې د خبرو کولو او برخورد مهارتونه زده کوي؛

•      تر خپله وسعه ئې ضروري اړتياوي پوره کوئ.

ماشومان مو پر ځان تکيه کوونکي وروزئ!

•      که غواړئ د ماشومانو شخصیت مو جوړ سي، نو له ډېر وړوکتوبه د انتخاب زمینه ورته برابروئ!

•      پر کوچنیانو امرونه د دوی پر ځان باندي باور وژني او کرار کرار پر نورو کسانو تکيه کوي، چي د ژوند چاري دي نور کسان وروټاکي، مثلاً داسي مه ورته وایاست چي: ورسه سبق ووایه، میوہ وخوره، بس ده نوري لوبي مه کوه، ځه بیدہ سه، ورسه غاښونه بُرس کړہ.....

•      که غواړئ د ماشومانو شخصیت مو جوړ سي، نو هغه ته اختیار ورکړئ، تر څو هغه فکر او پريکړه وکړي، تاسو خپله غوښتنه د پوښتني په ډول ورته وواياست، مثلاً:اوس سبق وایې که تر ډوډۍ خوړلو وروسته؟ سیب خورې که انگور؟ اوس کورنی کار کوې که تر لوبو وروسته؟....

نوټ:    په انتخاب ورکولو کي باید ابتکار وکړئ!

بل نوټ:   دقیق وخت ورکول ماشوم ته د وخت ارزښت ورښيي!

درېيم نوټ: د نن ماشوم د سبا ښوونکی، قاضي او وزير دی!

Comments

Popular posts from this blog

د پيسو نلرلو او بيکارۍ پر وخت نکاح او واده کول ګټه لري که تاوانونه؟

د مرکه کوونکي ځوان ( خاطب او راتلونکی زوم) لپاره ځيني مهمي لارښووني

د ميرمني د زړه او باور ساتلو رازونه